گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » رباب موجوړاووخوڅمڅه شو!
رباب موجوړاووخوڅمڅه شو!

رباب موجوړاووخوڅمڅه شو!

څو ورځې وړاندی مې په خبرونو کې ولوستل چې زموږ د بهرنیو چارو وزارت په قزاقستان کې روان وضعیت په تړاو د اندیښنې څرګندونه کړې وه. د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د قزاقستان د ستونځې سوله ییز حل غوښتل شوى وه. حیران شوم چې دغه خلک زموږ په هېواد کې د جګړو په مهال چیرته وو چې زموږ د خپل هېواد لپاره یې د سوله ایز حل غوښتنه کړې واى. اوس داده د قزاقستان حالات بیرته نورمال شو، خو موږ له شل کلنې جګړې وروسته یو ځل بیا له واک څخه د شړل شوی په اصطلاح د مقاومت د جبهې لخوا د بلې جګړې د پیل په درشل کې قرار لرو. پوښتنه دا ده چې موږ به  اخر ترڅو پورې واک ته کله د یوې او کله د بلې ډلې سیاستوالو د رسولو لپاره خپل ځوانان له خپلو خلکو سره د جګړو ډګر ته ښکته کوو؟ د واک مجنونان به تر کومه پورې له خپل ولس سره لوبه کوی او ترڅو به یې د قربانی ګډوری ګڼی؟د نورو خلکو په غم غمجن کیدل د ویښتابه او د نورو  په درد د دردمن کیدو نښه ده، خو موږ باید د خپل هېواد د روان وضعیت په تړاو ډېر اندېښمن واوسو. موږ پخپله تر هغو له تاوتریخوالی څخه لاس نه اخلو او نه د هېواد ترینګلی اقتصادی، سیاسی او امنیتی وضعیت ته متوجه کیږو تر څو چې ارګ ته نه یو رسیدلی. کله چې ارګ ته ورسیږو، نو بیا سپین چرګان جوړ شو او بیا زموږ د واکمنی په وړاندې د هر ډول مخالفت کول ناروا او بغاوت ګڼو او که چا راسره په واک کې د مشارکت خبره وکړه، نو بیا زموږ حوصله ختمیږی.د ستونځو د تراکم حال مو دادى چې هره تازه حاکمه شوې ډله پخوانی بنسټونه نړوى او د خپلو فکری تړاوونو پر اساس د نورو بنسټونو د جوړولو ناکامه هڅه کوی. ولس مو په یوه ګوله ډوډۍ پسې لالهانده ګرزی. د وخت حاکمو ډلو د بنوڅیو په مسجد کې مړ شوى هغه مسافر مړى ورڅخه جوړ کړى دى چې د ګور او کفن لپاره یې په بازار کې ورباندی بسپنه راټوله کړی، نو بیا مړى د کورمې سیند ته وغورځوی.اداری او بنسټونه مو څه ونړیدل او څه هم نیمه پرانستل شوی دی. د علمی زده کړو تیاړ جوړ شوی مراکز مو بند پراته دی، د بیرته پرانستو وخت یې هم نا معلوم دى، خو د لوړو زده کړو وزیر صاحب په مطلقاً نا سنجول شوی توګه د داسې پوهنتونونو د جوړیدو ژمنې کوی چې نړیوال به پکې زده کړې کوی او د تیرو شلو کلونو د زده کړو بهیر هم ناکام ګڼی.کله چې په اصطلاح د ملی مقاومت ایتلاف او له غرب څخه راغلی ښاغلی  په واک کې وو، نور هر څه ګل او ګلزار ښکاره کیدل، فساد نه وو، په ګمارنو کې روابط نه پالل کیدل. په لوړو پوستونو باندی د ګمارلو لپاره د سراى شهزاده ډالری ضمانتونه نه وه. یوازې طالبان ترهګر وو، د پنجاب اجیران او د متحجر فکر نوښتګر وو؛ چې د سولې لپاره د هغوى تسلیمېدل د حل یوازنۍ لاره وه. نه ملت ورته یاد وو او نه یې هم د خپل ولس د اندېښنو د درک کولو وړتیا درلوده. کله چې بده ورځ راغله د ملت د شتمنیو او پیسو له چور او تالان وروسته وتښتېدل او له خپلو فامیلونو سره په بهر کې ښه ارام ژوند کوی، خو تعجب ده چې له دلته پاتې ولس څخه د جګړو کولو تمه لری.پرونیو  د فساد بنسټ ایښودونکو ته دلته پاتې خلک اوس ور یاد شول. اوس ورته دغه هېواد اشغال شوى ښکاره شو، اوس ورته د افغان بچیانو په قربانی کولو جګړه اړینه ښکاریږی. اوس په دغه وږی تږی ولس ورباندی غږ کوی چې باید د طالبانو د حکومت په وړاندې وسله واخلی، جګړه وکړی، طالبان وشړی او دغې تښتېدلې ډلې ته بیا د واک سپارلو لپاره قربانی ورکړی. عجیب او غریب صورت حال دى چې دلته هر د واک وږی ته هغه مهال ملت وریادیږی کله چې بیواکه شی، خو چې واک ته ورسیږی، نو بیا ځان وی جانان وی بچیان یې وی او خپلوان یې وی.هره ډله واک ته تر رسېدو وړاندې د واک په ګدۍ ناست خلک ګوډاګیان، کله مباح الدم او کله واجب القتل، مزدوران او تالی څټی ګڼی. ورسره کیناستل د مقدساتو سپکاوى او سوله کول ورسره حرامه ګڼی، خو کله چې ارګ ته ننوزی، واک ترلاسه کړی، نو هر څه سم شی. ازادی،  خپلواکی، عدالت او سوله راشی. کار اهل کار ته وسپارل شی، عدالت پلئ شی، اسلامی نظام جوړ شی.

دیموکراسی پلۍ شی او بیا نو د نورو هېوادونو له ناراضه خلکو څخه غواړی چې تاوتریخوالی پریږدی او د سولې لاره خپله کړی.که په خپل هېواد کې یې که خلک وږی وی، نو دا د حکومت دنده  ده چې د خلکو د لوږې غم وخوری.  لوږه د خداى له خوا ده، خو مشران هم مسئولیت لری. یوه مشر ویلی وو چې لکه اشغال همدغه شان به لوږه هم ډیره ژر (شل کاله وروسته) ختمه شی، خو وارخطایی نه ده پکار. امریکا باید د فاسد غنی لخوا را ټولې شوې هغه حرامې پیسې هغوى ته وسپاری، ټوله نړۍ دې هغوى په رسمیت وپیژنی. که داسې ونکړی نو بیا ورته خیر نه وی. که ستونځې او د مشرانو ټولنیز احساس همدغه شان دوام کوی، نو بیا خو هغه د چرسی خبره دغه تیګه بنده بولم.موږ رباب جوړوو، خو راڅخه څمڅه شی.  یقیناً نه پوهېږم چې داسې ولې کیږی؟ د قدرت خطرناک ویروس پړ وګڼم چې کله کله راڅخه خپل ځان، خپلې کړنې، خپل ولس او خپل مکلفیتونه راڅخه هېر شی او که ستونځه زموږ په فکری او ټولنیزو نیمګړتیاو کې شتون لری چې څوک په ترانو هیواد ابادوو، څوک  تشې چیغې وهو چې ټول هېواد مې جوړ کړ او څوک هم په هوایی ژمنو د خپل ولس د خطا کولو مانورونه کوو خو پام مو نه وی په اوسنی عصر کې ملت او نړیوال زموږ په خبرو نه، بلکې زموږ په کړنو حساب کوی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا