گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » تل نظامــــونه نــــړول اشتبــــاه خـــو اصــــلاحــــات اړتـــیــا ده!
تل نظامــــونه نــــړول اشتبــــاه خـــو اصــــلاحــــات اړتـــیــا ده!

تل نظامــــونه نــــړول اشتبــــاه خـــو اصــــلاحــــات اړتـــیــا ده!

هغه حکومتونه چې ولسی ریښې ونلرى،  سرچینې او انرژی  د حاکمې ډلې لخوا د واک په خوندیتوب مصرفېږی، د ولسی غوښتنو ممثل نه وی، که هرڅومره له پراخ نړیوال ملاتړ څخه برخمن وی، پیاوړی او په عصری وسلو سمباله اوردو هم ولری د لږ  فشار په نتیجه کې هم د شګو بند ثابتېږی او نړیږی. د توپک د شپېلۍ په زور جوړو شویو حکومتونو ته د نړۍ لخوا له رسمیت پیژندلو څخه په کور دننه د مشروعیت ترلاسه کول او د خپل ولس د اړتیاو د حل کولو د مسئولیت منل اړین دی. که دغه موخه ترلاسه شوه نو د رسمیت پیژندلو لپاره به د غوښتنو اړتیا نه وی. تېر حکومت  ټولې نړۍ په رسمیت پیژانده. د امریکا او ناتو په شمول ګڼو ځواکمنو هېوادونو امنیتی او ستراتیژیک تړونونه ورسره لاس لیک کړی وو، په اقتصادی برخه کې یې هیڅ ډول ستونځه نه درلوده، لوړې او هسکې دعوې یې کولې د ګواښونو په ژبه یې خبره کوله،

خو په خپل ولس کې یې ریښې نه درلودې. د  مذاکراتو په میز یې یوازې د واک په ساتلو تمرکز کاوه. د مذاکراتی ټیم اکثریت غړی نازدانه ګان او باج اخیستونکی وو. سوله یې فرعی, طفیلی او خپله دوره ختمول یې اصلی موخه وه. نتیجه یې زموږ په وړاندی پرته ده.پخوا مې هم ویلی دی چې له نسکور حکومت څخه فاسد حکومت هم ښه ده. اوس بیا وایم؛  تیر نظام نسکورېدل غلطی وه، هېواد  ته یې داسې زیان واړاوه چې جبران یې تقریبا ناشونى کار دى، همدغه شان د موجوده حکومت نسکورېدل هم د حل لاره نه ده. د سمون او بدلون له لارې د اوسنی نظام پیاوړتیا غواړو. د افغانستان اسلامی امارت د مثبتو لاسته راوړنو په هکله باید ووایو چې؛ جګړه تقریبا پاى ته ورسېده، د فساد کچه ښکته شوې ده، د زورواکو ښکرونه یې مات کړل، امپراتوران، امیران، پاچا سازان  او په جنګ کې د هوایی دوکتورا درلودونکی مارشالانو هوا یې وایسته،  د قومی او سمتی تعصباتو د سیاست دوکانداران یې تېښتې ته اړ ایستل. د افغان نیستم خراسان او فدرالی نظام غوښتونکو ټغر یې ورټول کړ، په موږکانو یې بدل کړل او په غارو یې ننه ایستل، خو داهم حقیقت دى چې که په ملی ارزښتونو ولاړه اسلامی تګلاره خپله نشی، دا هر څه موقت او عارضی ثابتېږی.که خپلو سهوو ته ځیر شو نو پوهیږو چې طالب مشرانو د سولې مذاکرات جنګی خدعه وګڼله، هېواد یې د توپک په زور ونیوه، افغانستان یې د غنیمت مال وګاڼه، واک یې د انحصار ترکچې هم ورهاخوا د ځان کړ.  نظام ته د مشروعیت ورکولو په برخه کې له خپل ولس او نړیوالو سره د مشترکاتو په لټون کې ناکام شول، د دولتی ادارو سربېره د پوهنتونونه او د انجونو ښونځی بند پاتې کیدلو عذر د منلو وړ نه ده.پخوا به یوازنى کریډیټ چې طالبانو ته ورکول کیده او مخالف اړخ به هم ورڅخه انکار نشو کولاى، تعهداتو ته د هغوى ژمن پاتې کیدل او له هر ډول دوه مخی سیاست څخه د ځان ساتل وو، خو اوس یې د خبرو او عمل ترمنځ  واټن او له واک سره مینه  ددې لامل شوى دى چې نه خپل ولس او نه هم نړیوال ورباندې باور کولاى شی.ولس د اندیښنو توپان په سر اخیستى دى، فقر لوږه مخ په زیاتیدو ده، کادرونه او ځوانان له هیواد څخه د تیښتې هڅې کوى. طالب مشران په خپلو تګلارو کې د بدلون له لوړو او هسکو دعوو سره سره،  په خپلو مسئولیتونو باندی اعتراف نه کوی. د وسلوالې مبارزې  او مدیریتی مسئولیت ترمنځ توپیر ته حیران دى. دا چې هغوى جګړه کوله او اوس جګړه نه کوی ښه خبره ده. البته دا له ولس سره ښېګڼه نه، بلکې د واک ترلاسه کولو له امله ده. د واک په ګدئ ټول ناست خلک جګړه ناروا او سوله فرض ګڼی.د امارت مشرانو  په   ښارونو د حملو نکولو، دولتی بنسټونه نه نړولو، کابل په زور نه نیولو، پراخ بنسټه حکومت جوړولو او د انحصار فکر نه درلودلو ژمنې کړې وې، خو عملی نشوې.  د دینی او نړیوالو قوانینو له مخې موږ مکلف یو چې په خپلو ژمنو باندی ولاړ پاتې شو. اوس مهال د چارواکو مخته فرصتونه او ننګونې داوړه پرتې دی. که د نړیوالې د توجه په محراق کې د افغانستان د شتون له فرصت څخه ګټه پورته شی، علمی او تحصیلی بند مراکز  پرانستل شی، له ملت څخه  مشروعیت ترلاسه شی، د هدفی وژنو ته د پاى ټکى کېښودل شی، د بښنې د متخلفینو او هدفی وژنو په وړاندی اوسپنیز اقدامات وشی،  د واک د انحصار فکر ختم شی، په ولس باندې خپل حاکمیت احسان و نه ګڼل شی،

نو شک نشته چې دغه هېواد او شته نظام به پیاوړتیا مومی.که د حکومتولی نړیوال مسئولیتونه او له نړیوالو سره ژمنې په بشپړه توګه عملی شی، د حکومت او ولس ترمنځ اوسنئ واټن ختم شی، نو یقیناً دغه وړئ شړئ کیږی. خام توکی شتون لری. له افغانستان سره د اړیکو ساتلو لپاره نړیوال ذهنیت جوړ دى. موږ قانع ولس لرو. د اوسنی نظام وړې وړې نیمګړتیاوې درک کولاى شی او موجوده نیمګړى نظام جوړیداى شی.البته د اندېښنې وړ خبره داده چې که ننګونې مو په فرصتونو بدلې نکړاى شوې، هیواد او ولس مو له فاجعې سره مخ شو، اقتصادی نظام وپاشل شو،  اوسنیو سهوو ته تسلسل ورکړل شو، له ملت او نړئ سره شته بن بست دوام وموند، نو نه د هېواد، نه د ولس او نه هم د اوسنی نظام خیر شته. باید ومنو چې د اسلام په نوم د واک خپلولو او مسئولیتونو هیرولو غلطیانې په د ولسونو په ذهن کې د اهل علم او مذهبی ډلو په تړاو داسې نقوش پریږدی لکه دعثمانی امپراتوری له نسکورېد وروسته د ترکیی مسلمانانو ذهنونه چې دسلو کالونو له تیریدوسره سره به ونه رغول شی، ممکن څو پیړیو وخت ته اړتیا ولری.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا