گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دا تـورې تورې تـیارې،چاراوستې؟
دا تـورې تورې تـیارې،چاراوستې؟

دا تـورې تورې تـیارې،چاراوستې؟

دا تــورې تــورې تــــیـــارې، چا راوستې؟

چې پـر ملت شوې خورې، چا راوستې؟

چـې پـه رڼـا ورځ، شـبکوری خوره شوه

دا پــر ذهـــــنــــونـــو ارې، چا را ستې؟

یـوویـشـتـم عـصر دی، ړانـده شوو واړه

دا د دې عــصــر، نــخـــرې چا راوستې؟

ژبــې ګـونـګۍ، قـلـم هـم چُپ شو دلـته

دا د شـــــاتــــګ اشــــارې، چا راوستې؟

اســتـــعـــدادونــه، ټــول بــهــر تـه لاړل

دا مــاتـې مــاتـې اســـرې، چا راوستې؟

نــړیــوال هــم پکې، بـې بــرخـې نـه دی

د سـطـرنـج غــټـې مُـهـرې چا راوستې؟

لــه امـریـکـا، څوک د پوښـتـنې نـه شته

بــــی۵۲ طـــــــــیـــــــارې، چا راوستې؟

د مـور بــمــونــو، لابــراتــوار شــو دلــته

د ویـــنــو ســرې فــــوارې، چا راوستې؟

پـر تـور پـنـجـاب،امـریـکـایانـو خرڅ کړو

د آی. اېـس. آی. ادارې، چــا راوســتــې؟

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا