گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » نننۍ ننګونې او پرونۍ محاسبې!
نننۍ ننګونې او پرونۍ محاسبې!

نننۍ ننګونې او پرونۍ محاسبې!

امریکا د وضعیت له ارزونې وروسته له طالبانو سره د اړیکو جوړولو او هغوى ته د امتیازاتو ورکولو ته ملاوتړله. د لاسته راوړنو دیموکراسی ستراتیژیکو تړونونو او بشر دوستی په شمول ټول ارزښتونه یې شاته پریښودل او  د ځواکونو د ایستلو تړون یې لاسلیک کړل. ځواکونه یې وایستل خو لوبه لاهم دوام لری. د پرونیو واکمنانو په تندی یې په ترینګلی حالت کې د تېښتې له امله له ولس سره د جفا بدرنګه داغ جوړ کړ او نننی حاکمان یې د نظام په جوړولو کې د بې وسی له امله د ستونځو په داسې جال کې بند کړل چې اوس ورڅخه د وتلو لپاره لاره نشی موندلاى.ارګ  د سولی د اهمیت، د جګړې په ډګر کې د طالبانو د برلاسی او خپلو تشو ته یې له پام کولو پرته په احساساتی توګه د جنګ دانه واخیسته، د بسیج مردمی په نوم یې وسلوالې ملېشې  جوړې کړې، خو دا هر څه د شګو بند ثابت شول. د سقوط سلسله تر کابله راورسیده. ګډوډوی پیل شوه. ارګ ته د سقوط د ورځې په سهار   د پى پی ایس په یونیفارم کې څه افراد له بشپرو امنیتی پاسورډونو سره ننوتل. د ارګ د ځینو نازدانه ګانو له خبرو داسې معلومیږی چې د نظام د نسکورولو په موخه په کور د ننه جوړه شوې دسیسه وه. وخت او تاریخ به قضاوت وکړی چې ولسمشر غنی ددغې دسیسې په جریان کې قرار درلوده که نه، خو نوموړی په سختو شرایطو کې له ولس سره د ژمنو په خلاف هیواد پرېښود او د سقوط اخری مرحله همدلته بشپړه شوه.طالبان د دریو میاشتو له تېرېدو وروسته اوس لږ لږ پوهیږی چې جدی ستونځې یې په وړاندې پرتې دی.  اکثر ادارې بندې دی. طالبان نه د نظام په جوړولو کې بریا ترلاسه کړه، نه د اساسی قانون څرک لګیږی او نه هم له نړیوالې ټولنې سره د تفاهم نښې نښانې ښکاریږی.پوښتنه دا ده چې د تیر حکومت ټول د بریا شعارونه چیغې، لاپې او محاسبې  ولې دروغ ثابتې شوې؟ طالبانو د احساساتو په دلدل باندې له سپریدو وړاندې د خپلو سیاسی او مدیریتی نیمګړتیاو په تړاو ولې غلطه محاسبه کړې وه؟  پوښتنه هم ځکه کوم چې زموږ اوسنى ناورین د هغوى د غلطو محاسبو محصول دى.په تېرو تېروتنو غلطو محاسبو د پخوانیو چارواکو ملامتول زموږ حق دى. ولسونه یې په ناورین کې پریښودل او هغوى وتښتېدل، خو اوسنیو چارواکو ته دغه پیغام رسول  غواړو چې؛ وخت په تیزی سره ستاسو له لاسه وزی. له بد څخه بدتر هم راتلاى شی ،که په هېواد کې بشرى ناورین او اقتصادی فاجعه رامنځته کیږی زیان به یې ملت هېواد او تاسو وینئ. ستاسو دښمن مات نه دى بلکې د جګړو تاکتیک او بڼه یې بدله کړه. تاسو په وړو وړو مسایلو کې نښتی یاست. کار اهل کار ته سپارل د رب العزت حکم او د ملت حق دى. که ستاسو په لیکو کې چا د امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره جهاد کړى وی، نو بیا خو جهاد نفى کیږی. ملت او له ملی ملاتړ څخه برخمن مشران په اعتماد کې واخلئ ورسره مشوره وکړئ درسره شریک یې کړئ.متأسفانه له تاسو څخه وړاندې خلکو هم د واک د حرص غلطی وکړه، خو اوس نشته. تاسو د هغوى غلطیانې مه تکراروئ. دلته د امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره جګړه دود ګرزیدلى ده. دلته د بیکاری او د زده کړو د کچې د ټیټوالی له امله جګړه اسانه ده او د پردیو زامنو په قربانی کولو پرمخ بیول کیږی، خو سوله د واک د قربانی غوښتلو له امله ګرانه ده.که هدف د کابل نیول، ارګ ننوتل، زرهی موټر ترلاسه کول، د پخوانیو چارواکو ښایسته کورونو ته ننوتل، کروزینګ او هاى لکس موټرونه، M4 او M16 توپکونه، وزارتونه، ولایتونه، ریاستونه او معینیتونه ترلاسه کول ستاسو بنسټیزې موخې وی، نو  دا هر څه ترلاسه شو، خو که اسلامی نظام جوړول، د ولسی هیلو تحقق، کار اهل کار ته سپارل،  ملت له ځان سره ملګرى کول او د هیواد په وړاندی د ننګونو او توپانونو مخنیوى مو موخه وی او غواړئ حکومت مو د خلکو په زړونو کې ځاى ولری، نو منزل ته له رسیدو وړاندی لاهم ډیر اوږده مزلونه پاتې دی.امریکا د جګړې په ډګر کې له ماتې  وروسته په (B) پلان باندی کار پیل او اوس یې داسې بریالۍ جګړه پیل کړه چې هغوى ته هیڅ ډول زیانونه نه اوړی. پخوانى واکمنان یې د امو له سیند څخه بې اودسه پورې ایستل او طالبان یې د سریښو په داسې ډنډ کې  ونښلول چې نه شاته تلل ورته شونتیا لری او نه مخته د تللو وړتیا لری.تېر په هېر، د وخت حساسیتونه، له نړیوالو سره د اړیکو نزاکتونه د خپل ولس مجبوریتونه او د تاریخ بې رحمه قضاوتونه درک کړئ. له بشپړ باور سره وایم چې تاسو په یو اړخیز ډول حکومت نشى کولاى، د بالفعل او بالقوه ننګونو مقابله نشئ کولاى. د ملت په زخمونو باندې پټۍ کیږدئ د ناورینونو مخه ونیسئ، د توپک په شپیلۍ د حکومت کولو فکر له ذهنه وباسئ ، د ولس په زړونو باندی د حکومت کولو هنر خپل کړئ او مټکور چارواکی مو پوه کړئ چې له پاروونکو څرګندونو څخه ډډه وکړی.د تېر حکومت نسکورېدل ستره غلطی وه، خو اوس به په تیرو غلطیو پسې نه ګرزو. موږ قطعاً نه غواړو د تېر حکومت په شان د اسلامی امارت د نسکوریدو شاهدان واوسو. موږ نه غواړو یوځل بیا  د تراژیدی تکرار تجربه کړو. حکومت مو د ژمنو سره سم واقعاً افغان شموله او پراخ بنسټه کړئ! اوسنۍ کورنۍ او بهرنۍ تګلارې مو ابهامات لری. په اقتصادی، ټولنیزو، سیاسی، کلتوری برخو او بهرنیو اړیکو کې د سمون لپاره اقدامات وکړئ. کار واقعاً اهل کار ته وسپارئ.له نېکه مرغه افغانستان لاهم د نړیوالو د توجه په محراق کې شتون لری. همدغه فرصت وکاروئ! د اسلامی احکامو په رڼا کې د ښځو د زده کړو او کار کولو په برخه رغنده نوښتونه وکړئ.  د دغه کار لپاره هیڅ ډول موانع شتون نه لری.د ښځو د زده کړو او کار په برخه کې زړور ګامونه واخلئ. کلتوری او ټولنیز شرائط توپیر لری. په ځینو شرایطو او ځینو سیمو کې بې سرپرسته ښځه مطلقاً د خپلو بچیانو د ژوند د اړتیا پوره کولو لپاره باید حتماً په مصئون چاپیریال کې کار وکړی.  په جزوی او فرعی مسایلو پسې مه ګرزئ، د ستونځو ریښو ته متوجه شئ. اصلاحات راوړئ او په دغه لار کې ستونځې له نړیوالو سره شریکې کړئ.په نظام کې د ولس رول مطلقاً سلبول، د هېواد په هکله سترو او سختو پریکړو کې ولس ته د شراکت حق نه ورکول د ښې حکومتولۍ تصور له منځه وړی. وړاندیز مو داده چې د ځینو ادارو مشرتوب له ځانه سره وساتئ. نور هر څه مسلکی پاکو افرادو ته وسپارئ او کلک څار ورباندې وکړئ.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا