گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د کـــنـــړغـــــــلام مـــحــــمـــده بـــاډیــــل تـــــه مـــــه ځـــــــــه!
د کـــنـــړغـــــــلام مـــحــــمـــده   بـــاډیــــل تـــــه مـــــه ځـــــــــه!

د کـــنـــړغـــــــلام مـــحــــمـــده بـــاډیــــل تـــــه مـــــه ځـــــــــه!

دنواندیشی یادونه : دنواندیشی پاڼۍ درنولوستونکو او لیدونکو ! دغه لیکنه چی تاسو یی ګورې او لولۍ زموږ درانه او پیاوړی همکارفرید صافی د نواندیشی په پته رالیږلی ده چی د درانه لیکوال محترم حیات پیاوړی په ښائیسته  قلم د کاغذ پرمخ کښل شوی ده له نیکه مرغه ډاکتر فرید صافی چی د خدای بښلی الحاج غلام محمد صافی زوی هم دی چی له هغه او لیکوال محترم حیات پیاوړی څخه په مننه یی تر تاسو دررسو . او همدغه شان د الحاج غلام محمد صافی روح ته ددعا لاسونه پورته کو چی الله ج دی هغه خدای بښلی ته جنتونه ورپه برخه کړی او ټولی کورنی په ځانګړی توګه دهغه خدای بښلی ځای ناستی  الحاج فقیر محمد خان صافی ، ډاکتر فرید صافی او نوری درنی کورنی او په سلګونو زره خواخوږو او مینه والوته د خدای بښلی پرلاره له لوی خدای ج څخه د تګ ګامونو د آخیستو توفیق غواړو دنواندیشی د مشرتابه په استازیتوب

هوکی! هغه د دې سندرې د اوریدلو پر مهال د خپل ولس او هیواد سره د مینې او وفادارۍ له امله هغه ته د شوو ګواښونو سره سره بیا هم باډیل ته لاړ او هیڅ ډول ګواښونو ته یې سر ټیټ نه کړ. اوس هم د هغه د وصیت سره سم او خپل ولس او هیواد سره د مینې او وفادارۍ له امله خپل اصلی ټاټوبې ته ورسول شو. زه د اروا ښاد غلام محمد صافی یادونه کوم، چا چې خپل روح په همدې نژدې وختونو کښې د ارواحو مالک لوی څښتن تعالی ته وسپاره.ارواښاد وکیل صاحب غلام محمد صافی د ۱۳۹۳ لمریز لیږدیز کال د حوت د میاشتې په ۱۴(د مارچ په پنځمه، ۲۰۱۵) نیټه د ور پیښې ناروغۍ له امله د څه د سل کلنۍ شاو خوا په عمر د هجرت په دیار، د امریکی د متحده ایالاتو په سانفرانسیسکو ایالت کښې خپل روح لوی څښتن تعالی ته وسپاره. کابل ته د هغه د جنازې د را رسیدلو پر مهال د هغه یو شمیر زیاتو مینه والو د هغه د جنازې او جنازې سره مل د هغه ارواښاد د کورنیو د غړو تود هر کلی وکړ. د هغه ارواښاد جنازه د ۱۳۹۳ لمریز لیږدیز کال د حوت د میاشتې په ۲۴ (د مارچ په پنځلسمه، ۲۰۱۵) نیټه په خپله پلرنۍ هدیره، د نرنګ ولسوالۍ په باډیل کلی کښې په ډیر درناوی او عزت سره د بې شمیره ګډونوالو په حضور خاورو ته وسپارل شو.
د ده په جنازه کښې د ده د زرګونو خواخوږو او مینه والو سربیره چې زیاتره یې کلیوال او د ده شخصی دوستان او آشنایان وو، د کونړ د دولتی چارو واکو هم د ارواښاد ملی او ولسی شخصیت ته د درناوی په خاطر د ده په جنازه کښې ګدون وکړ. د اروا ښاد اولادونه او کورنۍ د ټولو هغو دوستانو چې د دوی د اروا ښاد پلار په جنازه او نورو مراسمو کښې یې ګډون کړی د زړه له کومې مننه کوی او کور ودانی ور ته وایی.د یادونې وړ ده چې ده مرحوم د خپل ژوند تر وروستیو شپو او ورځو پورې ډیر وخت په خپل کلی او ولس کښې تیراوه او د خپل ولس سره له نژدې اوسیدو یې خوند اخسته.

ما د هغه د نوی کار او د هغه لاس نوې نخښې او آثار د هغوی په کلی په خپلو سترګو ولیدل.د هغه د کارنامو له جملې څخه یوه هم په خپله کلیواله او عنعنوی ټولنه کښې د هغه له خوا د نجونو د ښوونځی بنسټ کیښودل وو. د کلی د ښونځی لپاره خپله شخصی ځمکه وقف کړه او د دولت له مرستې پرته یې د خپلو کلیوالو او ځایی خلکو په مرسته او حشری کارونو له لارې د ښوونځی خونې آبادې کړی.په ۱۲ او ۱۳ دوره کښې د خپل ملی شخصیت، اخلاقو، په قوم مینتوب او ولسی ملاتړ له برکته د افغانستان د ولسی جرګې منتخب وکیل و ټاکل شو (دا مهال ټاکنیزې حوزې د ولسوالیو په بڼه ویشل شوی وې، او دوی د کنړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ استازیتوب کاوه چې د هغه مهال څو علاقدارۍ هم د څوکۍ ولسوالۍ په تشکیل کښې شاملې وې). په دیارلسمه دوره کښې یې د ولسی جرګی غړیتوب تر لاسه کولو په هیله د مبارزې او سیالیو کولو پر مهال د ده تیاره فکره سیاسی سیالانو کوښښ و کړ چې هغه و ګواښی تر څو د ده د مثبتې ټاکنیزې سیالی مخه و نیسی، نو سیالانو یې دا شعر چې لا تر اوسه هم د هنرمندانو او هم عامه خلکو په ژبه زمزمه کیږی ووایه. هغه سندره داسې وه:

سافیو ډیر وژلې دینه

د کنړ غلام محمده  باډیل ته مه ځه

د ده پلویانو بیا د مخالفینو پر وړاندې دا سندره وویله:

د کنړ غلام محمده باډیل ته راشه

پکښې ډیر و کړه سیالونه

دوی د ولس په ملاتړ خپلې ټاکنیزې مبارزې ته دوام ورکړ او د خپلو ولسی پلویانو په مرسته خپلې سیمې ته ولاړ او د همدې دورې ټاکنې یې د دوهم ځل لپاره بیا هم وګټلې:ارواښاد وکیل صاحب د ملی احساس څښتن وه، او ملی خاینین یې نه خوښیدل. له همدې امله یې په ولسی جرګه کښې د ځینو ملی خاینینو لکه دبیلګې په توګه د ببرک کار مل سره په ملی مسایلو شخړې را تلې.د تعلیم او ښوونې روزنې سره د هغه بې کچې مینه د هغه په ژبه د لاندنیو کلیمو څخه څرګندیږی: کله چې په هیواد کښې د ثور کودتایی رژیم حاکم شو او ملت او ولس د نورو اقشارو تر څنګ یې په ملی او قومی مشرانو هم ډول ډول فشارونه را وستل، نو کله چې د اروا ښاد وکیل صاحب د کورنۍ د غړو د نیولو او بندی کولو ناکامه هڅه تر سره شوه نو هغه هم د خپلې کورنۍ سره یو ځای پاکستان ته کډه کولو ته اړ شو. د ده یوه ځوی ډاکټر فرید صافی ما ته داسې کیسه وکړه:  کله چې مونږ د خپل کور پریښودو ته اړ او د ډیورنډ کرښې سرته چې د یوه غره په څوکه قرار لری، ورسیدو نوزمونږاروا ښاد پلارخپلوځمکواوجایدادونو ته له اشارې وروسته مونږ ته داسې وویل:ما د دې پر ځای چې خپل اولادونه په خپلو کروندو کښې په کار بوخت کړم، خپله ځمکه مې نورو بزګرانو ته ور کړه چې هغوی پکښې کار و کړی او خپله برخه اجوره تر لاسه کړی. که چیرې ما خپله ځمکه کښې خپل اولادونه په کار بوخت کړی وای نو هغه برخه حاصل چې زما له جایداد څخه د کلی بزګرانو وړه نو هغه به ما ته په کور ګټه پا ته شوی وای. خو ما داسې و نه کړل او دې ګټې ته مې ځکه ارزښت ور نه کړ، چې ما غوښتل په خپلو اولادونو تعلیم و کړم. د دې تر څنګ مې خپل نور کلیوال هم تعلیم ته و هڅول. دا ځکه چې د تعلیم پانګه ماته د ځمکې او جایداد له سرمایې څخه ګټوره او تل پاته ښکاریده. تاسې نن د سر په سترګو ولیدل چې زمونږ ټوله ځمکه له مونږ څخه شاته پاته شوه او مونږ ونه شو کولای هغه له ځانه سره و لیږدوو خو تعلیم هغه پانګه ده چې هیڅوک او هیڅکله هغه له تاسې نه شی اخستلای او تاسې سره د ټول ژوند لپاره د ژوند ملګرې ده او ستاسې د دردونو دوا او ستونزو د حل یواځینۍ وسیله به وی. هوکی هغه رښتیا ویلی وو.د کډوالۍ پر مهال افغان کمشنرۍ متنفذو افغانانو ته د نقدی امتیاز په بڼه یو څه مرسته کیدله. د وکیل صاحب امتیاز له نور څخه د خپل امتیاز د درې برابره کموالی په اړه پوښتنه وکړه  نو هغه ته د پاکستانی چارواکو له لورې و ویل شول چې دا نور کسان چې له ده څخه زیات امتیاز تر لاسه کوی، هغوی لا له پخوا څخه د دوی سره اړیکې درلودې. له دې نیټې وروسته هغه د دغه امتیاز د اخستلو او تر لاسه کولو څخه لاس په سر شو، ځکه هغه داسې امتیاز تر لاسه کول ځانله عار او ملی خیانت ګاڼه.د ولس د خدمتګارانو او وفادارو ملی او قومی مشرانو اروا دې ښاده او د لارې لارویان دې یې لا ډیر شی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا