گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » متقــی صــــاب!که دسر امن وی په غوښتنــو مــو بیا غور وکـړئ!
متقــی صــــاب!که دسر امن وی په غوښتنــو مــو بیا غور وکـړئ!

متقــی صــــاب!که دسر امن وی په غوښتنــو مــو بیا غور وکـړئ!

په نړۍ کې اوس د زور له لارې د حکومتونو نسکوریدو پېښې کمې شوې دی، لیکن په هغو هېوادونو کې  چې د قانون واکمنی ټکنۍ او د واک ترلاسه کولو معیارونه دقیانوسی وی، کله کله پکې د تاوتریخوالی له لارې حکومتونه نړیږی. زموږ په هېواد کې هم تاوتریخوالى د حکومتونو د نسکورولو دود شتون لری. زیات وخت وشو چې د اسلامی امارت چارواکی په ځانګړی ډول د بهرنیو چارو محترم وزیر امیرخان متقی په هر سفر او هره ناسته  کې د اسلامی امارت د رسمیت پیژندلو او په امریکا کې د کنګل شویو اسعاری زېرمو د ترلاسه کولو خبره کوی. غواړم په لاندې کرښو کې له چارواکو سره خپلې اندېښنې شریکې کړم:نړیواله رسمیت پیژندنه د تاوتریخوالی په نتیجه کې رامنځته شوې حکومت ته د مشروعیت داسې سند  ورکول دی چې د تازه حکومت د جوړېدو ترشا منطقی لاملونو شتون درلوده، په بدلون کې ستر فجائع او ستر جنایتونه نه دی شوی، د هیواد په ټوله جغرافیه باندی تازه حکومت سلطه لری او د نړیوالو مسئولیتونو تر سره کولو وړتیا لرى. رسمیت پیژندل په نړیواله ټولنه کې د مشروع غړی په توګه د نورو هېوادونو د ګټو د خوندی کولو ترڅنګ د نورو هېوادونو لخوا د همدغه حکومت د مشروع ګټو د خوندیتوب ژمنه هم ده.د هغو تازه حکومتونو د بریا ګراف لوړ وی چې د اوښتون ترشا په منطق ولاړ لاملونه او د خپل ولس د بشپړ ملاتړ کره شواهد ولری، ژمنې یې مشخصې وی، په ممکنه نزدې وخت کې د قانونی حکومت جوړولو ته ژمن وی، ځانګړی کړنلاره ولرى او د نړیوالو مکلفیتونو د ترسره کولو وړتیا ولری. کله چې تازه جوړشوی حکومتونه پورته یادې شوې ځانګړتیاوې ولری، نود رسمیت پیژندلو لپاره ورته دغوښتنو اړتیا نه وی بلکې نړیوال ورته د خپلو ګټو د ساتلو په موخه را وړاندې کیږی اود تازه حکومت په رسمیت پیژندلواعلان کوی.شک نشته چې؛په رسمیت پیژندنه د معاصرحاکمیت یواړین شرط دی مګردا کار پخپل ذات کې د دولت جوړونه نه ده.  نوى رامنځته شوې حکومت مکلفیت لری چې د یو دولت په څیر عمل وکړی، د ډیپلوماټیک پیژندلو او د نړیوالو سازمانونو د غړیتوب لپاره د مسئولیتونو او مکلفیتونو د پوره کولو وړتیا ولری. مګر ستونځه دلته ده چې د رسمیت پیژندلو لپاره هره  غوښتنه د خپلواکی کچه اغیزمنه کوی، ملی عظمت له منځه وړی. د احتیاج کچه لوړوی، د خپلواکی یوه برخه په بهرنیو هیوادونو پورې تړل کېږی، د ځان ارزښت کموی، د هیواد په سیاسی او اقتصادی پراختیا اغیزه کوی.د رسمیت پیژندنې اړتیا ته په اوسنی نړیوال طرزالعمل کې یقیناً نیمګړتیاوې شتون لری. هغه دا چې استعماری هیوادونه د تازه حکومتونو د رسمیت پیژندلو له اړتیا څخه بده ګټه پورته کوی. د دولت یا حکومت د رسمیت پیژندلو شرایط په نړیوال سیاست کې د فشار او تنګ اِپیستمولوژیکی (خپل ځانګړی تعبیرونه) فکر تحمیلول دی. دغه ډول ذهنیت د محکومو خلکو د حقونو او آزادیو په قیمت د ځواکمنو هېوادونو ګټې خوندی کړی.

د امریکا لخوا په هغه هېواد کې کنګل شویې اسعاری زېرمې د افغانستان ملکیت او زموږ د پولی سیاست د پیاوړتیا او ملاتړ ضمانت دى. دغه ډول پیسې چې اکثراً په دالرو کې ساتل کېږی بانکی سیستم کې د کرنسی له ملاتړ ورهاخوا د هیوادونو ترمنځ په سوداګریزو چارو کې د اسانتیا لپاره هم کارول کېږی. پولې زیرمې د کلنۍ بودیجې برخه نه وی او د عادی لګښتونو لپاره نه کارول کېږی. که احیاناً د تصادفی ناورین او یا هم په خپل پولی واحد باندې د فشار کمولو لپاره وکارول شی نو له عوائدو څخه دغه کمبود بیرته پوره کول اړین وی. اوس چې موږ له بهرنیو مرستو څخه بې برخې یو، صادرات هم خورا کم لرو او زیرمې بیرته نشو پوره کولاى، نو د اسعاری زېرمو کارول به زموږ د افغانئ ارزښت ته سخت زیان اړوی.

متقی صاحب ته دې معلومه وی چې تراوسه یې د نړیوالو اړیکو جوړولو په برخه کې هڅې ګټورې نه دی ثابتې شوې. د رسمیت پیژندلو مکرره غوښتنه او د افغانستان د کنګل شویو پولی زېرمو د خلاصون لپاره د نوموړی د مبارزې په ناکامی کې د لویدیځ د کینې پاللو ذهنیت سره سره نور کورنی سیاسی او حقوقی خنډونه هم شتون لری چې نړیوالو ته یې په دواړو برخو کې د اقدام نه کولو لپاره بنسټ جوړ کړى دى.اوس هم وخت شته چې په متبادلو لارو چارو غور وکړی. د مسلکې خلکو غونډه راوغواړی، اوسنی چلن په ملی او نړیواله کچه ستونځې زیږوی. د له بهرنیو هیوادونو څخه د رسمیت پیژندلو لپاره د غوښتنو پرځاى خپلې کورنئ اجماع ته لاره هواره کړی. د حکومتی تشکیلاتو په برخه کې اوسنى تګلاره او معیارونه ستونځه نوره پیچلتیا ته بیایی. له قومی مخورو او سیاسی هغو مشرانو څخه مرسته وغواړی چې په فساد کې ښکېل او تورن نه وی.  خورا زیات تجربه لرونکی او مسلکی کادرونه شته. د هغوى له پوهې او تجربې څخه ګټه واخلی.اوسنۍ تګلاره مو هدف ته نه رسوی. په سیاست کې نوښتونه د بریا راز ګڼل کېږی.  ښه قیادت هغه دى چې ننګونې په فرصتونو بدل کړی، مګر متأسفانه موږ په مسلسله توګه فرصتونه په ننګونو بدلوو.

متبادلې لارې دادی چې په کور دننه د سمون او بدلون لپاره جرئت، همت او شهامت وکاروو، زه منم چې د طالب قیادت په مخکې د اصلاحاتو لپاره ستونځه شته، خو دغه ستونځه بالاخره حل غواړی. همدا اوس یې وخت دى چې خبره یو اړخیزه شی. باید رویې بدلې شی، چلن ته تغیر ورکړل شی، د واک له جنون سره مخه ښه وشی. د بې باوری له خطرناک ویروس څخه نجات حاصل شی او افغانستان د غنیمت مال نه، بلکې د دغه عظیم ملت د خدمت لپاره یو فرصت وګڼل شی. .تر ټولو مهمه او ساده لاره،  وړتیا لرونکو افرادو ته  کار  وسپارئ. کورنی بیځایه لګښتونه کم کړئ، د لوړ رتبه پوستونو معاشات او امتیازات کم کړئ، ترڅو د دغو پوستونو د اشغال لپاره ناروا رقابتونه کم شى، په مالیاتو او ګمرکاتو کې شفافیت یقینی کړئ، فساد له منځه یوسئ، خپل عائداتی منابع او سرچینې زیاتې کړئ او د معادنو په قراردادونو کې روڼتیا رامنځته کړئ. په یقین سره وایم؛ که ستاسو ملګری لکه د اوس په شان د پوستونو ترلاسه کولو او د امتیازاتو په منډه کې ښکېل وۍ، نو پورتنى هدف ترلاسه کول ناشونى کار دى. البته که طالب مشرتوب یوازې امنیتی عدلی او قضایی ارګانونه پرمخ یوسی او په نورو برخو کې یوازې نظارت وکړی او کارونه اهل کار ته وسپارل شی نو د رسمیت پیژندلو او په امریکا کې د افغانستان د پولی زېرمو د خلاصولو لپاره به د بیا بیا غوښتنو اړتیا قطعاً نه وی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا