گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوستوال اودجغلوزیودسوداګرۍ لپــاره دهوائی دهلیزونوغوښتنه !
خوستوال اودجغلوزیودسوداګرۍ   لپــاره دهوائی دهلیزونوغوښتنه !

خوستوال اودجغلوزیودسوداګرۍ لپــاره دهوائی دهلیزونوغوښتنه !

دنواندیشی یادونه : لکه څنګه چی خبر یاست طالبانو دسلام د مقدس دین څخه په ګټه دیوی کرغیړنې معاملی په ترځ کی په داسی حال کی چی دژوند په ټولو ساحو او برخوکی یی په ځانګړی توګه  د سوداګرۍ او اقتصاد په هکله د یوه منظم او پیاوړی اقتصادی نظام چی پرعلم اوعدالت ولاړ وی نه یوازی د طالبانو اسلامی غورځنګ بلکه د افغانستان زیاتره پر اسلامی تفکر ولاړ غورځنګونه هم چی د خارجی استعمارپه وړاندیی ځلانده کارنامی په برخه شوی له دغه عظیم الشانه ارزښت څخه بی برخی  ؤ نو ځکه خو ددی سره سره چی استعمار یی له هیواده وشاړه خو  د حکومت جوړولو او سیاسی مدیریت په لاره کی چی د ملت او هیواد له برخ لیک سره  تړلی مسأله ده له سختی ناکامۍ سره مخامخ شول .کتونکی او پوهان دغه ستونزه له اسلام څخه په تاریخی او غیرعقلانی (اجتهادی ) بنسټ برداشت اوپه افغانی ټولنه کی  ددغه هاند او برداشت  په خونړی توګه په عملی کولو کی نغښتې بولی  دا په داسی حال کی ده چی په اوسنې پرمختللی نړی کی انسان تل په ټولنیز اوفزیکی تکامل محکوم دی او حکومتونه چی دملتونو برخ لیک ته دبدلون دنده ورپه غاړه ده ترهرڅه وړاندی باید د ژوند په ټولو برخو کی د فلسفی او علمی

 نړی لید پربنسټ د ځانګړی دکتورین خاوند وی . نوځکه خو په اقتصادی ،  سیاسی او فرهنګی حوزواو برخو کی مذهبی بنسټ پاله غورځنګونه هم کټ مټ د نوروبنسټ پاله کیڼو جنبشونو او حرکتونو په څیر له سختی ماتی سره مخامخ شول او دادی د طالبانوغورځنګ یو ځل بیا د هم هغه ناکامه تجربی د بیا آزمایلو هوډ کړی دی .که دخلق دموکراتیک ګوند بړیڅو مارکسیسم او لنینیزم دیوه نړیوال تفکر په حیث په اروپا په ځانګړی توګه په شوروی اتحاد کی د یوی ناکامه تجربی په توګه غوښتل چی هم  هغه نسخه کټ مټ  د افغانی سنتی کلتور درلودونکی ټولنی ته را انتقال کړی نو مذهبی بنسټ پاله غورځنګونو هم هڅه کوله چی د شا وخوا څوارلس سوه کاله پخوانی تاریخی فقهی نسخه چی د جزیره العرب په ځانګړی جغرافیا کی عملی شوی وه کټ مټ د یوویشتمی پیړې افغانستان لپاره مناسبه ؤبولی. نوځکه خوویلای شوچی دغه دواړه کیڼ اومذهبی حرکتونه دیوی سِکی دوه مخه جوړوی .بل لورته پرآزاد بازارولاړاقتصای نظام هم په ورته بڼه په افغانی ټولنه کی دنړیوالی په ځانګړی توګه د لویدیځو هیوادونو څخه په کاریکاتوری کاپی کولو په مافیائی ډول دوه لسیزی زموږ په عنعنوی ټولنه او هیواد کی حکومت وکړ چی په خواشینې سره زموږ د میلیونی  ټولنی ټول معنوی اوملی ارزشونه او اقداریی له خاورو سره خاوری کړل او ترټولوجالبه داوه چی دغه مافیائی نظام ماشین زیاتره له هغو پرزوڅخه جوړشوی ؤ چی دهیواد په مبارزاتی تاریخ کی یی داستعمار په وړاندی  د مذهب پربنسټ دلویو تاریخی غورځنګونواونهضتونو د قیادت دعوی درلوده .چی دا ټول ددی سبب شول هغه اوسپنیز چترچی د څو لکوسرتیرو پراوږو ولاړ ؤ د لسو ورځو په ترځ کی را ونړیږی اوځواک د طالبانو په نوم جنګیالیو ته وسپارل شی ترڅویوځل بیا هم اولس له دغه عظیم الشانه هیولا یی مافیا له منګولو وژغورل

شی خو لاڅو ورځی نه وی تیری چی هم د هغه مافیائی هیولا وینه په نوی باډې کی په خوریدو شوه او ګام پرګام یی هم هغه کاریکاتوری سیستم د عملی کولو هوډ وکړاو په لومړی ځل یی له هیواده د هوائی کوریدور په وسیله چین ته د جلغوزیو د لیږلو لومړنې الوتکه ولیږدوله …دطالبانو د نوی حکومت له دغه نمائشی خبرونو او په وړاندی یی د افغانستان د مظلوم او جګړه ځپلی اولس هیلی او غوښتنی دا څرګندوی چی طالبان هم د یوه عادلانه اقتصادی نظام په نه شتون کی پر هم هغه بوټانو روان دی چی پخوا یی رسوائی او ماتی په څرګندو دلائیلوسره د خلکو په وړاندی جوته او څرګنده وه . خو ددی پرځای چی دوی واقیعتونو ته غاړه کیږدی او د افغانستان په تیر تاریخ کی د حکومتونو د ماتی او زوال دلاملونو پند او عبرت واخلی دادی بیاهم په نا غوښتل شوی ډول دهغوی ناکامه تجربې ګام پرګام آزمائی ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په خوست کی د جلغوزیو سوداګر د طالبانو له چارواکو غواړی چی دوی ته دی په قانونی لارو او نوری نړې ته د جلغوزیو دصادرولو زمینه برابره کړی . دوی زیاته وی د ځڼغوزیو دصادرو لو لپاره هوائی دهلیزونو ستونځی ددی لامل شوی چی د نورو کالونو په پرتله یی بیه سم نیماېی راټیټه شی . دځڼغوزیو یوه تن سوداګر نعیم خان له آزادۍ رادیو سره په خبرو کی د طالبانو له حکومت وغوښتل چی د سوداګرو لپاره دهوائی دهلیز د پرانیستلو په خاطر هڅی وکړی . چی په ۲۰۱۸ کال کی د لومړی ځل لپاره هواېی دهلیز پرانیستل شو نو په هغه وخت کی د ځڼغوزیو فی من دوه لکه اتیا زرو پوری یی هم خرڅ شول . داچی نظام سقوط وکړ اسلامی امارت قائیم شو ددوی د اقتصاد وزارت له چین سره ځانګړی رابطه تر اوسه نه ده نیولی هوائی دهلیز که څه هم یو ځل لپاره پرانیستل شو خو تراوسه یی داسی خاصه نتیجه نه ده راغلی . هیله کوم چی یوځل بیا دوی په دی مورد غور وکړی له تاجرانو سره د هواېی دهلیز په پرا نیستلو کی توجه وکړی . بل لورته طالب چارواکی واېی چی په افغانستان له دیارلسو تر څوارلسو ټنو ځڼغوزی تولید شوی خو دوی هڅه کوی چی د قاچاقو مخه یی ونیسی . دافغانستان د ځڼغوزیو د سرتاسری اتحادیی مرستیال نور ګل منګل له نړیوالو د هواېی دهلیز د پرانیستلو په برخه کی د مرستې غوښتنه وکړه . هغه وویل : موږ له نړیوالو دا غوښتنه کوو چی له موږ سره په هواېی دهلیز کی زموږ سره مرستی وکړی اوس که د غیر مستقیمو لارو ځی له دولت څخه مو دا غوښتنه ده چی دی ته هم توجه وکړی چی هم به د غریبو خلکو کار شوی وی او هم موږته مالیه دولت ته جوړه شوی وی هم به زموږ طیاره چلیدلی وی او هم به زموږ موټر چلیدلې وی . ….دسپیری اوسیدونکې شاه زار خان واېی : دافغانستان ډیره قیمتی میوه چی دا ځڼغوزی او بادام دی که چیری دولت زموږ سره همکاری وکړی زموږ تاجران به دوه چنده خپل هیواد ته سرمایی نوری هم را انتقال کړی . او خارجیان به هم خپلی پانګې  دغه هیواد  ته را انتقال کړی . خو زموږ ستونځه داده چی پیسی مو هلته ورکیږی نو موږ ته دی هواېی دهلیز په هغه شکل خلاص کړی . ترڅو زموږ دسوداګرو سرمایه هم محفوظ وی او موږ خارجی پانګه هم دلته له خارج څخه راؤغواړو چی په دی کی کار وکړی . دځڼغوزیو یوبل سوداګر افضل منګل وایی دلته په افغانستان کی خصوصی سکتور د ځڼغوزیوپه پروسس خصوصی سکتور ډیره پانګونه کړی چی باید دهغوی کارونه ونه دریږی . هغه وویل : موږ دخپل دولت څخه هیله کوو چی له چین سره خپل مشکل حل کړی او د ځڼغوزیو دبیرته پروسس زمینه په کابل کی برابره کړی .

بل لورته په خوست کی د طالبانو چارواکی د سوداګرو غوښتنی پر ځای بولی او واېی د حلولو په خاطر یی یوشمیر اقدامات ترلاس لاندی نیولی دی . دخوست دولایت مقام مطبوعاتی مسؤل محمد عکرمه وویل چی د ځڼغوزیود صادراتو په هکله له یوشمیر هیوادونو سره  اړیکی نیول شوی دوی هڅه کوی ګاونډیو هیوادونو ته هم په قانونی لارو صادر شی . دافغانستان دسوداګری او پاګونی دخونی د معلوماتو پر بنسټ په ۲۰۱۸ زیږیز کال کی دوه زره اویا  ټنه په دوزره نولسم زیږیز کال اوه لس سوه ټنه او په ۲۰۲۰ زیږیز کال کی ۵۵۰۰ ټنه چی په مجموع نه زره دوه سوه اویا ټنه ځلغوزی کیږی له افغانستان څخه چین ته صادر شوی دی .

له آزادی رادیو او تکړه لیکوال او خبریال محترم نجیب الله الوخیل څخه په مننه همدا شان د سولی پیغام رادیو څخه هم دزړه له کومی مننه کوو 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا