گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » یوبـاتـــورمــــلـت نـــه غـرقـــېـږی او یومـضــبـوط هېـواد نه نـړېږی!
یوبـاتـــورمــــلـت نـــه غـرقـــېـږی    او یومـضــبـوط هېـواد نه نـړېږی!

یوبـاتـــورمــــلـت نـــه غـرقـــېـږی او یومـضــبـوط هېـواد نه نـړېږی!

که موږ وېشلى او پاشلى ملت ولرو،  مشران کله راته له ختیځ کله له لویدیځ او کله هم له ګاونډ څخه راشغول کېږی، په موږ باندې حکومت کوی او د جیبونو له ډکولو وروسته یا هم له خطر سره د مخامخ کېدو په مهال پښې سپکوی او که هېواد مو د ملوک الطوایفی په شان د زورواکو او جنګسالارانو په ولقه کې وی، نو بیا خو دغه ملت ته د باتور خطاب کول او دغه هېواد مضبوط ګڼل دروغ خبره ده.البته که یو ځل ومنو چې دغه ملت باتور دى او دغه هېواد مضبوط دى، نو بیا د دغه باتور ملت د غرقېدو او د دغه مضبوط هېواد د نړېدو خبره افسانه ده، وهم دى، خیال دى، خوب دى او سراب دى.

ځینې استخباراتی کړئ هسې د ولس ذهنیت خرابوی، د دښمن په ژرنده باندې اوبه ورخوشې کوی او وارخطایی خپروی.زه منم چې ستونځې شتون لرى، د ناورین څرک لګیږی ولس اندېښنو کې ډوب دى او شونې ده چې موږ او هېواد مو له ننګونو سره مخ شو، د پیاوړی ملت شجاعت همت او متانت له همدغه شان ننګونو او ګواښونو له ګرداب څخه په بریالى توګه له راوتلو وروسته تحقق مومی. که موږ د اوسنیو ننګونو مقابلې ته تیارى نلرو نو بیا باتور ملت نه یو.یاد ولرئ چې په خپله د هېواد پریښودل او د تبلیغاتو په ډګر کې د هېواد مېشتو پرګنو ذهنیتونه خرابول، د خلکو وارخطا کول، وېره خپرول او د هیجانیت فضا ایجادول، د توپان د راتلو اوازې ګډول نه د شهامت نښه ده، نه ګټه لری او نه هم د کوم رنځ درملنه کوی.راځئ خپل ولس د ستونځو ختمولو ته  وهڅوو، له فردی سمون څخه پیل وکړو تر ټولنې پورې ځان ورسوو او د ټولنې سمون د هیواد د ژغورلو ضمانت ورکوی. هیڅ پردى زموږ د دردونو درملنه نه کوی. دلته ډیر راغلل، خرابی یې وکړې، ژمنې یې وکړې، خلک یې ووژل، ستراتیژیک تړونونه یې لاسلیک کړل، خو کله چې دلته نور پاتې کېدل د هغوى ملی ګټو سره سمون نه خوړ، نو ټولې ژمنې یې شاته پریښودې،  ټول تړونونه یې مات کړل او ووتل. مګر دا موږ یو چې چا په ګاونډیانو پورې د هیلو غوټې تړلې، چا شرق ته ځولئ غوړولې وه او چا په غربی نړۍ کې سترګې خښې کړې وې او د نجات پریښتې یې ګڼلې.دا سمه ده چې موږ د اقتصادی رکود په دروازه کې ولاړ یو، ولس مو اندېښنې لری، کار نشته روزګار نشته دولتی مامورینو ته معاشات نه ورکول کېږی  انتقامی واقعات شتون لری، د چارواکو کورنی اختلافات  هیواد ته زیانونه راوړی، په حاکمه ډله کې له ننګونو سره د مقابلې کولو لپاره نه پلان شته او نه پیاوړى عزم. د چارواکو د سیاسی بصیرت او اړین ظرفیت په برخو کې د نیمګړتیاو له امله رقیبان ګټه پورته کوی او هېواد مو منزوی شوى دى، خو ایا د توپان د راتلو هلاکت کندې ته د غورځیدو چیغې وهل به کومه بلا په مخ ووهی او د کوم رنځ درملنه به وکړی؟د وارخطایی خپرولو پرځاى په ولس کې له حالاتو سره د مقابلې وړتیا پیدا کولو تلقین به او له ناخوالو سره مخ کیدو هنر زده زړه کول او په چارواکو باندې د سیاسی فشار راوړل ښه بدیل دى. چارواکو ته د بدرد سپکو سپورو ویلو پر ځاى د درنښت او اخلاقی کوډونو په چوکاټ کې نقد او هڅونه ښه تګلاره ده.زموږ بد بدنصیبی ده چې نه مو په جمهوریت او نه په امارت کې ښه ورځ ولیده. په جمهوری سیاسی سیسټم کې حاکمه ډله له بهر څخه نه راشغول کیږی او نه هم توپکواکی د جمهوری نظام برخه ده، په جمهوریت کې زورواکی، د وزارتونو ریاستونو سفارتونو او ولایتونو ویش اصلی موخه نه وی،

خو زموږ په جمهوریت کې دغو ټولو ناخوالو شتون درلوده. جمهوریت کې خلک باید د قانون سره سم ملی ، ټولنیز ، اقتصادی او کلتوری چارې اداره کړی ، د ټولنې بیلابیل سکتورونه باید په ملی سیاسی چارو کې مؤثره برخه واخلی ، او د دولت پریکړې باید منطقی، د هیواد او ولس په ګټو باندی متمرکزې وی، خو بدنصیبه خلکو جمهوریت هم د فساد غصب او واک ترمنځ وېشل شوى وو.ولسواکی یا جمهوریت زینتی توکی نه دی چې د سینګار لپاره وکارول شی  جمهوریت باید د هغو ستونځو د حل لپاره وکارول شی چې خلک یې حل کول غواړی. که د ولس په رأیه باندی معامله کیږی، په امتیازاتو باندی وېش ګډېږی، نو بیا ولسواکی او جمهوریت له منځه ځی  او سوچه دوکانداری یې ځاى نیسی.په یوه هېواد کې د ولسواکی شتون  یا نشتون پدې پورې اړه لری چې ایا خلک یې واقعاً د هیواد مالکین دی؟ ایا د خپل د راتلونکی په اړه پریکړې ولس کوی، که د پردیو لخوا تپل شوی هرڅه کوی او د خطر سره د مخامخ کېدو په مهال غورځی؟که خلک یوازې د رایې ورکولو لپاره کارول کېږی او بیا د خلکو په رأیو باندی سودا کیږی، که دوی ته د کمپاین پرمهال وعدې ورکول کېږی مګر له ټاکنو وروسته د ولس هیڅ ډول غږ نه اوریدل کیږی ، که د ولس په ووټونو باندی سودا کیږی، د یوه کور افراد ګڼ امتیازات اخلی خو ولس محروم وی، بیا نه جمهوریت شتون لری نه هم ولسواکی.په هرحال ویښ قومونه پرزی خو پرېوتی نه پاتې کېږی ،ژوند د لوړو ژورو زحمتونو او هوساینې خوښیو او ماتمونو کږلیچونو او کنډوونو مجموعه ده. ژوندی بلا په مخ وهی مخکې ځی، شاته د تلو او په نیمه لارکې د پاتې کېدو فکر هم نه کوی. که باتور ملت اومضبوط هېواد لرونود خپل همت شجاعت او پیاوړې ارادې په مرسته به د ننګونو په وړاندی دریدو ته ملاتړواود شته ګواښونو د مقابلې لپاره یو بل ته لاس ورکولو ملی یووالی مضبوطولو اود نفاق ختمولو لپاره به مبارزه کوو. بس همدغه زموږ د نجات لاره اوهمدغه تګلاره مو د بریا ضمانت راکوی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا