گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » عمران خان او دپــــاکستان داستخباراتودرئیس دبدلون امر!
عمران خان او دپــــاکستان  داستخباراتودرئیس دبدلون امر!

عمران خان او دپــــاکستان داستخباراتودرئیس دبدلون امر!

پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی دی چی دپاکستان صدراعظم عمران خان وروسته له ځنډه د پاکستان د پوځ د لوی درستیز پرهغه بدلونونودهوکړی لاسلیک کړی دی چی څه موده وړاندی یی پرته د پاکستان د لومړی وزیرعمران خان سره له سلا مشوری پرته یی د پاکستان په پوځ کی ترسره کړی ؤ . چی دهغی له مخی ډګرجنرال فیض حمید د هغه هیواد د پوځی استخباراتو(ISI) عمومی رئیس له دندی ګوښه کړی او پر ځای یی تورن جنرال ندیم احمد انجم د ډګر جنرالی رتبی ټه پر ارتقأ  د هغه هیواد د پوځی استخباراتو(ISI) عمومی رئیس په توګه ټاکلی ؤ په اسلام آباد کی د لومړی وزیر عمران خان ددفتر څخه په یوه خپره شوی اعلامیه کی ویل شوی دی چی د قانون د PA-27007  مواد و د حکم له مخی دپاکستان لومړی وزیر عمران خان تورن جنرال ندیم احمد انجم د پوځی استخباراتو ISI د عمومی رئیس په توګه ټاکلی دی . ویل کیږی چی د افغانستان له زندانونو څخه په زرګونه هغه وسله وال چی د تحریک طالبان پاکستان تر نامه لاندی د پاکستان پوځ پر وړاندی پر جناېی جرمونو ککړ ؤ له زندانونو څخه پر وتلو په پاکستان کی د امنیتی ساتونکو په وړاندی د وژلو د تازه تورونو سره مخامخ شول او د پاکستان امنیت یی ورګډوډ کړ نو وروسته ډګرجنرال فیض حمید کابل ته په یوه رسمی سفر راغلی ؤ اوداسی یوه طرحه یی جوړه او د پاکستان د لومړی وزیرعمران خان لخوا اعلام کړای شوه چی ټول هغه د پاکستانی طالبانو جنګیالی چی په پاکستان کی یی قتلونه او وژنی ترسره کړی دی د تسلیمی په بدل کی له عدلی تعقیب څخه بښل کیږی او کولای به  شی ترڅو د یوه عام وګړی په توګه خپل ژوند ته ادامه ورکړی . چی د لومړی وزیر عمران خان دغه شانی څرګندونی د پاکستان د پوځی کړیو له مخالفت سره مخامخ شوی او په ناڅاپی توګه یی فیض حمید د هغه هیواد د پوځی استخباراتو(ISI) د عمومی رئیس له څوکې ګوښه کړ او د پیښاور د قول اردو د قوماندان په توګه یی وټاکلو .

خو وروسته د پاکستان د ملی شورا د یوه استازی عامر ډوګرلخوا د جنرال حمید فیض د پاته کیدو راز بربنډ شو چی عمران خان غوښتل په افغانستان کی د روان وضعیت تر څرګندیدو دی جنرال حمید پر خپل ځای پاته وای خو واقیعت داو چی د پاکستانی طالبانو ځینی ځانګړی کړی چی د افغانستان په زندانونو ګی ساتل کیدل د پاکستان پر  وړاندی پر ډیرو داسی جرمونو تورن ؤ چی پوځ هغه د پاکستان ملی امنیت ته لویه خطره بلله . او له بلی خوا له افغانستان څخه د راتښتیدلیو مسأله یوازی پر پاکستانی طالبانو یا TTP سره په سوله نه شی حل کیدای بلکه په افغانستان کی سوله یوه جامع نړیوال او سیمه ایز حل ته ضرورت لری . نوځکه خو پاکستان پوځ د فیض حمید د هغه هیواد د پوځی استخباراتو(ISI) د عمومی رئیس په ګډون د لومړی وزیر دا دسولی پلان ور شنډ کړ.د چارو شنونکی وایی له هغه ځایه چی د پاکستان د بنسټ ایښودلو له لومړی ورځی په پاکستان کی ټول ملکی حکومتونه د پاکستانی پوځ ترسیوری لاندی ټاکل کیږی.اوترټولوسترعلت یی دادی چی د پاکستان بنسټ پرپوځی اوامنیتی دکتورین ایښودل شوی دی چی پوځ یی ځان ترټولو کلک مدافع شمیری چی په دی ورستیو کی د تحریک انصاف ترنامه لاندی د عمران خان په مشری حکومت هم دهمدغه پروژی یوه برخه ده .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا