گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » اړتیاوې او د ملتونو خپلواکی !
اړتیاوې او د ملتونو خپلواکی !

اړتیاوې او د ملتونو خپلواکی !

داسې ډیر وخت پېښېږی چې ځینې افراد او ډلې د خپلو  جسمی  وړتیا او عقیدوی پیاوړتیا په مټ  داسې سخت کار وکړی چې په عالم الاسباب کې ناممکنه ښکاره کیږی، خو هغوى یې د خپل فیزیکی مهارت او نفسیاتی قوت په مټ کوی. کله کله همدغه ډله د وړوکې کار په ترسره کولو کې مطلقاً ناکام راځی. لامل یې هم د اړین ظرفیت نشتوالى وی. همدغو نیمګړتیاو ته که توجه ونشی نو په ټولنه باندې د ناورین د راتلو لامل ګرزیداى شی. که د جګړو په ډګر کې د طالبانو پرله پسې بریاو ته ځیر شو، نو معجزه ښکاریږی، خو د نظام په جوړولو کې د پرمختګ څرک نه لګیدل یې بیا د اندېښنې وړ خبره ده.د بین الافغانی مذاکراتو د ناکامی پړه یوازې په طالبانو باندې نه اچوو. نسکور شوی حکومت هم نه غوښتل د سولی په موخه واک له لاسه ورکړی، خو دومره ضرور وایم؛ څومره به ښه واى چې د حکومت پرځاى طالبانو د سولې لپاره نوښتونه او وړاندیزونه کړی واى. د توپک په زور اوسنۍ بریا یې د افعانانو ترمنځ د سولې تفاهم او یوې ملی هوکړې په پایله کې ترلاسه کړى واى. کاش تیر او اوسنی حکومت اوسنیږى کړکېچن صورت حال  د هیواد او ولس  ستونځو ته په کتو  انځور کړى واى.دا الهی تعامل دى چې هرڅه د انسان د خپلو توقعاتو او هیلو پربنسټ نه برابرېږی. انسانانو ته له شرائطو او ځمکنیو حقایقو سره سم له بدلونونو سره د ځان عیارول اړین وی. وخت زموږ په اشارو نه چلیږی نړیوال د پرمختګونو په سفر کې زموږ رارسېدو ته انتظار نکوی، کمزوری او په ژور خوب ویده خلک د زورورو د اسونو له پښو لاندې کیږی.راځو اصلی مسائلو ته چې زموږ راتلونکى ورپورې تړلى دى. هغه دا چې موږ د د یوه ترسره شوی عمل په مجرا کې قرار لرو. شاته په کتلو او په تیرو غلطیو باندی وخت او انرژى نه مصرفوو. موږ مصلحتاً پوښتنه هم نه کوو چې د ارګ پرېښودو په ورځ اشرف غنی د خطر په تړاو ولې دومره وروسته او عجالتا خبر شو؟ ارک ته سهار نهه بجې په یونیفارم کې راننوتی خلک څومره وو؟ د چا په لارښوونه راغلل؟  څه  کول یې غوښتل؟ لمړى مرستیال دوهم مرستیال، د دفاع وزیر او له نیم څخه زیات وزیران ولی د کابینې ناستې ته نه راغلل؟ موږ چې د نظام د حمایت کولو او د نسکورولو د مخالفت کچکول په غاړه کې ګرزاوه، موخه مو د اشرف غنی ړوند تقلید نه وو، بلکې د نظام ساتل وو. موږ پوهیدو چې له نسکور نظام څخه فاسد نظام هم ښه وه او بله دا چې موږ له سره د نظام جوړولو لپاره نه امکانات لرو او نه هم وړتیا، خو ارګ د واک جنون او طالبان فتوحاتو لیونی کړی وو.اوس خو په هر حال د ولس له خوښې پرته نظام نسکور شو او له دوه میاشتې څخه زیات وخت وشو چې ادارې تقریبا په ټپه ولاړې دی. د وضاحت او توجیه اړتیا نشته چې طالبانو له ولس او نړیوالو سره په ژمنو باندی وفا ونکړه او تقریباً د تقابل صورت حال دى. که د خپلمنځی سولې په نتیجه کې واک په رسمی توګه یوه منل شوی ټیم ته لیږدول شوى واى،اوس به مو د رسمیت پیژندلو لپاره لالهاندو منډو اړتیا نه درلوده او نور زیات فرصتونه به مو درلودل، ډیر مرستې به مو ترلاسه کړې وای، ولس به هیواد پرېښودلو ته نه واى اړ شوى او بنسټونه به ټپه ولاړ نه واى.که خداى مه کړه د ممکنه ناورین له امله زموږ ولس لوږه او فقر ځپی هیواد کې امنیتی ستونځې بیا سر راپورته کوی، نو د ملت چیغې خو به حتماً پورته کیږی  او عواقب به یې ځپونکی او ځوروونکی وی. موږ د ملی ګټو د خوندیتوب لپاره قطعاً نه غواړو چې اوسنى مات ګوډ نظام د پخوانی فاسد نظام غوندې نسکور شی.اوس هم وخت لرو چې طالبان له کورنی او بهرنی فشار پرته په کور دننه سمون او بدلون راوړى، د ملی اجماع د هڅو له لارې حکومت ته ملی بڼه ورکړی. د انحصار او یکه تازی مفکوره له ذهن څخه وباسی . په حکومت کې اهل مسلکی د علم او تجربې درلودونکی افراد واخلی. د فساد پر وړاندې پیاوړی مبارزه وکړی ، د دولتی املاکو د پېر او پلور پوښتنه وکړی. د جنایت مرتکبین مجازات کړی، په لمړی سر کې له ملت سره اړیکې تأمین کړی او بیا له نړیوالې ټولنې څخه د دوه اړخیزو همکاریو، رسمیت پیژندلو او داسې اړینو مرستو غوښتنه وکړی چې هیواد مو د ځان بساینې خواته لمړنی ګامونه پورته کړی. طالبان د هېواد په بشپړه جغرافیه باندی د واک درلودلو له امله برلاسی دی او دغه مثبت اړخ د خبرو په مېز باندی په چانه وهلو کې ورته ګټه رسوی.موږ که هر څومره په لوړ غږ چیغې ووهو چې موږ خپلواک یو، خو ګوډه پښه مو شاهدی ورکوی چې موږ محتاج ملت یو. د پردیو هیوادونو مرستو ته مو د اکسیجن په شان سترګې نیولې وی،  له محتاجو قومونو سره  د خپلواکی خوبونه لیدل هسې ګپ او یا هم د ځان غولول کیداى شی نور هیڅ نه دی. که خپلواکی غواړو، نو د ځان بساینې په لوری به اقلاً حرکت پیلوو او خپل اقتصادی سرچینې به په کار اچوو. تر هغو به حتماً له نړۍ سره ځینې شرطونه منو چې د غرب خیراتونو ته ناست یو.موږ  هغه وخت د امریکا په سترګو کې سترګې اچولى شو چې د امریکا خیرات ته له احتیاج څخه خلاص شو. له غرب سره هغه هیوادونه مناظره او مشاجره کولاى شی چې غرب ته محتاج نه وی. دیموکراسی، برابری، انسانی حقونه د بیان آزادی د لږکیو ازادی د ښځو او ماشومانو د حقونو د خوندیتوب نارې ټول د غرب د ګټو د ساتلو لپاره دی. نور ورباندې د نقض له امله پړه ګڼل کېږی خو امریکا په دغو مواردو کې د هر ډول تخطی او تیری په وړاندې له ګوتڅنډنې څخه ځانته د معافیت حق ورکوی.نړیوال اړیکې د دوه اړخیزو ګټو د خوندیتوب په محور باندی را څرخیږی. اوس نړیوال ذهنیت د مختلفو لاملونو له امله له اسلامی امارت سره  په هغه کچه اړیکو درلودلو ته مجبوریت لری چې د هغوى ګټې یې ایجابوی. موږ هم مجبور او مکلف یو د خپلو ملی ګټو لپاره له بیځایه تقابل څخه ډډه وکړواو دغه کار د اسلامی اصولو په چوکاټ کې شونى دى، خو اوسنى حالت بدې پایلې درلودلاى شی.د افغانستان د اسلامی امارت چارواکی  د دینی او ملی سرو کرښوپه چوکاټ کې د ننه د تګلارو د سمون سختو پریکړو ته اړتیا لری. . داسې ډېر موارد شتون لری چې طالبان وکولاى شی د خپلوارزښتونو په چوکاټ کې د ننه د انعطاف او اعتدال لاره خپله کړی.د بنسټونو بند پاتې کیدل یاهم جزوی پرانستل، د علمی او مسلکې کادرونو د تېښتو تسلسل، د نړیوالو بندیزونو ننګونکى صورت حال، د فعالې کورنۍ اوبهرنۍ کاری ستراتیژی د نشتون له امله د مدیریت د ناکامی، فقراو بیکاری په شکل د خورا ستر اقتصادی او بشری ناورین په پایله کې د بشری فاجعې رامنځته کیدلو څرک لیدل کېږی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا