گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دپردیوشـــړل اودخپلـــورټل!
دپردیوشـــړل اودخپلـــورټل!

دپردیوشـــړل اودخپلـــورټل!

افغانستان د مرکزی او جنوبی آسیا په څلورلارې کې پروت یو غرنی  هیواد دی.  په ټولیزه توګه حساس، جنګی، دښمنی پالونکی او احساساتی خلک لری. د افغانستان په تاریخ کې د موریا له امپراتوری نیولی تر مخدونی  امپراتوری، د چنګیز خان له امپراتوری تر تیموری امپراتوری ، مغل امپراتوری، د فارس مختلف امپراتوری، د سک امپراتوری، د بریتانیا امپراتوری ، شوروی اتحاد، او پدې وروستیو کې د شمالی اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) چې  امریکا یې مشرى کوله او د همدغه تړون د پنځمې مادې پراساس چې وایی؛” په یوه غړی هېواد باندی برید په ټولو باندی برید ګڼل کېږی” پربنسټ د نیویارک ښار په نړیوال سوداګریز مرکز باندی له برید وروسته په افغانستان باندې یرغل وکړ.  پورتنی یاد شوی ټول یرغلګر زموږ هیواد ته له درنو زیانونو او تلفاتو وروسته ناکام شوی، شړل شوی، زیانونه یې هم ګاللی دی او تښتېدلی دی.د یوه دولت په توګه افغانستان  په ۱۸۲۳ کې د ملی اتل احمدشاه ابدالی په نوښت د افغانستان امارت په توګه رامنځته شو ،  د احمد شاه ابدالی امپراتوری د عصری افغانستان بنسټ ایښودونکی دولت ګڼل کیده.  د ځمکنئ جغرافیې په  ثبت شوی تاریخ کې اوسنى  افغانستان پنځه سوه کاله قبل المیلاد کې موندل کیدی شی.د ځمکې دغه ټوټه چې افغانستان یادیږی د هند لویې وچې ته د دروازې په توګه کار کوی، د ورېښمو په هغه پخوانۍ لاره باندې پروت دى، چې له مدیترانې څخه به  چین ته ورباندې سوداګریز توکی  لیږدول کیدل.د تاریخونو له ثبت څخه معلومیږی چې د ډیری سوداګریزو  او د مهاجرتونو په لاره کې پروت افغانستان ممکن د “منځنۍ آسیا د ګرداب” په نوم  هم وپېژندل شی ځکه چې  له مینځنی ختیځ څخه  د هندوکش له لارې تیریږی او هر تیری کونکی ته خطرناک ثابت شوى دى.په لمړی سر کې میرویس خان هوتک او ورپسې د احمدشاه درانی لخوا افغان قومونه؛ پښتون تاجک، هزاره، اوزبک ترکمن، ایماق، پشه یی، بلوچان، پامیریان او نورستانیان متحد کړل او د معاصر افغانستان امپراتوری بنسټ یې کیښود. واقعاً موږ ډیرو بخت ازمویونکو یرغلګرو امپراتوریو ته ماته ورکړې ده، خو موږ هم ځپل شوی او د پولئ ټک ته یې کېنولی یو. پخوانیو پېړیو کې به په عسکری یرغلونو د هیوادونو نیول او د هغوى په سرچینو باندې خیټه اچول د استعمار تحقق ګڼل کېده، خو اوس اقتصادی تاکتیکونو د عسکری یرغلونو ځاى نیولى دى. اوس لویدیزوالو نړیوال بانک، IMF پاریس کلب او د پورونو ورکولو نورو بنسټونو نوى ډول استعمار او استثمار رامنځته کړى دى.موږ عموماً احساساتی ولس یو. د زده کړو کچه مو ټیټه ده. هرڅه ته په بادى النظر ګورو. ژورلید او لرلید نلرو. د څیړنو او ګروېږنو کلتور په موږ کې دود نه دى. که د تیرو څو لسیزو حکومتی او دولتی کړنو ته سرسری سر ورښکاره کړو نو متأسفانه وینو په دغه موده کې کوم فعال څیړنیز مرکز اداره او د پرونیو ناکامیو په تړاو حتى کوم څیړنیز ورکشاپ یا سیمینار هم نه دى جوړ شړى. که احیاناً کومه بیلګه وی، نو هغه به د حاکمې ډلې لخوا خپلو کړنو ته د مصنوعی مشروعیت ورکولو لپاره ترتیب شوى وی.د پردیو یرغلګرو ماتول زموږ د شهامت نښه ده، خو له هېواد څخه تېښته کول چې اخری بېلګه یې د طالبانو له راتلو وروسته د کابل د هوایی ډګر وضعیت دى، یقیناً له دغه هېواد سره زموږ ژمنتیا نفى کوی.

بله دا چې موږ باید کله هم هیر نکړو چې خپلمنځی جګړو مو شهامت څه چې خپلواکی هم قسماً سلب شوې ده.موږ په تیرو څلورو لسیزو کې دوه ځله د بهرنی یرغل ښکار شوی یو دواړه ځله مو اشغالګر مجبور کړل چې زموږ هېواد پریږدی، خو بیا هم  خپلواک شوی نه یو. دښمن مات شوى نه دى، بلکې موخو ته د رسیدو تاکتیک ته یې بدلون ورکړى دى او موږ بیا هم له دغه هېواد څخه د تېښتې تکل کړى دى. د شوروی ځواکونو د یرغل په پایله کې د شوروی اتحاد ماتیدو کې موږ نقش درلود خو کریډیټ بیا هم امریکا واخیست چې سړه جګړه یې وګټله او مالی امتیاز پاکستان واخیست چې له امریکا سره یې د دښمن په ماتولو کې مرسته وکړه.موږ لاهم فکر کوو چې په سپیڅلو نومونو جګړه کول اتلولی ده  او جګړه کونکی اتلان دی خو واقعیت داسې نه دى. کورنۍ جګړه د خپل ځان د دفاع لپاره مشروعیت ترلاسه کولاى او مجبوریت کیداى شی خو کله هم سپیڅلی نه ده. د پخوانی تصور پرخلاف د انسانانو وژل په اوسنی عصر کې د تمدن او تهذیب ارزښتونو ته ژمنتیا نفى کوی او ددغه جنایت مرتکبین په نړیواله ټولنه کې منفور ګرزی.د امریکا او ناتو له ځواک سره جګړه کول او د طالبانو په شان موخو ته د رسیدو لپاره سترې قربانی ورکول، بندخونې او تعذیبونه ګالل د عادی خلکو د وس خبره نه ده، بیلګی یې هم خورا کمې لیدل کېږی او بریالی هم شول خو څه چل وشو، څه پېښ شول، کومه ستونځه پیدا شوه، هغه کوم لاملونه دی چې طالبان په مدیریت، نظم، د ادارو په پرانستلو، له ولس او نړئ سره د اړیکو په جوړولو کې د پاتې راتللو او د خپل حکومت لپاره د کورنی او نړیوال مشروعیت په ترلاسه کولو کې پاتې راغلل؟ډیرى دولتی ادارې ولې بندې پرتې دی؟ ولس ولې اندېښنې لرې؟ د ګډوډیو بى نظمیو او په ځینو مواردو کې له انتقامی کړنو سره سره په مجموع کې طالبانو د مخالفینو په بښنه باندې عمل کړى دى خو امریکا ولې د اته دیرش ملیونه افغانانو د غربت، زده کړو او بیکاری د غم خوړولو پرځاى د افغانستان خپله پانګه کنګل کړې ده خو د دوه لکه شااوخوا افغانانو ایستل له طالبانو سره د اړیکو د جوړولو لپاره شرط ګڼی؟ اخر امریکا ته دغه دوه لکه افغانان ولې د اته دیرش ملیونه افغانانو په پرتله زیات ارزښت لری؟دا ټولې هغه پوښتنې دی چې که په ځواب کولو کې که پردی ګرم ګڼلاى شو، نو تېر حکومت او طالبان هم برائت نشی ترلاسه کولاى. غنی او ټیم یې د سیاسی او امنیتی وضعیت په ارزونه د جګړې په ډګر کې د خپلو نیمګړتیاو په برخه کې مطلقاً غلطی محاسبې وړاندی کولې او یا یې هم عمدا د نظام نسکورېدل بهتر ګڼل. طالبانو هم ونشو کړاى،  بین الافغانی تفاهم ته د رسیدو، د نظام د ساتلو، د واک د نه انحصار کولو او پراخ بنسټه حکومت په جوړولو هغه ژمنې عملی کړی چې له ولس او نړیوالې ټولنې سره یې کړې وې.لنډه دا چې موږ د جګړې د ډګر هره معرکه ګټلې ده او د امریکا په شمول هر اشغالګر مو شړلى دى، خو د سیاست، مدیریت، د واک په عادلانه ویش، ستونځو ته د حل لارو پیدا کولو او د نړیوالو رقابتونو ترمنځ د یوې متوازنې، انډولیزې او ناپېیلې لارې په موندلو کې هروخت پاتې راغلی یو. متاسفانه چې په خپلو نیمګړتیاو په تړاو اعتراف نکوو، څیړنه هم نکوو او د خپلو ګناهونو پړه په نورو باندې اچول زموږ د سیاست برخه ګرزیدلې ده.اوس هم موږ د هدف ځاى ته له ډیرو تکلیفونو وروسته له رسیدو سره سره هدف ترلاسه نشو کړاى. د جګړو په ډګر کې زموږ لخوا مات شوی  زبرځواکونه لاهم  د نړۍ په مسایلو کې رول لری، په نړۍ باندی حکومت کوی خو موږ د خپلمنځی اختلافاتو او جګړو له امله د ماتو شویو اشغالګرو لخوا، له یوې ګولې ډوډۍ نیولې تر سوداګریزو اړیکو  قائمولو، د رسمیت پیژندلو، خوراکی توکو، د سون توکو او درملو  مرستو ته اړ یو. په دغه صورت حال کې موږ څنګه خپل هېواد ته ازاد او خپلواک ویلاى شو.

زما مخاطب یوازې د اسلامی امارت چارواکی نه دی، بلکې له ما نیولې بیا تر ما پورې ټول افغانان دی . راځئ لږ له احساساتو رابهر  او د هوا له نیلی را ښکته شو. راځئ لږ ژور فکر وکړو تر څو وپوهېږو چې تیر ناکام حکومت ولې ونکړاى شو چې له طالب سره سوله وکړی، طالب ولې له حکومت سره سوله ونکړاى شوه، تیر حکومت ولې د خپلو امنیتی ادارو د چټک سقوط اټکل او مخنیوى ونشو کړاى، د اسلامی امارت چارواکو ولې د ولسمشر غنى حکومت ته له سقوط ورکولو وړاندې د حکومت او نظام په جوړولو کې د خپل اړخ د اړین ظرفیت د نشتون په تړاو فکر ونکړ، افغانستان د چا په هدیرو بدل شو، پردیو مرستو ته څوک اړ شول، وینه د چا توى شوه، د یتیمانو لښکرونه چاته پاتې شول،  کونډې د کوم هېواد هویت لری،هیواد دچا وران او ویجاړشو، ګټه چا ترلاسه کړه، مات څوک شول اویوه ګوله ډوډۍ پیدا کولوته څوک حیران ناست دی؟

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا