گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دنقدومالی مرستو استعماری لومه
دنقدومالی مرستو استعماری لومه

دنقدومالی مرستو استعماری لومه

افغانستان سره دنقدی مرستو د راټولولو په موخه دپاکستان پلازمینه اسلام آباد کی داسلامی هیوادونو غونډی د دایرولو مسله دافغانستان په جغرافیه دسیاسی او استخباراتی شطرنج هغه خطرناک، څو بعدی پیچلی چال دی چه پاکستان غواړی دهغی په زریعه خپل دوه هغه مهم ستراتیژیک اهداف تر لاسه کړی. چه په تیره موده کی د بیلا بیلو توطیو او نظامی سیاسی فشار پلی کولو سره سره تر لاسه نه کړای شوو.د دستاویز په توګه د افغانستان پخوانی ولس مشر حامد کرزی او نورو سیاسی چارواکو هغه ویناوی او پریس کنفرانسونه ذکر کولای شوو، چه پاکستان تری نه د ډیورنډ کرښی د رسمی سرحد منلو او خارجی سیاست کنترول غوښتنی مقابل کی رد ځواب تر لاسه کړی وو.د هغه ناکامو هڅو وروسته ، پاکستان هڅه کوی دنوی استعمار د فورمول او ماهرانه تاکتیکونو په لاری اچولو سره دغه اهداف تر لاسه کړی.په نړیواله کچه له بدنامی او حساسیتونه د بچکیدلو لپاره دهمدردی او مرستی ترشعار لاندی د زهرو په ځای دګوړی وژلو سیاست خپل کړی. او د دی کنفرانس له لاری نړیوالو ته داسی انګیرنه او پوپوزل وړاندی کړی چه دهمکاری په شکل حاضر دی چه دافغانستان سره د نقدی مرستو ټول جریان او چاری دی ځکه دپاکستانی بانکونو له لاری اجرا شی.

چه په نړی وال بانک او مالی وجهی صندوق کی دافغانستان مالی اکونټ بلاک شوی او دافغانستان بانکی سیستم فلج شوی دی.په کار خو دا وه چه د نقدو پیسو دجمع کولو په لومه کی د نښلولو په ځای دافغانستان دورپیښی ستونزی د اساسی حل لپاره ټولو اسلامی هیوادونو په یوه قوی غږ ،له طالبانو څخه په سیاسی نظام کی د جدی او لازم بدلون د ژمنی او تعهد په رڼا کی له امریکا او نړیوالو دافغانستان د په رسمیت پیژندلو او مالی اکونټ فعاله ولو جدی غوښتنه کړی وای.د دی همدردی او مرستی په جامه کی نغښتی چال له لاری به په ډیری آسانی سره پاکستان وتوانیږی،چه نړیوالو سره نه یوازی دافغانستان بهرنی اړیکی کنترول او خپل اختیار لاندی را ولی بلکه دافغانستان مالی او اقتصادی نظام هم خپل لاس کی واخلی.تر څو دجهاد ددورې دمالی نظامی مرستو څخه داستفادې دتجربو په بنیاډنه یوازی لدی حالت څخه مالی استفاده جویی وکړی بلکه لدی لاری خپلی لاندی ذکر شوی ستونزی هم تر لازمه حده حل کړای شی.له ډیری مودی راهیسی پاکستان نه یوازی په خپله هم شدید مالی او اقتصادی بحران سره مخ دی، بلکه لاهم د نړیوال مالی سیستم په خړلیست کی واقع شوی چه شدیدو مالی او اقتصادی بندیزونو سره لاس او ګریوان دی.او هڅه کوی پدی توګه ورو ورو دافغانستان د تجارت بین المللی او داخلی تادیات د د ډالرو او افغانیو په ځای پاکستانی کلدارو ته را واړوی او خپلی بی ارزشه کلداری نرخ ته اقتصادی توازن او ارزښت تر لاسه کړی.که افغانی لوری(طالبان+ اغیزمن شخصیتونه) او نړیوال په هوښیاری او سیاسی بصیرت سره، پر وخت باندی د دغه پیچلی توطیی مخ نیوی ونکړی افغانستان به د تل لپاره په اوتوماتیک ډول د پاکستان سیاسی او اقتصادی مستعمره وګرځی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا