هغه افغانان چې دامریکا په دوستې یی ویاړ کاوه او دخپل هیواد او مظلومو هیواد والو په خلاف یی دامریکا او اشغالګرو په چوپړ او خوش خدمتې کې وو ،له خپل ځوریدلی ولس څخه دشرم او خجالت سره سره بښنه وغواړې، امریکا شل کاله زموږ دهیواد وګړي وځورول، ووژل، دبمونودمورپه نوم بم او نوري وسلې یی په بې د فاع افغانانواستعمال کړې، په لکونو افغانانو یی شهیدان، معیوب،کونډې او یتمان کړل ددي پرځای چي مرسته وکړې زموږ ددغه شهید پرور ولس پانګه یی هم غلا کړه ،
دغه ظالمانه پریکړه باید هر افغان وغندی اوهرهغه څه چې یی دلاسه کیږی ددغې کرغیړنې پریکړی (غلا)په خلاف اوازونه اوچت کړي دغه پریکړه ېه به افغان میړنی ولس نور هم یو موټی کړې،او زموږ دګونډو، یتمانو، وږي اوتږي ولس اهونه او اوښکې به د ظالمانو دظلم او وحشت بیړۍ غرقه کړې ان شاءالله. دغه د ۲۰۲۲ کال دافغان شتمنۍ ستر بوډا غل نور دسپینۍ ماڼۍ په ځای دزړو خلکو کور ته ولاړشی