د افغانستان د اصیلې موسیقۍ وتلی سندرغاړی او کمپوز جوړونکی استادګل زمان د ۸۲ کلونو په عمر وفات شو.نوموړی تېره شپه د کب پر ۶ له نړۍ سترګې پټې کړې.استاد ګلزمان سلګونه سندرې او ملي ترانې ويلې دي او د پښتو سلګونه سندرې یې د افغانستان د راډیو تلویزیون په ارشیف کې خوندي کړې دي.د استاد ګل زمان ډیرې ولسي سندرې نورو مشهورو هنرمندانو هم له نوي موسیقۍ سره په ویلو بیا بیا را تازه کړې دي.نوموړي د سندرو ویلو تر څنګ لسګونه شاګردان هم روزلي او سندرغاړو ته یې سلګونه کمپوزونه جوړ کړي دي.استاد ګل زمان له خپلو ځینو شاګردانو سر ټکاوه چې دوی یې روزلي خو کوم چیرې یې یادونه شانتې هم نه کوي.استاد ګل زمان د جمهوریت مهال له چارواکو هم په وار وار ګیله کوله ” د حکومت مشرانو زما اقتصادي او د سرپناه مشکلاتو ته قطعآ توجه و نه کړه “استاد ګل زمان په ۱۳۱۸ کال په خوست کې زېږېدلی و. هغه په ۱۳۶۲ کال کې د افغانستان په کچه د سندرو جوړولو په برخه کې لومړی مقام وګاټه او د خپل هنري ژوند په جریان کې په ډیرو مډالونو هم ستایل شوی دی.پخواني حکومت استاد ګل زمان ته د پښتو موسیقۍ د بابا لقب هم ورکړی و.استاد ګل زمان له هیواده د باندې په ۳۴ هیوادونو کې د موسیقۍ په کنسرتونو او فستیوالونو کې هم برخه اخستې او افغاني موسیقي یې پر نړیوال ستیج ځلولې ده.نواندیشی تربیون او مشرتابه هیأت یی خدای بښلی استاد ګلزمان ته جنت الفردوس او خواخوږو او کورنې ته دجمیل صبر غوښتنه کوی .