گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دپاکستان دنظامی استخباراتورئیس جنرال حمیدله دندی ګوښه شو!
دپاکستان دنظامی استخباراتورئیس جنرال حمیدله دندی ګوښه شو!

دپاکستان دنظامی استخباراتورئیس جنرال حمیدله دندی ګوښه شو!

نن د پاکستان د پوځ د مشرجنرال قمر جاوید باجوه په مشری د پاکستان د پوځ دلوی درستیزد قوماندانانو شوری غونډه جوړه شوه چی  پکی د پاکستانی پوځ په لیکو کی لوی بدلون را مینځ ته شوچی په ترځ کی یی د پوځ د نظامی استخباراتو لوی رئیس ډګرجنرال فیض حمید د پیښوردکورکمانډریا قول اردو قوماندان  په توګه ټاکل شوی دی .

د نوموړی پر ځای اوس جنرال ندیم احمد انجم د ای ایس ای بل مشر نومول شوی دی . . که څه هم د پوځ په دې بیان کې ځینې نور بدلونونه هم یاد شوی، خو تر ټولو مهم هغه یې د ای ایس ای د مشر بدلېدل دی، چې تېره میاشت یې پر افغانستان د طالبانو تر کنټرول وروسته کابل ته ناڅاپی سفر کړی وو او ګڼو خلکو پرې نیوکې هم کړې وې. دچارو څارونکی وایی چی د سپتمبر پر شپږمه کابل ته د نوموړی له ناندریز سفر او له طالب چارواکو سره له لیدنې وروسته د هغه نوم ډېر مشهور شو. بل لور ته جنرال حمید داسې مهال په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پوځ تر ټولو لوړ پوړی قومندان ګومارل کېږی، چې پاکستان حکومت وایی، په قبایلی سیمو کې له پاکستانی طالبانو سره خبرې کوی.

پر همدې بنسټ ویل کېږی، ښایی جنرال حمید له افغان طالبانو سره د خپلو اړیکو له لارې پر پاکستانی طالبانو د یوې هوکړې لپاره فشار راوړی که څه هم ویل کیږی چی په افغانستان کی ناڅاپی بدلونونه اوددغه هیواد له بندی خانو څخه په زرګونو بندیانو خوشی کول او وروسته د  افغانستان له خاوری پر پاکستانی پوځ او امنیتی قواؤ غلچکی یرغلونه سرته رسول چی دغه قواؤ ته یی مرګ ،ژوبله آړولی ده کابل ته دجنرال حمید د سفرعمده موخه ښودل شوی ده خود پاکستان له پوځ سره د طالبانو ژوری اړیکی داسی ګنګوسو ته هواورکړه چی ګنی د پنجشیر د جګړی په ګډون د پاکستان له لوری طالب چارواکو ته د یو ه عمومی دستورالعمل لیږدؤونکۍ ؤ .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا