گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په خوست کی دموسیقی په نه خپرولـــود رسنیـــوغبرګونـــونه!
په خوست کی دموسیقی په نه خپرولـــود رسنیـــوغبرګونـــونه!

په خوست کی دموسیقی په نه خپرولـــود رسنیـــوغبرګونـــونه!

د نواندیشی لید لورې : داچه داسلام په مقدس دین کی  موسیقی اوهنر کوم ځای لری ؟  که څه هم جوته یا هم د حضرت امام غزالی رحمة الله علیه په قول چی که په اسلام کی موسیقی حرامه وی نو د چڼو یا کوچنیو مرغانود زړه وړونکو آوازونو اوریدل هم حرام دی او آن تر دی چی د قرآن پاک په ښکلی غږ کی اوریدل هم له شرعی ستونزو ډک دی  دا یوه له هغو فقهی اوشرعی مسائلوګڼلای شی چی باید د اسلامی امت جید پوهان او علمأ پری له بحثونو وروسته مناسبه فتوی ورکړی دا ځکه چی په اسلام کی د سندرو او موسیقی لپاره یوی عقلانی فتوی ته اړتیا ده چی د اوسنۍ نړی مسلمانانو ته د منلو وړ وی  خو تردی هغه خوا نن ورځ زموږ په ټولنه کی تر بل هرڅه زیات یوه رښتینی  مرکزی قیادت ته اړتیا ده چی د افغانی جګړه ځپلی  ټولنی حالاتو او اړتیاؤ ته په کتو د قانون حاکمیت تمثیل کړای شی .

په داسی حال کی چی که له یوی خوا دقدرت په لسګونو جزیری د طالبانو په راتګ سره له مینځه ولاړی نو بل لورته یی په زرګونه د یوه کاذب واک دقدرت اهرمونه رامینځ ته شول چی ځانونه د میکروفون او توری یا چاړې پر مټو حق او د الله ج استازی بولی . چی دا ډول رویه  له هر راز مشروعیت  څه استازولی نه شی کولای . همدا اوس اوس لکه څنګه چی لیدل کیږی د شپږو میاشتو په تیریدو سره سره هم د افغانستان په ګوټ ګوټ کی د هر والی او طالب چارواکی د سلیقی حکومت دی چی زیات وختونه طالبان په سرتنبه ګی تورن کوی او د واک پر اصلی منابعواو اړتیاؤ  د  فکرپه  نه کولو یی د جهاد په نوم او وثیقه د امتیازاتو په لومړی صف کی دروی ! او آن تردی چی نه شی کولای  د پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه د وخت پر اساسی قانون چی د چین له سفیرسره د طالبانود حکومت د عدلیه وزیر عبدالحکیم شرعی لخوا پری د طالبانو لخوا د ژمنی ډاډ ورکړ شوی ؤ طالبان پر یوه خوله او سلا کړی .زموږ په ګمان پر داسی فرعی او د اوس لپاره  د غیر ضروری مسائیلود اولس مشغولول نه یوازی د هیواد بلکه ترټولو زیات د افغانستان په زیان تمامیدای شی .په خوست کې د شخصي رسنیو مسوولان وايي، د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکو ورته ویلي دي چې په خپلو خپرونو کې دې موسیقي او سندرې نه خپروي.د څلورو رسنیو مسوولانو مشال راډیو ته وویل چې چارواکو ورته د موسیقۍ نه خپرولو توصیه د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په ګډه میاشتنۍ ناسته کې وکړه.اخوا د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د موسیقۍ نه نشرولو پرېکړه رسنیو خپله کړې ده.د ژمن راډیو ټېلېوېژن خبریال اکبر یاسني وايي، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکو ورته “په واضحه توګه وویل چې سیمه ییزې رسنۍ دې موسیقي نه خپروي.”نوموړي د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه له مشال راډیو سره په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړه چې ښايي تر دې وروسته ورته کاروباریان سوداګریزې خبرتیاوې ور نه کړي چې له وجې به یې شخصي رسنۍ چې وار له مخه له مالي مشکلاتو سره مخامخ دي، فعالیت و نه کړای شي.د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د رسنیو مالي ستونزې لا زیاتې شوې دي ځکه چې د پخوا په څېر ورسره نړیوالې ادارې او بنسټونه مرستې نه کوي.زموږ تصمیم نه، بلکې د رسنیو تصمیم دا دی او غوڅ تصمیم يې دا دی چې له ننه وروسته به موسیقي نه نشرېږي.

په خوست کې د هوا راډیو مشر ایوب یاد وايي، طالبان دې د رسنیو د خپرونو په اړه تګلاره جوړه کړې چې په ټول افغانستان کې عملي شي.نوموړي وویل، د ټول هېواد پر کچ باید د رسنیو لپاره پالیسي موجوده وي. “د یوې رسنۍ د خپرونو د مسوول په صفت مو له اسلامي امارت څخه غوښتنه دا ده، هر کله چې دوی په رسنیو محدودیتونه وضع کوي یا له خصوصي رسنیو څخه غوښتنې لري، نو دوی باید یوه طرحه ولري، چې ټولو رسنیو ته چې له مرکزه رهبري کېږي، له مرکزه هدایات وشي او د اسلامي امارت د پالیسۍ مطابق ټولې رسنۍ په یو چوکاټ کې فعالیت وکړي.

“د ولس غږ رادیو د خپرونو مسوول محمد دین شاه خیالي وايي دوی ته پخوا د توصیې په بڼه ویل شوي ول، خو چارواکو د رسنیو له مسوولانو سره په غونډه “وویل چې سر له سبا باید تاسو موسیقي خپره نه کړئ. په دې اړه رسنیو ته ستونزې دا دي چې یو يې مارکېټېنګ له منځه ځي او بل دا چې اوس اکثره کارکوونکي او ویاندویان له رسنیو سره بې پیسو کار کوي، ممکن بیا رسنیو سره کار و نه کړي.”د غرغښت راډیو ټېلېوېژن مشر سخي سرور میاخېل وايي، د رسنیو ټول سوداګریز اعلانونه په ساز، اواز او موسیقۍ کې دي، که موسیقي بنده شي، نو دا د رسنیو لپاره چې له وړاندې اقتصادي ستونزو سره مخامخې دي، یو ګواښ دی.بل لوري ته ځايي طالب چارواکي وايي د موسیقۍ د نه خپرېدو پرېکړه دوی نه، بلکې په خپله سیمه ییزو رسنیو کړې ده.د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شبیراحمد عثماني مشال راډیو ته وویل، “که چېرې ښځې د دین په باره کې له چا پوښتنه کوي، باید دا پوښتنه يې واخیستل شي، که چېرې د علم او یا کوم علمي تحقیق په باره کې پوښتنه کوي، دا باید واخیستل شي. دا چې هغوی د اشپزۍ پوښتنه ځینې کوي، نو دې ته څه ضرورت دی؟ ایا دا زموږ له کلتور سره اړخ لګوي؟ زموږ تصمیم نه، بلکې د رسنیو تصمیم دا دی او غوڅ تصمیم يې دا دی چې له ننه وروسته به موسیقي نه نشرېږي.

“خوست د افغانستان له هغو ولایتونو دی، چې رسنیز فعالیتونه پکې پراخ دي. هلته د یوشمېر ملي او نړیوالو رسنیو پر خپرونو برسېره ۱۴ سیمه ییزې راډيوګانې او د غرغښت، ژمن، زرغون او خوست په نومونو ۴ سیمه ییز ټېلېوېژنونه فعالیت کوي.د بې پولو خبریالانو سازمان (ار اېس اېف) د ۲۰۲۱ز کال په ډېسېمبر کې ویلي ول، پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پر رسنيو د پام وړ اغېز کړی او په هرو ۱۰ رسنيزو بنسټونو کې څلور تړل شوي او ۶۰ فيصده خبريالان او د رسنيو نور کارکوونکي بېکاره شوي دي.طالبانو د افغانستان کنټرول تر ترلاسه کولو وروسته د رسنیو د ازادۍ ډاډ ورکړی وو.

             د تکړه لیکوال او خبریال محترم نجیب الله الوخیل او د مشال رادیو څخه یوه نړۍ مننه 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا