گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دروغجن مې لټول پیدامې نه کړل!
دروغجن مې لټول پیدامې نه کړل!

دروغجن مې لټول پیدامې نه کړل!

دروغـجـــن مـــې لــټول پـــیــدا مـــې نـــه کـــړل

ښکته پورته ګــرځـــېدل پــیــدا مـــې نـــه کـــړل

کـــلـــیـــوالـــو نـــه مـــې هـــم وکـــړه پــــوښتنه

جومـــاتـــو تـــه تلل راتـلل پیدا مـــې نـــه کـــړل

په جومات کې مې نارې کړې چې دوی څوګ دي؟

دوی په ما پورې خــندل پــیــدا مـــې نـــه کـــړل

بیا حـکومت تــه پـــسې ورغـــلـــم عـــارض شوم

هغـوی هـــم بـــد رد ویـــل پیدا مـــې نـــه کـــړل

بــــیـــا نـــاهـــیلـــی شان مـــلـــي شورا تـــه لاړم

هغوی جـــوړ وو لوی غـــوبل پیدا مې نـــه کـــړل

حــــک حـــیران پـــه محـــکــمـه وربـــرابـــر شوم

ټول قاضیان مــې وپوښتل پیدا مــې نـــه کـــړل

نـــړیـــوالـــو نـــــــه مـــې هـــم پـــوښتنه وکـــړه

دوی پـــر یـــو بـــل اړول پـــیدا مـــې نـــه کـــړل

فـــیصـــــدي د صـــادقـــانــــو وه پـــــه صـــفـــر

دروغجــن وو سل پــر سل پیدا مـــې نـــه کـــړل

آخـــېــر خـــدای تـــه پـــه زارۍ او پـــه ژړا شوم

چـــې پـــر ما وشو څه چل ؟ پیدا مـې نـه کــړل

د دروغـــــو مــــــزل اوږد، د رښتـــیـــا لـــنــډ شو

ما دروغ ترې زده کــــول پیدا مـــې نــــه کــــړل

ټول ژوندون مې په تپوس تپوس کـــې تېر شو

مـاته هـــم راغــــی اجـــل پیدا مـــې نـــه کـــړل

زه چې مړ شوم بیا یې قبر کې خــونـــدي کـــړم

مـــړي مـــانـــه پـــټــېدل پـیدا مـــې نـــه کـــړل

هلته پوه شوم چـــې اصـلي دروغـــجـــن زه وم

ما پــه سترګو هـــم لیدل پیدا مـــې نـــه کـــړل

که چېرې یو څـوګ پـه ټوله دنیا کې د دروغجـن کس په نوم او ادرس لیک ولیکي او وی لیږی  ، نو دغه لیک به په نړۍ کې تاو راتاو شي او کوم دروغجن به پیدا نه شي چې دغه لیک واخلي. نو بیا بــه هــغــه لیک هــغـه لومړني لیکونکي کس ته واپس او مسترد شي ځکه چـې پــه دنیا کې دروغجــن څـوګ نــه شته ټــول صادقــان دي او بس. یــوازې هغه لیکونکی به دروغــجــن وي او لیک بــه دوبــاره ده تــه ورسیږي.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا