گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دهفت ثقال کرزی اوجاسوس صالح دچغُل بازې نوی کارنامی اومنترونه
دهفت ثقال کرزی اوجاسوس صالح دچغُل بازې نوی کارنامی اومنترونه

دهفت ثقال کرزی اوجاسوس صالح دچغُل بازې نوی کارنامی اومنترونه

پاکستان ددنیا دشر او فتنی دکان دى .هم دینداری په کې خرڅیږی هم بې دینی هم قاتلان په کې خرڅیږی او هم مقتولان نړۍ پاکستان ته دبې اهمیتۍ په سترګه ګوری خو دنیا دخپلې سترې لوبی دلوبغاړو جمعه بازار ترې جوړ کړى دى داسلامی کنفرانس دبهرنیو چارو دوزیرانو غونډه دافغانستان پر زخمونو دپټۍ ایښودلو هڅه نه بلکه دزخم دخوړینولو کوشش دى پاکستان دا څلویښت کاله کیږی په بهرنیو لوبو کې هم دخپلو خلکو اودسیمی دثبات دبربادولو کرایې ټټو دى ….دا هغه څرګندونی دی چی دیوه میړنی افغان په قلم کښل شوی دی خو پوښتنه داده چی آخیر ولی دا زموږ د ګاونډ انسان چی د افغانستان د جغرافیا  له عظیم الشانه تاریخی کلتور سره یی دګډتمدن  په تارونو د سرنوشت غوټه تړل شوی ده ولی د ذلت ژوری کندی ته ګوزار شوی او لویدلی دی  ؟ اوولی یوڅوګ چی د همدی تاریخی تمدنی جغرافیی په لمن کی رالوی شوی او نړی ته یی سترګی را غړولی دی دیوی ناڅیزه مادی ناولی ګټی په هیله ګمان کوی چی ټوله دنیا دهیرې اوویرې په ناروغی آخته ده نو هرڅه چی وائی هغه د چا خبره بازار یی خپل دی.دوه ورځی وړاندی چی زموږ دګاونډ هیواد پاکستان په سیاسی ستیژ د اسلامی هیوادونودغونډی په نوم کومه ډرامه اجرأ شوه اود پاکستان دپوځ لاس پوڅی کرکټ بازلومړی وزیرعمران خان نیازی داسی یوه څواړخیزه داسی خطبه واوروله چی  د افغانانو د تاریخی او فرهنګی برم ته د سپکاوی ترڅنګ وویل :

که افغانستان کې یو پیاوړی حکومت او ثبات نه وی نو داعش ډله سیمې او ان امریکا ته ګواښ پېښولی شی. نوموړی ادعا وکړه چې داعش وار د مخه د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه پاکستان کې بریدونه کړی دی خو پخوانی هفت ثقال ارباب کرزی او نورو دهغه مهال چارواکو  چی دهغوی د هفت ثقالۍ په  دوره کی چی زیاتره دپاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو سیاسی مخالفین د افغانستان په خاوره کی ځای په ځای شوی او وروسته د ده د ځای ناستی اشرف غنی احمد زی اود امرالله صالح او جاسوس حنیف اتمر او نورو معلوم الحاله جواسیسو او هیواد پلورونکو په مرسته او مستقیم ګډون پر پاکستان بریدونه پیل کړی ؤ د پاکستان دپوځ دلاس پوڅی عمران خان څرګندونو په وړاندی عکس العمل وښود . دا په داسی حال کی ده چی که څه هم تحریک طالبان پاکستان چی وروسته یی په یوه محلی عربی لهجه  له داعش اودهغه د مشر  ابوبکر بغدادی سره دبیعت مراسم ترسره کړل د پاکستان پرسیاست ژوره آغیزه وکړه اوداډول بیعتونه یی دخپلو استراتیژیکو ګټو سره په ټکر کی وشمیرل .چی په خواشینی سره دپاکستان کرکټ باز لومړی وزیرعمران خان  د هغه هیواد دیوه وفاداره سپاهی په توګه د اسلامی هیوادونو غونډی ته دوینا په ترځ کی وویل چی که دافغانستان حکومت چی مقصد یی دطالبانو امارت ؤ پیاوړې نه شی نو لکه څنګه چی داعش یا ISIS پر پاکستان له افغانستان څخه بریدونه کوی نو زیات احتمال شته چی دغه لړې به تر ټولی نړی ورسیږی .

که څه هم عمران خان هغه تریخ واقیعت په ډاګه کړچی د پاکستان په لاسونو دغه دتحریک طالبان پاکستان ، لشکر طئیبه ، لشکر جنګهوی او نوری راز راز ډلی ټپلی د ښکیلاک ګر  پاکستان لخوا دنړی وال پانګه وال نظام د دوه مخی سیاست په هغه لومه کی چی تل دوستان او تل دښمنان نلری د ارباب کرزی او نورو راز  ، راز تلی څټو په لاسونواو مرسته  یاد شوی دترور او دهشت اجیران زموږ دګران هیواد افغانستان په ځینو برخوکی ځای پرځای شوی دی خو ددی سره ، سره دعمران خان خبری  د ارباب  کرزی او جاسوس صالح په څیر ناولو مهرو د غبرګون سبب شوی چی ارباب صاب کرزی په خپل فیس بک پاڼه کی دعمران خان دغه څرګندونی دقومونو ترمینځ نفاق ته لمن وهل ؤبلل .که څه هم ارباب صاب کرزی په مجهوله او مجعوله بڼه د ګوډاګی عمران خان خبروته د غبرګون په توګه دهغه  څرګندونو ته کوچنی  اشاره هم نه ده کړی چی ګنی د عمران خان په وینا کی کوم څه د افغان قومونو او قبیلو ترمینځ د نفاق اور ته لمن وهل دی خو دعمران خان د وینا اصلی برخی چی له افغانستان څخه پر پاکستان دداعش یا ISIS بریدونه او دوینا هغه برخه یی چی له نړی والو یی غوښتنه کړی وه بشری حقونه باید د هری ټولنی د عاداتو او کلتور په پرتله وسنجول شی چی په افغانستان کی چی زیاتره وګړی یی پښتانه او د قبیلوی کلتور څخه برخمن دی او یوه سنتی ټولنه ده نو پکار ده چی ددغه ټولنی د سنتونو او کلتوری څرنګوالی په تناسب بشری حقونه هم په نظر کی ونیول شی .که څه هم  دکرکټ نامتو لوبغاړی عمران خان  چی د پاکستان د پوځی واکدارانو په استازیتوب د صدارت عظمی پر ګدۍ کینول شوی دی په نرمه لهجه دافغانی ټولنی ځینو کړاؤونو ته ګوته نیولی ده خو له یاده یی ایستلی ده چی همدغه ارباب حامد کرزی د یوی افغان دلوړو زده کړو څښتنی میرمنی ډاکتری زینت کرزی خاوند دی چی هغه د پښتود نوموړی شعرمصداق بللی شی چی وایی :نو ځکه خو ارباب کرزی صاب او آغلی زینت جانه چی ځان د هیواد پخوانی  لومړی میرمن بولی دپښتو ددغه لوړ شعرد بیت  په تول برابر دی ، دا ځکه هغه مهال چی د علم او زده کړو بنسټ د معنویت او کیفیت پر ځای د مادیاتو او شهرت پرډبرو کیښودل شی نو بی له شکه نه یوازی د یوه هیواد او یوه ملت د ورانیدو سبب بللی شی بلکه د تاریخ په اوږدو کی دسیمی او نړی زیات ملتونه تری اغیزمن کیږی .هغه دمشهور متل چی «خوسا ډنډ او چټلی په کاڼو مه وله، که نه ستا لمنې ته به هم در باد شی » دا ټولو ته جوته ده چی دافغان میړنی اولس تاریخ چی د پرمختګ او ترقۍ دروازیی یی د شرقی او غربی تمدنونو او فرهنګونو پرمخ پرانیستی وی او له غربی او ختیځی نړۍ سره یی د فرهنګ او تمدن پر دروازو چلند کاوه خو څه دپاسه څلور لسیزی چی دافغانستان پر ګلالی او پرمختللی فرهنګ د اغیارو په ځانګړی توګه د سرو لښکرو د آسونو ګردونه پریوتل نو ګاونډی هیواد پاکستان ته د غچ آخیستو او دیوه خپلواک افغانستان د له پښو غورځولو فرصت په لاس ورغلو او هغه پاکستان چی و وخت یی میرمنو په خپلو سرونو له غائطه موادو ډکی ټوکرۍ  پر سر وړې نا څاپه او په نا ببره توګه یی د افغانانو د تاریخ او فرهنګ پر هډوکو سوداګری بیل کړه . اودعمران خان او ارباب کرزی په څیرداړه ماران او دهیواد دښمنان یی د برخلیک د ټاکلو دعوی کوی .

امرالله صالح چی د ارباب کرزی د واکمنۍ پر مهال یی د ملی امنیت ریاست د تولیت  دنده په غاړه درلوده نو پرته له دی چی د هوښیارانو په قول لږ صبر پیشه کړی او وروسته غبرګون وښئی له نامعلوم غاره سر راایسته کړ اوپرته له دی چی د پاکستانی عمران  چیغې او ناری سوری واوری دهواپه څپو کی یی لاندی څړیکه له خولی پورته شوه . مانا داچی نا لوستی او له هرڅه بی خبره چی د یوه غښتلی دولت څخه بی برخی اوتل اسلام آباد ته لاس په نامه وی د پاکستان له استراتیژیکو پلانونو شمیرل کیږی چی عمران خان  دپاکستان صدراعظم دغه موخو ته په رسیدو وویل له علم او پوهی سره دښمنی  د افغانی ټولنی ستره مشخصه ده ……..پاکستان به تل ویل چی طالبان د افغانی ټولنی یو واقیعت دی چی دادی اوس و توانیدل د خپلو ژورو امنیتی  موخو په هیله اوس د یوه عینی واقیعت په توګه په افغانستان کی واک ته ورسوی.که څه هم  عمران خان پاکستانی کرکټ باز صدراعظم د اسلامی هیوادونو غونډی ته وینا په شیرینه انګریزی ژبه چی  حوالدار امرالله  خان صالح یی پر پوهه ترهرچا زیات مدعی دی خو د عمران خان دا د پاکستان د کرکټ د لوبی پخوانۍ اتل او دسیاست د ډګر لومړی وزیر په ارشاداتو او اظهاراتو کی داسی څه چی ګنی له پوهی او مدنیت سره دښمنی د افغانی ټولنی مشخصه ده چا نه دی آوریدلی . خو کیدای شی د ا ټکی به عمران خان په کومه  بله استخباراتی او دچغلی به ژبه  بیان کړی وی او عوام الناس به تری خبر نه وی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا