گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خپـله خاوره خپل اختـیار !
خپـله خاوره خپل اختـیار !

خپـله خاوره خپل اختـیار !

د نواندیشی یادونه او لید لورۍ :لکه څنګه چی خبر یاست او موږ هم تل هڅه کړی ده چی په افغانی ټولنه کی هرډول تحؤلات او بدلونونه انسان او بنیادم ته د هر ډول مذهبی ، قومی ، ژبنیو او نورو راز ، راز توپیرونواو تعصباتو  پرته پر حٌرمت او کرامت ولاړ بولو او د له همدی معادلی ته په پام نیول اوعملی ګامونه پورته کول د ټولو سیاسی ، حقوقی اوحقیقی بنسټونو پرعدالت او یووالی ولاړ  پرمختګ ملاک بولو . خوله بده مرغه د افغانستان وروستۍ خونړې تاریخ چی ددغه هیواد بچیانو او استوګنوپه ځانګړی توګه د وخت حاکمانو  د هیواد او د هغوی د اوسیدونکو او پرګنو پر وړاندی له مذهبی ،  ژبنی له کرکی ډک چلند د مصنوعی اقتدار چی د مشروعیت ستنی یی پر پردیواودهیواد ددښمنانو پر بامونولګیدلی اوورورله وروره سره د جګړی او کرکی خونړی طوفان لاهو کړی دی . نو ځکه خو کم له کمه  په تیرو څلورو لسیزو کی ددغه زموږ چارواکی د پردیو په خوښه ګمارل کیږی او همدا لړې تر اوسه هم روانه ده . موږ په دی باور یو تر څو چی د یوهیواد وګړی په رښتینی معنی د ژوند په ټولو برخو کی خپلواکی ترلاسه نکړی اودداسی  خپلواکۍ تر سیوری لاندی د هیواد د راتلونکی په هکله پرعدالت ولاړی پریکړی ترسره نه کړی هغه هیواد ته هیڅکله هم د یوه خپلواک هیواد په سترګونه شی کتل کیدای .همدا اوس هم په ظاهره بڼه پر ټول افغانستان کی جګړه پای ته رسیدلی اوددی تر څنګ د امریکا د متحدوایالاتواو نورو هیوادونو  پوځیان چی زموږ په خاوره افغانستان کی یی د تش په نامه له تروریزم سره د مبارزی په نوم استوګنه درلوده او وروستنۍ سپاهی یی هم د یکشنبی پر شپه له افغانستان خاوری ؤوت  خوافغانان او په ځانړی توګه طالبان لاتراوسه هم دافغانستان د نوی حکومت پرجوړښت اوڅرنګوالی جوړ جاړی ته نه دی رسیدلی.اودطالبانو مشرشیخ هیبت الله آخندزاده خودهواپه څپو کی په انلائین ډول د طالبانو دامارت چاری پر مخ بیائی. ددغه تشی او خلا درامینځ ته کیدو اصلی علتونه  په لاندی توګه په ګوتو کوو . لومړی پرعدالت او عقلانی بنسټونو ولاړ د داسی فکرنشتوالی  چی وکولای شی زموږ په ټولنه کی د اوسنی مسلمان انسان هیلو اواړتیاؤ ته ځواب ووایی چی په زغرده سره ویلای شوپر افغانی تاریخی متمدنی ټولنی د داسی بیماری جراثیم هغه مهال ولګیدل چی زموږ د ټولنی ځوان نسل نه یوازی د خپلوارزشونو په وړاندی  بی تفاؤتی ښودل پیل کړل  بلکه دغه د هویت او تاریخی ارزشونو د بی تفاؤتۍ واټن کله نا کله  د کرکی تر پولو او سرحدونو هم اؤښته . په عمومی توګه ویلای شو چی زموږ په ټولنه کی دیوه داسی مسالمت آمیز بدلون اړتیا لیدل کیده چی افغان میړنۍ اولس په ځانګړی توګه ځوان نسل دمعاصرومثبتو پرمختګونو او لاس ته راوړنو بهیرله تیرله برمه ډک تاریخ سره ونښلوی . اویو ځل بیا د افغانانو تیربرم او دبدبه  راژوندی شی . خودغه ستر هدف ته رسیدل هلته ممکن دی چی په سیاست کی ورګډیدل یوازی اولس ته د هرډول نژادی ، مذهبی ، قومی او ژبنیو تعصباتو پرته د خدای مخلوق ته د خدمت کولوپرانسانی اواخلاقی وجدان بدل شی . خو ددی عظیم هدف ته درسیدو لپاره د یوی داسی دلاری عقلانی  نقشی ته اړتیا ده چی وکولای شی دهغی پرمټوانسان د انسان ورورجوړشی. کنه نو خدای مه کړه یوځل بیا به هم د پردیو په جالونو کی موښلی پاته یو

  .ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د خوست مدنی فعالانو، روڼ اندو او طالب چارواکو له ځوانانو وغوښتل چې له هېواده دې نه وځی او د افغانستان په ابادۍ کې دې برخه واخلی.فعالانو او روڼاندو وویل  که چیری په دی هیواد کی یوه سالمه اداره او رهبری رامینځ ته شی نو افغانستان د خپلو طبیعی زیرمو پر مټ هم پر ځان بسیا کیدلای شی خوستیو ځوانانو او فعالانو یادی څرګندونی د آګست د ۳۱ ناوخته خپله خاوره خپل اختیار ترسرلیک لاندی په غونډه کی څرګندی کړی دحقوقو او سیاسی علومو د پوهنځی استاد ربانی وحدت وویل : هر افغان دا هیله او آرزو لری چی افغانستان یی پرمختللی وی . افغانستان با ثباته وی نو ددی لار دانه ده چی موږ هیواد پریږدو . ددی لار داده چی موږ او تاسی هغه قوت چی په خپل وجود کی یی لرو د ګران هیواد د پرمختګ لپاره یی مصرف کړو . که سالمه اداره او مدیریت را مینځ ته شو باور وکړی چی انشأالله افغانستان به په ډیر کم وخت کی نه یوازی د ګاونډیو هیوادونو سره بلکه د نړی د نورو هیوادونو سره سیال وی . دخوست دپوځی کمیسیون استازی مولوی محمد صابر صابری په خپلو خبروکی وویل :ځوانان دهری بشری ټولنی  دملا تیر جوړوی . او دا ټولنه هم د ځوانانو فکرونو او استعدادونو ته اړتیالری . دخلکو لپاره کاری فرصتونه او د اقتصادی اړتیأو پوره کول دهری بشری ټولنی له لومړیتوبونو څخه دی . دکابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند په خپلو خبرو کی وویل چی طالبان د خلکو لپاره کاری فرصتونه برابر کړی او زیاته یی کړه چی : زما دکورنۍ ، زما د اولس زما دملت زما د خلکو او ددوی د بچوخیټه باید مړه وی . د هغوی روزګار باید موجود وی . هغوی ته باید یو څه ته ورکړی چی تر څو هغوی په همدی خاوره کی پاته شی او له تاسره ملاتړوکړی . که دا دوه ضرورتونه د انسانی ټولنی چی په قرآن کی یی هم ذکر شوی دی دا عملی نه شی ملتونه او اولسونه نورو ټولنو ته ځی چی په هغو ټولنو کی دا ضرورتونه رفع کیږی . بل لوری ته دخوست چارواکو وویل چی دهیواد دنظام برابرول د ټولوخلکو ګډ مسؤلیت دی .او یوازی یوه ډله په په یوازی ځان نظام نه شی سنبالولی . دوی ښځو ته هم د زده کړو او دکار د زمینو په اړه ډاډ ورکړ خوست والی مولوی محمد نبی عمری وویل چی د اوسنیو ځوانانو سیاسی پوهه لوړه ده او اوس بایده ده چی دوی دهیواد جوړولو په برخه کی عملأ لاس په کار شی . هغه وویل : که ټول امارت په یوه وزارت مو ږ ځای کړو زما فکر دادی چی فکر نه کوم چی هغه وزارت موږ ډک کړو . دغه اولس ته ضرورت دی ، دغه سپین ږیرو ته ضرورت دی ،دغه ځوانانو ته ضرورت دی یا هغه خویندی چه هغه په کورونو کی ناستی دی ځانونه ورته مأیوسه ښکاری چی زموږ د تعلیم سلسله ودریده هیڅکله داسی نه ده خدای دی ونه کړی . هر انسان غواړی هغه که ملا وی   

د آزادی رادیو او افغان ژورنالیست او لیکوال ښاغلی نجیب الله الوخیل څخه په مننه :

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا