د کابل د هوایی ډګر په ابیګیټ کې له ځانمرګی برید د څه د پاڅه څلور میاشتو تېرېدو وروسته، د امریکا استخباراتی چارواکو د برید کوونکی په اړه مشخصات راټول کړی.برید کوونکی عبدالرحمن اللوګری نومېده او د امریکایی چارواکو په خبره، هغه د انجینرۍ پوهنځی مخکنی محصل و.امریکایی رسنۍ د متحده ایالاتو د استخباراتی او پوځی چارواکو له قوله لیکی، عبدالرحمن له برید ۱۱ ورځې مخکې هغه مهال چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه نېټه کابل ونیوه، د بګرام زندان له ماتېدو وروسته، له ډېرو نورو بندیانو سره خوشې شو.د کابل د هوایی ډګر په ابی ګیټ کې ځانمرګی برید د اګسټ په ۲۶مه نېټه مازدېګر مهال ۵:۴۸ دقیقې وشو.ویل کیږی چی په دې برید کې نږدې ۲۰۰ تنه ووژل شول او ۱۵۰ نور ټپیان شول.دا په افغانستان کې د داعش ـ خراسان څانګې تر ټولو خونړی برید بلل کیده چی پر افغانستان د طالبانو له واکمنې وروسته یی ترسره کړی دی .
خو د طالبانو حکومت د دې برید په اړه دامریکایی چارواکو معلومات نه تاییدوی.د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد ازادی راډیو ته وویل: “لومړی خو موږ دا معلومات نه شو تاییدولای. د بګرام د زندان د ماتېدو او د دې برید ترمنځ زمانی واټن ډېر کم و. په دومره وخت کې یو زندانی نه شی کولی چې له امنیتی ستونزو سره وسایلو ته ځان ورسوی، بیا هدف وټاکی او بیا داسې یو کار وکړی. ښایی څېړنه سمه نه وی شوې، نه پوهېږم په کومه بنا داسې ویل شوی.” د کابل هوایی ډګر ابی دروازه کې د ځانمرګی بریدګر هویت مشخص کړبرید کوونکی عبدالرحمن اللوګری نومېده او د امریکایی چارواکو په خبره، هغه د انجینرۍ پوهنځی مخکنی محصل و.امریکایی رسنۍ د متحده ایالاتو د استخباراتی او پوځی چارواکو له قوله لیکی، عبدالرحمن له برید ۱۱ ورځې مخکې هغه مهال چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه نېټه کابل ونیوه، د بګرام زندان له ماتېدو وروسته، له ډېرو نورو بندیانو سره خوشې شو.د کابل هوایی ډګر په ابی ګیټ کې ځانمرګی برید د اګسټ په ۲۶مه نېټه مازدېګر مهال ۵:۴۸ دقیقې وشو.په دې برید کې نږدې ۲۰۰ تنه ووژل شول او ۱۵۰ نور ټپیان شول.دا په افغانستان کې د داعش ـ خراسان څانګې تر ټولو خونړی برید و چې په کې نږدې ۲۰۰ تنه ووژل شول او ۱۵۰ نور ټپیان شول. په وژل شوېو کې ۱۳ امریکایی پوځیان هم وو.خو د طالبانو حکومت د دې برید په اړه د امریکایی چارواکو معلومات نه تاییدوی.
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد ازادی راډیو ته وویل: “لومړی خو موږ دا معلومات نه شو تاییدولای. د بګرام د زندان د ماتېدو او د دې برید ترمنځ زمانی واټن ډېر کم و. په دومره وخت کې یو زندانی نه شی کولی چې له امنیتی ستونزو سره وسایلو ته ځان ورسوی، بیا هدف وټاکی او بیا داسې یو کار وکړی. ښایی څېړنه سمه نه وی شوې، نه پوهېږم په کومه بنا داسې ویل شوی.”مجاهد وایی دوی د امریکا دا معلومات نه شی تائیدولی خو امریکایی رسنۍ لیکی، عبدالرحمن اللوګری د متحده ایالاتو لپاره کومه ناپېژندل شوې څېره نه وه.د راپور پر بنسټ، په ۲۰۱۷ کال کې ‘CIA’د هند اطلاعاتی مسوولانو ته معلومات ورکړل چې په نوی ډیلی کې برید کېدونکی دی.هند دا برید شنډ کړ او د برید په تړاو نیول شوی عبدالرحمن اللوګری یې CIA ته وسپاره.CIAهغه په افغانستان د بګرام زندان ته راولېږه،
تردې چې د کابل د سقوط سره سم، د طالبانو لهخوا د بګرام زندان له ماتېدو وروسته، دی هم ازاد شو.استخباراتی معلومات ښیی چې عبدالرحمن اللوګری د یو افغان سوداګر زوی و چې په مکرر ډول هند او پاکستان ته د سوداګرۍ لپاره تللی او راغلی. هغه په ۲۰۱۷ کال کې هند کې نوی ډیلی ته نږدې د مناو رچنا پوهنتون کې د انجینرۍ زدهکړې کولې.امریکایی چارواکی وایی، طالبانو د بګرام زندان له نیولو وروسته، ۱۲ زره بندیان ازاد کړل چې په دې ۶ زره طالبان، ۱۸۰۰ د داعش ـ خراسان څانګې وسلهوال او نږدې ۳۲ تنه د القاعده غړی وو، خو په راپور کې دا هم لیکل شوی چې طالبانو په بګرام زندان تر ولکې وروسته، هلته بندی د داعش ـ خراسان څانګې یو پخوانی مشر عمرخالد خراسانی ووژاه.خو د طالبانو حکومت دا نه منی چې ګنې له بګرام زندان بندیان د دوی لهخوا خوشې شوی.د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیحالله مجاهد په خبره، بګرام ته د دوی د ځواکونو له رسېدو وړاندې، زندان مات شوی و.
له آزادی رادیو څخه په مننه :