گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » سکوت ماتول که دسقوط مخنیوى؟
سکوت ماتول که دسقوط مخنیوى؟

سکوت ماتول که دسقوط مخنیوى؟

د ماضی په تړاو ډیر څه نه لیکم. ماضی د تاریخ برخه ګڼم، خو له تیرو څو ورځو راهیسې د تیر نظام د سقوط په اړه ډېرو خلکو څرګندونې درلودې. هر چا هڅه وکړه ددغه ناورین له امله ځان سپین چرګ او په مخالف لوری د نظام د نسکوریدو ګند ورواچوی. د ناهیلى ځاى دادى چې دغو دوستانو له سقوط څخه وړاندی ولې خولې چوپې نیولې وې؟ اوس خو د ارګ پخوانیو واکمنانو ته په دغه تړاو وینا “پس از… زدن چهار زانو نشستن” ده او مطرحو سیاستوالو ته له ورخه تیرو اوبو پسې کره ګرزول دى.سمه چې د کابل د سقوط او د ولسمشر غنی د تېښتې په ورځ په کابل ښار کې ګډوډی جوړه شوه، ځینې کورونو ته خپل سری وسلوال ننوتل موټرونه او سامانونه یې لوټ کړل او د ښار په مختلفو برخو کې د داړه مارانو لخوا د طالبانو له لباس څخه په ګټه اخیستنې د غلاو  پیښې رامنځته شوې. د ګډوډی دغه خبرونه د پخوانی ولسمشر حامد کرزی په واسطه د قطر د سیاسی دفتر مشرانو سره شریک شول او طالبانو ته د نظم سمبالولو مشوره ورکړل شوه. طالبانو هم سملاسی د کابل په اطرافو کې خپلو نظامی چارواکو ته د چور او تالان د مخنیوی لپاره کورونو ته له ننوتلو پرته د ښاری امنیت د ساتلو امر وکړ.ښه به داوی چې ښکېل اړخونه په یو او بل باندی د پړې اچولو لوبه کې ځانونو ته د بیځایه برائت ورکولو هڅه ونکړی. دا خبره باید جوته شی چې د نظام د نسکوریدو خبره،  پخوانی ولسمشر غنی، طالبانو  او سیاستوالو ته نا څاپی غیرمترقبه او تصادفی پېښه نه وه. ټول پوهیدل او په رسنیو کې مکرراً د نظام د نسکوریدو خبره کیدله، مګر متأسفانه چا هم د نظام د سقوط له امله رامنځته کیدونکی سناریو او فاجعه زیږوونکۍ وضعیت جدی نه نیوه، د هغه مهال ارګ مېشتی چې اوس د سکوت د ماتولو خبره کوی، باید ولسمشر غنی ته یې د سقوط د مخنیوی لپاره  د واک قربانی ورکولو مشوره ورکړی واى، مګر هیڅ اړخ زموږ په ولس او هیواد باندی زړه سوى ونکړ.

هیچا د ملت د درد درک نه درلوده. داسې ښکاریده چې ارګ مېشتو د واک له لاسه ورکولو څخه د نظام نسکوریدلو ته ارجحیت ورکاوه. طالبانو هم اټکل کاوه چې کابل نیولاى شی، افغانستان د شل کاله پخوا په شان هیواد دى، حکومت جوړولاى شی او سیاسیونو یوازې له خلیلزاد سره د ځان مطرح کولو لپاره مبارزه کوله.د نظام د نسکوریدو پړه باید  د شخړې دواړه اړخونه او قسماً  اغیز لرونکو سیاسی مشران   ومنی. بنسټیزه ستونځه داوه چې غنی واک په هیڅ قیمت نه پریښوده. د لویې جرګې او له وخت څخه مخکې ټاکنې کول غیر منطقی او په ځمکنیو واقعیتونو ولاړ وړاندیز نه وو، طالبان په هیڅ صورت د واک مشارکت ته تیار نه وو.محب و امثالهم که هر څه ووایی، زه یې په خبرو باندې نه تبصره کوم او نه هم ورباندې حساب کوم.

هغوى  دلته را دیسانت شوی افراد وو، ولسمشر غنی یې وغولاوه، خپله دنده یې ترسره کړه، جیبونه یې ډک کړل او لاړل. البته پخوانى ولسمشر کرزى او نور مطرح سیاستوال خو شخصیتونه دى، احساس لری، رول لری، اغیزې لری، لوبه کوی او لاهم د هیواد د ستونځو په ختمولو کې ورته سترګې اوړی.بربنډ واقعیت داده چې د سقوط په ورځ د نظام د ژغورلو هڅو ګټه نه درلوده. کرزی او نورو مشرانو باید له سقوط څخه د نظام د مخنیوی هڅې د ولسوالیو له سقوط څخه هم مخکې پیل کړې واى.

د سقوط په ورځ خو په جنګ کې اس ته دانه ورکول ګڼل کېږی. هغوى باید دغه واقعیت لا دمخه درک کړى واى چې نظام مو په ولس کې د ریښو نه درلودلو له امله که یو ولایت سقوط وکړی، نو د نظام سقوط حتمی دى. د واک مجنونانو باید فکر کړى واى چې یوازې د واک قربانی ورکول او له خپلو ګټو تیریدل دغه نظام ژغورلاى شی. کرزی صاحب ته مې له سقوط څخه درې میاشتې وړاندې وویل چې؛ ولسمشر غنی د سولې په هکله جدی نه دى او سنجول شوى پلان نلری.

ټوله توجه یې د واک په ساتنه را څرخیږی، په ژمنو ولاړ شخصیت نه دى. طالبان هم د احساساتو په دلدل سپاره دى، بشپړ واک غواړی، خپلې نیمګړتیاوې نه ارزوی، په جګړه کې برلاسی هغوى ته جرئت ورکوی چې ریښتونی سولې ته شا کړی. نظام نسکوریږی او یا هم د ځینو فاسدو کړیو لخوا نړول کیږی. زموږ هېواد له داسې ناورین سره مخ کیږی چې بیا یې د مدیریت وړتیا هیڅوک ونلری. تاسو په زغرده د ځان لپاره د واک غوښتنه نفى کړئ، کور په کور وګرزئ. سیاسیون او قومی مخور را ټول کړئ او د نظام د بقا لپاره را پورته شئ ولس مو تر شا دریږی. متأسفانه کرزی صاحب د اوس په شان هغه مهال هم د لویې جرګې راغوښتل او یا هم ټولټاکنې د ستونځې د حل لاره ګڼله. زما په اند دغه کار ناشونئ او مطلقاً ناکام وو، ځکه چې د دوه ځله ارګ محوری  لویې جرګې پریکړې  او دوه ځله  د ناکامو ټولټاکنو ناهیلی کوونکی او جنجالی نتایج لاهم زموږ په ذهنونو کې ثبت وو.

خلیلزاد د نظام د نړولو لپاره د نظام بنسټ خراب کړ، طالبانو له ژور فکر کولو د ستونځو عمق ته له ننوتلو پرته په احساساتی توګه ترې لاندې باروت کیښودل، غنی د واک د جنون په نشه کې حواس بایللى وه د ارزولو او څیړلو وړتیا یې سلب شوې وه. د ارګ پیراشوټیانو باروتو ته اور ورته کړ او سیاستوال د خپل ځان د مطرح کیدو غم په سر اخیستى وو نو نظام ونړیده.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا