گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د بیان آزادی اســـلامی ارزښــت دی کـــه دیـــموکـــراتیک نــــوښــت ؟
د بیان آزادی اســـلامی ارزښــت  دی کـــه دیـــموکـــراتیک نــــوښــت ؟

د بیان آزادی اســـلامی ارزښــت دی کـــه دیـــموکـــراتیک نــــوښــت ؟

په دې برخه هیڅ شک او تردید وجود نه لری چی د بیان آزادی  په اسلامی قوانینو او حقوقو کې منل شوی حقیقت  دی او د امرباالمعروف او نهی عن المنکر یو ډول هم شمیرل کیږی   او په دې برخه  هیڅ محدودیت وجود نه لری مګر د هغوکسان لپاره چی هدف یې منکراتو ته لاره هواره ول وی .د بیان له آزادی څخه د خلافت راشده تر دوری پوری مسلمانان برخمن ول خو کله چی خلافت راشده په ملوکیت تبدیل شو مسلمانانو دا ارزښت له لاسه ورکړ د خلفای راشدینو په وخت نه یوازی دا چی دبیان آزادی جرم نه بلل کېده بلکی فرض هم ګڼل کیده په هغه وخت کې د مسلمانانو وجدانونه بیدار او ژبی یې ازادی وې ، د بیان د ازادی اصل ته په تعقیب سره  که کله هم له یو لوړ پوړی مقام څخه خطا صادریده خلکو د اعتراض حق در لود .

د حق اظهار ( د بیان آزادی ) نه یوازی دا چی تهدید او توهین نه ګڼل کیدل بلکی تحسین او تمجید یې کیدل، منتقدین نه یوازی دا چی نه تهدیدل بلکی د قناعت وړ ځواب یې تر لاسه کا وو ، خو کله چی خلافت له منځه ولاړ ملوکیت را منځته شو وجدانونه زندانی شول ژبی وتړل شوې پر ځای د امیران او والیانو تعریفو او صفتونه رسم شول ،هغو کسانو چی د حق ویلو هڅه به یې کوله تعذبیدل شکنجه کیدل او حتی وژل کیدل .ورځ تر بلی ورځی د ظلم  او استبداد پر ضد آوازونه په ستونو کې خفه کیدل ورو ورو خلک له حق ویلو څخه څنډی ته کیدل ، مروان بن حکم د مدینی والی وو حضرت مسور بن مخرمه یې په دی جرم بی عزته کړ چی ولی دی راته وویل چی هوایې خبری مه کوه .عبدالملک بن مروان د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په منبر اعلان وکړ : زه د دې امت د ناروغیو درملنه یوازی په توره کې وینم له دې وروسته که هرچا راته وویل اتق الله یعنی له خدایه وویریږه سر به ترې پرې کړم .ولید بن عبدالملک یوه ورځ د جمعې خطبه دومره اوږده کړه چی آن د مازدیګر لمونځ هم نږدی وو چی قضا شی ، یو تن ورته وویل: امیرالمومنیه وخت ستا انتظار نه باسی د لمانځه د تاخیر په اړه به دخدای په حضور کې څه ځواب وایې ؟.ولید له منبره راښکته شو او سر یې ترې غوڅ کړ.[embe

هغه (بنده ګان) چې خبره په غور سره اوری، نو د هغې د تر ټولو ښې پیروی کوی، دا هغه کسان دی چې الله دوى ته هدایت کړى دى او همدغه کسان د خالص عقل خاوندان دی په پورتنی آیت کې د خبرو د اوریدو، له ښو خبرو متابعت بیان شوی دا ځکه چی انسان د حق او حقیقت کشفولو په برخه کې استماع او  اقوالو ته اړتیا لری  او وروسته د نیکی وینا اتباع  ،  د حق او باطل تمیز د نظریاتو د تقابل په سیور کې حاصلېدای سی .همدا راز الله جل جلاله فرمایې :

ته د خپل رب لارې ته په حکمت سره او ښکلی نصیحت سره بلنه کوه او له دوى سره په هغې طریقې سره مجادله (مباحثه) کوه چې هغه تر ټولو ښه وی په پورتنی آیت کې د تبلیغ او دعوت بهترینه لار حکمت او موعظه حسنه بلل شوی ، کله چی په یوه ټولنه کی مخالف او د مخالف  نظر خاوندان  وجود ونه لری او ټول خلک په یوه نظریه وی نو حکمت او موعظه حسنه به هم هیڅ مانا ونه لری  ،له پورتنی آیت څخه نتیجه اخلو چی دا آیت د هغې ټولنی لپاره دی چی هلته د خلکو نظریات او عقاید او آندونه  له یو بل سره اختلاف ولری .حضرت ابوبکر صدیق ولس ته په خپله لومړنۍ خطبه کې د بیان د آزادی په باب ډاډ ورکړ او داسی ورته وفرمایل: فانی قدولیت علیکم ولست بخیرکم ، فان احسنت فاعینونی ، و ان اسات فقومونی  پرتاسو والی ټاکل شوی ، له تاسو بهتره نه یم که می ښه کاروکړ مرسته را سره وکړئ که می بد کار وکړ د نیکی لاری لارښوونه راته وکړی ( والضعیف فیکم قوی عندی…. ) ستاسو کمزوری زما په نزد ځواکمن دی او ستاسو ځواکمن زما په نزد کمزوری دی  .

یوه ورځ عمر فاروق په مجلس کې ناست وو له خلکو څخه یې وپوښتل که زه د ځینو مسایلو په اړه تعلل وکړم تاسی به څه کوئ ؟بشر بن سعد ورته وویل: د دې غشی په څیر به دی نیغ کړو ، عمر رضی الله عنه ورته وفرمایل: تاسو ډیر د کار خلک یاست .یوه ورځ عمررضی الله عنه د منبر پر سر وویل: ای مسلمانانو ! که می سر د دنیا پرستی پرلور کوږ کړ تاسی به څه را سره کوئ ؟ د حاضرینو له ډلی یو تن پورته شو ویل: مونږ به هم خپلو تورو ته امر وکړو چی دا ډول کار.درسره وکړی .امیرالمومنین ورته وفرمایل: یعنی سر می غوځه وئ ؟.ویل:هو سر درڅخه غوڅه وو.عمررضی الله عنه وویل: د خدای رحمت دی وی درباند او دخدای شکر آدا کوم چی زما ترلاس لاندی داسی کسان شته چی هرکله زه خپله لار کږه کړم نیغې لاری ته به می را وبولی .

د حضرت علی کرم الله وجهه د خلافت په مهال پنځه تنه په دې جرم ونیول شو چی خلیفه ته یې په ډاکه سپکې سپوری ویلی وی . د دې کسانو له ډلی څځه یو داسی کس هم وو چی علی کرم الله وجهه ته یې د مرګ ګواښ کړی و ، حضرت علی کرم الله وجهه د دې کسانو د آزادی حکم صادر کړ . علی کرم الله وجهه ته وویل شول په دوی کې یو تن ستا د قتل ګواښ کړی ، علی کرم الله وجهه ورته وویل: ایا دا شخص د قتل د ارادی په ابرازولو ووژنم ؟.بیا علی کرم الله وجهه ته وویل شول دې کسانو ستا په حق کې سپکاوی کړی علی کرم الله وجهه ورته وفرمایل تاسو هم کولی شئ چی سپکاوی وکړئ.حضرت علی کرم الله وجهه خوارجو ته اعلان وکړ تر هغو به موږ تاسو له خپلو مساجدو نه منعه نه کړو او له مفتوحه اموالو څخه به  مو بی برخی نه کړو ترڅو چی مو زموږ پر خلاف وسله  نه وی پورته کړی .یوتن حضرت معاویه بن ابی سفیان ته سپکې سپوری وویلی چا ورته وویل: د دې سړی په اړه دی ډیره حوصله وکړه ، حضرت معاویه ورته وویل: ترڅو چی خلک زما او زما د حکومت ترمنځ حایل نشی یعنی زما د حکومت پر خلاف وسله پورته نه کړی تر هغوی به د دوی او د دوی د ژبو ترمنځ حایل نه شم یعنی د بیان آزادی به ترې وانه خلم .

امام ابوحنیفه رضی الله عنه فرمایې افضل د شهداو حمزه بن ابی طالب دی او دوهم هغه شخص دی چی د ظالم حاکم په وړاندی خپل غږ پورته کړی او هغه له منکراتو څخه معروف ته را وبولی په دې لاره کې ووژل شی .همدا راز امام رضی الله عنه فرمایې که یو شخص د عادل حاکم په وړاندی ودریږی سپکی سپوری یا د قتل ګواښ ورته وکړی د حاکم لپاره جایز نه دی چی دې شخص ته سزا ورکړی یایې زندانی کړی ترهغو چی وسلې ته یې لاس نه وی وروړی یا یې امنیت نه وی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا