گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » لاپــــې د زمـــرو وهــــو خــوګــیــدړانو پسې را خیسـتې یـو!
لاپــــې د زمـــرو وهــــو خــوګــیــدړانو پسې را خیسـتې یـو!

لاپــــې د زمـــرو وهــــو خــوګــیــدړانو پسې را خیسـتې یـو!

متأسفانه موږ په یویشتمه پیړئ کې هم د ورور وژلو سیاست کوو ،د یو بل د سر وهل ویاړ ګڼو، د واک د حرص په تنور کې سوځو ،ارګ ته د تلو لپاره د وژل وروڼو په ککریو باندی تیریږو، کله چې ارګ ته را ورسېږو نو د سولې مجنونان شو، خو کله چې له ارګ څخه وایستل شو، نو جګړه مجبوریت مکلفیت او مسئولیت ګڼو. د هیواد خاورې اسلام او ملت د حقونو د مدافع په نوم ځانونه واک ته رسوو، په ارګ باندې د حاکمیت په مهال ملی شتمنى لوټوو خو د خطر په مهال له هېواد څخه بهر تښتو، په پردیو هیوادونو کې د ذلت ژوند تیروو او له هیواد څخه د تېښتې په موخه د پردیو الوتکو په ټایرونو پسې هم ځان نښلوو. پردی راته دوستان خو خپل راته ترهګر او د اشغال پاتې شونی ښکاریږی.له تیرو څو لسیزو راپدیخوا د غمونو ماتمونو، ناورینونو په سمندر کې پروت هیواد،  توپانی هوا د خپلو او پردیو وحشتونو او بر بریتونو ته پروت ملت د مرګ او ژوند ترمنځ لوبه کې د خپل قسمت د پریکړې شېبې حسابوی. نه پوهېږی چې ژوندى پاتې کېږی که په ټولنیز مرګ باندی مرى.خبرې د شرق او غرب د ماتولو کوو. ځانونه د دنیا فاتحین ګڼو، خو د پرمختګونو په منډه کې له دنیا والو سره د سیالی نه یو. د نړیوال خیرات لپاره د مستحقو ملتونو په سر کې قرار لرو. اوس خو به منئ چې په جګړه مات شوی ولسونه د سیاست په ډګر کې بیرته راپورته کیږی، خو موږ د سیاست په ډګر کې مات شوی یو او د راپورته کېدو څرک مو نه لګیږی. هر نوى حاکم پخوانی هرڅه نړوی خو د متبادل جوړولو چل نه ورځی، باټې د زمرو وهو ګیدړانو پسې اخیستې یو.بخت مو دلته ویده دى چې حاکمان مو موږ  نه دی روزلی، بلکې د جګړو په ډګر کې راټوکېدلی دی. موږ په خپلو سرونو باندی له کینولو وړاندی ازمویلی هم نه دی او نه هم د ولس استازی  دی او یا هم د پردیو په نوښتونو او لګښتونو راته روزل شوی، جوړ شوی، ازمویل شوی  او موږ ته  را شغول شوی دی. همدغه ستونځه ددې لامل شوې ده چې مشران مو یوازې د واک په موخه راسره ملتیا کوی. د ملتیا په مهال هم د تعصباتو په ویروس ککړ وی، د پردیو ګټو د ساتلو په رنځ اخته وی، د ناپوهی بلا وهلی وی، د فساد په غضب اخته وی، له راتلو سره سم د پردیو ګټو لپاره کار کوی، پردئ تیوری راوړی او زموږ په ټولنه یې تپى،  په سخته ورځ کې له خپل هېواد څخه تښتی. دغو مواصفاتو په درلودلو سره سره بیا دا موږ یو چې هغوى مشران ګڼو او په اوږو باندی یې کینوو.که  همدغه شان وېشلی او پاشلی یو، نو په زغرده وایم چې نه مو انګریز په ګونډو کړى دى، نه مو شوروی په څو ټوټو ویشلى دى، نه مو ناتو ته سبق ور ښودلى دى نه مو امریکا په سیند کې لاهو کړې ده، نه اتلان نه باتوران یو، نه فاتح او نه تندر ځواک یو، نه بدریان او نه هم شاهینان یو. سیلاب راوړی خس او خاشاک یو،  نه وزن لرو نه قیمت، نه نوم لرو نه نشان، نه ادرس لرو نه نښه، یوازې د پردیو لخوا د نیابتی جګړو  په تنور کې سوځیږو او ایرې مو باد په هوا کوی، نور نو د هیڅ نه یو. زموږ په ټولنه کې د مشرتابه بالقوه استعدادونه شتون لری، خو جوړول یې اوږده پروسه غواړی.  جوړول یې د وخت او شرایطو په لابراتوارونو که ازموینې غواړی، تراشل غواړی، پریس کول غواړی، ګرمول غواړی او تر شا یې د ملت دریدل اړین دی.شک نشته چې موږ قانع ملت لرو. له مشرانو څخه لوړې او ناروا غوښتنې نلری، خو ویښ ملت نلرو. د ویښ قیادت ترشا  د ویښ قوم شتون ته اړتیا ده.   موږ متأسفانه ویښ ملت نه یو. احساساتی جزباتی ولس یو، چا د سوسیالیزم په جعلی باغونو غلط کړو چا د اسلام په بیرغ او شعار وغولولو چا د دیموکراسی په سندرو ګنګا ته ورسولو او چا هم په دروغجنو ژمنو او پلاستیکی وعدو ګنګس کړی یو. د واک په سر له وروڼو سره د اختلاف له امله  نورو هېوادونو ته تښتو، له وطن څخه د تېښتې په هڅو کې د امریکا د الوتکو په ټایرونو پسې نښلو.  د خپلو کورنیو ستونځو د حل لپاره پردیو ته لمن غوړوو.که د واک په سر د خپلمنځی جګړو په هکله ذهنیت بدل نکړو، که یو پر بل باندې د برتری او بهتری چلن ته دوام ورکوو، که د یو بل پړ ګڼلو لپاره دینی مقدسات او ملی ارزښتونه بانه جوړوو. که یو پر بل باندی د مرتد غلام اجیر او ترهګر ټاپی لګوو. که واک ته رسیدو لپاره توپک ښه کاری وسیله ګڼو او که له نړۍ سره په هسکه غاړه د اوسیدو لپاره په لومړیتوبونو او د حکومت کولو په اوسنیو تګلارو کې ژور بدلونونه رامنځته نکړو، نه خپلواک کیداى شو، نه ازادی تر لاسه کولاى شو، نه هیواد جوړولاى شو، نه خپل ولس له احتیاج څخه ژغورلاى شو، نه له ګاونډیانو سره سیالی کولاى شو، نه له نړیوالو سره په ویاړ او وقار ژوند کولاى شو او نه  هم خپلو راتلونکو نسلونو ته داسې تاریخ پریږدو چې هغوى را باندې وویاړی.

راځئ، د ورور به وړاندې د وسله پورته کولو ته “نه” ووایو، د سمون او بدلون لپاره مبارزې ته ملا وتړو. واک د غنیمت مال نه بلکې د ملت حق وګڼو، زده کړو ته زور ورکړو، تیکنالوژی خپله کړو، د پوهنتون مدرسې او ښونځی د دروازو د پرانستلو له لارې د جهالت دراوزې د تل لپاره وتړو،  په ساینس کې رقابت وکړو، په طب کې نوښتونه وکړو، په دین څیړنې وکړو، په فیزیک کې مخکښان شو، په رزاعت، باغداری او مالداری کې اتلان شو، په انجنیری او ډیزاین کې خپل نوم لوړ کړو، د پخوانی دود برعکس د دینی زده کړو محصلین د وظیفو راټولولو له احتیاج څخه وژغورو، اسقاط، زکات او د تعویذونو د شکرانو له اخیستلو څخه یې خلاص کړو او په ټولنه کې ورته د لوړ عزت ژوند تیرولو شرایط برابر کړو.راځئ هوډ وکړو چې که د مجبوریت له مخې هرڅه تړلو ته غاړه ږدو، خو د زړه کړو د مرکزونو بندول او تړل راته هیڅ وخت په هیڅ وجه د منلو نه دی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا