گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دکرکټ اتلانو ته دکوړکوړاخان یاجنرال مبین اخطاراوپښیمانی!
دکرکټ اتلانو ته دکوړکوړاخان یاجنرال مبین اخطاراوپښیمانی!

دکرکټ اتلانو ته دکوړکوړاخان یاجنرال مبین اخطاراوپښیمانی!

یاره خانیه دا کوړکوړا خان عٌرف جنرال مبین  چی ځان د اسلامی امارت امنیتی چارواکې بولی له هم هغه ورځی چی طالبان کابل ته راننوتی دی د کابل مظلوم ښاریان یی یرغمال کړی او د کوړ کوړا خان د ډرامی په څیر بدمعاشی کوی . هغه څنګه حماسیه ؟ داسی چی زموږ دجګړه ځپلی هیواد افغانستان د کرکټ لوبو اتلو باتورانو د په متحده عربی اماراتو کی د سکاتلند پروړاندی د کرکټ نړیواله  لوبه په اتلولې سره د افغانستان په ملی دری رنګه ( تور ، سور او زرغون ) بیرغونو سره وګټله او په نړیواله کچه یی د لوبو په ډګر کی لوړ مقام ترلاسه کړ نوکوړکوړا خان چی د جنرال مبین په نوم د تلیفون ګوشی را واخیسته او د کوم چا سره یی په تلفن کی ددغه لوبو اوپه عربی اماراتو کی د لوبه کونکو د افغانستان د کرکټ ټیم د زړورو او باتورو بچیانو په هکله داسی اوتی بوتی وویلی :

لوبه زموږ دسیاست برخه نه ده که دسیاست برخه یی ګرځوی دوی هرچیرته دری رنګه بیرغ ، دری رنګه بیرغ یادوی بیا والله که د کرکټ میدان ته زموږڅخه کوز شی .بیا دی ځی له هندوستان اودسکاتلنده رسمی لوبی دی کوی !! داچی موږ تعامل کوو کرکټیان دی هم ځان دسیاست برخه نه ګرځوی.کرکټ جوړکړی امارت ده ! دکرکټ تأسیس د امارت په وخت کی شوی ده اوس امارت دلوبو خلاف نه ده دلته دوی (دکرکټ ټیم ) باید اطاعت وکړی د کرکټ لوبغاړی باید دافغانستان له آدرس نه خبره وکړی دلته یو نظام ده دلته بیرغ ده دلته وزیران لرو …اوس چی دکرکټ ټیم بهر تللی دی دا دافغانستان کرکټ بورډ لیږلی دی . دا دغنی کرکټ بورډ نه دی لیږلی دوی دی دا فکر نه کوی چی انتخاب د رولا ګۍ په لاس کی ده . دوی چی د کابل نړیوال هوایی ډګر ته راځی زه بیا ګورم چی هغوی کوم رنګ بیرغ په لاس کی لری ؟ زه به ورته ولاړیمه دوی چی کله هم راځی د کابل هوائی ډګر ته نو زه بیا ګورم چی هغوی بیا کوم بیرغ آخلی ؟ بیا به هلته ددوی مینه زه وګورم ؟ هلته به زه ولاړ یم زما سره به سپین بیرغونه وی هر لوبغاړې به سپین بیرغ ښکولوی بیا به له طیاری را کښته کیږی دا خو څه ګپ نه ده ، موږ ټول کارونه په زور کړی دی!امریکا مو دخدای په نصرت داسلامی امارت د اتلانو غازیانو په سوکانو باندی ماته کړی ده .غنی مو له ارګه په زور په منډو کړی په رضأ مو نه ده کړی !دلته مو لنډه غر په زور مات کړی دی .

نوبیا که زورته شوه موږ ته یی ډیری لاری را معلومی دی .نو دبیرغ مسأله یوه طرف ته کړۍ دا بیرغ پریږدې په دی نه غږیږو! افغانان دی دومره کم ظرفه کیږی نه چی د ISI د جاسوس محسن داوړاو د علی وزیراویا د PTM دځینوخلکو په کوم پوست باندی خپل هیواد ننګوی چی ګنی داسی نه بلکی داسی!موږ چی څه وایوهغه به راسره منې دلته نظام پارلمانی نه ده موږدچا په رأیه باندی نه یوراغلی ، موږ انتخابات نه دی کړی چی ستاسورأیو ته احترام وشی!موږهرڅه دسوکانودڅپیړوپرزورباندی کړی دی !!! دغه بیرغ کوم حیثیت لری؟له دغه بیرغ څخه ډمانواوسندرغاړوکالی جوړکړی ؤپه مجلسونوکی به دامریکایانو په مخ کی ګډیدل!!دغه بیرغ دومره هم مه یادوی چی موږقاطع اقدام وکړو .!او قاطع اقدام دلته جمهوریت نه ده وروره دلته اسلامی امارت ده ..!!! که څه هم د نا پیژاندی کوړ کوړا خان عرف جنرال مبین د دی څرګندونو او اوتو بوتو په باب د حقانی شبکی د مشر خلیفه صاحب سراج الدین حقانی ویاند سعید خوستی چی ځان یی د ټوپک پرزورځان د افغانستان او افغان اولس ترټولو لوی امنیتی ارګان د کورنیوچارو وزارت ته رسولی وویل چی: د مبین صاحب نظرداسلامی امارت نمائنده ګی نه شی کولای اونه هم دهغه نظر دملت نظردی دده نظر دهغه خپل شخصی نظردی هغه تراوسه پوری کومه رسمی دنده نلری .که څه هم کوړکوړا خان عرف جنرال مبین نه پوهیده په داسی حال کی چی د طالبانوټول چارواکی هڅه کوی چی دهیواد حالاتوته په کتوچی افغان اولس دآزموینی دسختو شیبوسره مخامخ دی نو ناڅاپه د تلویزیون پرهنداره راڅرګند شواود خبریال ددی پوښتنی په ځواب کی چی تری ویی پوښتل : ستاسو له خولی د ملی بیرغ او کرکټ د ټیم په اړه ځینی خبری ستاسود غږ په نوم نشرشوی دی تاسو څه وایاست ؟ کوړ کوړا خان عرف جنرال مبین چی داځل یی په داسی حال کی چی دتلویزیون پرمخ څیره ښکاریده وویل :

غږ خوزما دی چی له یوچاسره می په شخصی کی داسی خبری کړی وی ناځوانی یی کړی ده که هرڅه نامردی یی بولی له دی یی ویدیو جوړه کړی خپل د یوټیوب د چینل لپاره ! دملی بیرغ په رابطه باندی پریکړه زموږ نه ده ، دا دحکومت ده دادراتلونکی اولس پریکړه ده . مجاهد صاحب هم دا خبره بار بار کړی ده . زما دخولی خبری دا په شخصی کی شوی دی . خو داچی په رسنیو کی دافغانستان دکرکټ په رابطه ځینی کوم الفاظ ما کارولی دی نباید چی په دی توګه شوی وی . دکرکټ لوبغاړی زموږ اتلان دی ، زموږ هیوادوال دی قدر یی باید وکړو چی راځی هرکلی ته یی ورشو ، روحیه ورکړو ، راتلونکی میچ چی دجمعی په ورځ باندی د پاکستان هیواد سره ده ټول ملت دی ورته دعا وکړی چی بریا زموږ شی ترڅو دتاریخ یونوی باب په کرکټ کی خلاص کړو . امید می داده او پیشګوئی می داده چی بریا به د پاکستان کرکټ ټیم په وړاندی د افغانانو وی انشأالله العزیز .. کتونکی واېی چی د ښونی او روزنی په ګډون د ورزش او لوبو په وړاندی د اسلام دمقدس دین ټاکونکۍ دریځ  سره سره هغه د کوړ کوړا خان چی  د جنرال مبین په مستعارنوم له ډیره وخت وروسته په مجازی فضأ کی امر اونهی کوی د زیاتره طالبانو د اصلی دریځ څرګندونه کوی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا