گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دخوست والی محمدنبی عمری اودکوړ کوړاخـان مبین رول !
دخوست والی محمدنبی عمری اودکوړ کوړاخـان مبین  رول !

دخوست والی محمدنبی عمری اودکوړ کوړاخـان مبین رول !

دنواندیشی لید لورئ : په خوست کی د طالبانود امارت والی محمد نبی عمری یوازی څو کاله وړاندی د امریکا د جهنمی زندان ګوانتانامو څخه چی د استقلال او آزادی غوښتنی په تور په بند کی ساتل شوی ؤ  په داسی حال کی راخوشی شو چی دخپل کور په ځای دیوی معاملی له مخی دقطر پلازمینی دوحی ته ولیږدول شو موږ د امریکا یی ښکیلاک او استعمار ددغه ظالمانه کړنو په وړاندی غږ اوچت کړ او د مولوی محمد نبی عمری او دده په څیر د نورو افغان شخصیتونو بندیانول مو په کلکه وغندل . ددغو غندنو یوه لویه وجه او عامل داؤ چی مولوی محمد نبی عمری د افغانستان دیوه مظلوم بچی په توګه له دین ، وطن او دخپلو ملی ارزشونو څخه ددفاع په تور له هیواده لیری د ګوانتانامو په څیر بدنامه زندان کی شپی سباکولی . اوس چی د ملی ارزشونو خبره رامینځ ته شوه دافغانستان تور ، سور اوزرغون دری رنګه بیرغ چی مولوی محمد نبی عمری او دهغه په څیر سلګونه څیرواو شخصیتونو چی د افغانستان د طالبانو د تحریک په لیکو کی ولاړی او زندانونه او ربړونه یی ګالل د افغان هیواد په جوړولو او ساتلو کی یی ملی دری رنګه  بیرغ هم چی د ملت جوړونی سمبول ګڼلای شی دنورو دینی او ملی شعائرو تر څنګ د مبارزی او جهاد سره کرښه وشمیرله . کیدای شی په داسی هیواد کی چی مختلف قومونه ، مذهبونه او د ژبو ویونکی ژوند کوی له نورو فکری او نظریاتی کسانو سره یوځای ګوندونه او مدنی ټولنی رامینځ ته کړی چی کله نا کله یی د خپلوګوندی  موخو ته درسیدو په خاطر جلا جنډه او بیرغ هم را مینځ ته کړی دی چی واک ته درسیدو په صورت کی هم د ګوندی جنډی او بیرغ ترڅنګ ملی بیرغ هم در سترګو کیږی .

خوپه خواشینی سره باید وویل شی چی زموږ د هیواد وروستۍ پنځه لسیزی لکه څنګه چی ملا امیر خان متقی چی د طالبانو په نوی کابینه کی د بهرنیو چاروزیر په توګه اعلام شوی دی  د ۲۰۲۱ کال د نومبر په ۱۵ نیټه د پاکستان له نامتو خبریال سلیم صافی سره په خپله مرکه کی وویل چی تیر وختونه هرڅوګ او ډله چی واک ته رسیدلی ده دافغانستان ملی بیرغ ته یی هم بدلون ورکړی دی نوځکه خو موږ هم دتیر په څیر ددغو ملی ارزشونوپه وړاندی چلند خپل کړ.کیدای شی د متقی صاب دغه ټکی ته پام نه وی شوی چی تیر پنځوس کاله زموږ د هیواد برخلیک د پردیو ځواکونو او ښکیلاک لخوا یرغمل شوی ؤ او استعمار او دهغوی ګوډګیان هیڅکله هم نه یوازی نه غواړی د ملت جوړولو نښی ځلانده پاته شی بلکه څومره او د هرچا لخوا چی و کولای شی  د هیواد د ملی ارزشونو او نښو په وړاندی کرکه په یوه ملی وجدان بدله کړی ترڅود ملت په مینځ کی دهیوادساتنی،اوله هیواد څخه ددفاع ګډ تاریخی منارونه ویجاړکړی .

دلته کله چی په خوست کی د طالبانو والی مولوی محمد نبی عمری اولس ته د افغانستان د دری رنګه بیرغ په هکله سور خط کاږی او وایی : له نن وروسته دری ورځی وخت لری هرهغه څوګ چی پخوانې بیرغ یی په کور یا په دکان یا په موټر باندی ځړولی وی لطفأ هغه دی ایسته کړی . اختیار یی خپل دی که د امارت بیرغ په ځان او په کور ځوړوی هم اختیار دی دی او که یی نه ځوړوی هم اختیار دی دی !البته دنن نه بعد ددغی بیرغ دری ورځی وخت دی له دریوورځووروسته بیا څوګ اجازه نلری چی یا یی په کور ځوړند کړی یا یی په دکان او موټراو موټر سایکل باندی ځوړند کړی . خو پخواهم مبین چی ځان یی  ستر جنرال او دطالبانو په نظام کی غیر مسؤل او واجب الاحترام ګاڼه هغه مهال چی د افغانستان د کرکټ ملی لوبه د سکاتلند هیواد په وړاندی د دری رنګه بیرغونو په رپولو ګټلی وه له کوم چا سره دده په وینا شخصی تلیفونی اړیکه  کی داسی ویلی ؤ چی : لوبه زموږ دسیاست برخه نه ده که دسیاست برخه یی ګرځوی او دوی هرچیرته دری رنګه بیرغ یادوی والله که بیا دوی د کرکټ میدان ته زموږ څخه کوزشی .بیا دی ځی له هندوستان او دسکاتلند سره لوبی کوی داچی موږ تعمل (تحمل) کوو ، کرکټیان دی هم ځان دسیاست برخه نه ګرځوی . کرکټ جوړ کړی امارت ده د کرکټ تأسیس د امارت په وخت کی شوی ده اوس امارت دلوبو خلاف نه ده اما دلته دوی باید اطاعت وکړی . دوی که دکابل نړیوال هوائی ډګر ته راځی نو زه بیا ګورم چی دوی کوم رنګ بیرغ راکوزوی ؟ زه به ورته ولاړ یم چی دوی کله هم راځی د کابل هواېی ډګرته نوزه بیاګورم چی دوی کوم بیرغ آخلی ؟ بیابه هلته ددوی مینه زه وګورم نوهلته به زه ولاړ یم زما سره به سپین بیرغونه وی هرلوبغاړې به سپین بیرغ ښکولوی بیا به له طیاری نه راکته کیږی.داڅه ګپ نه دی موږ ټول کارونه په زورکړی دی¸ټول !   امریکا مو دخدای په نصزت د اسلامی امارت د غازیانو په سوکانو ماته کړی ده . غنی مو په زور له ارګه په زور په منډه کړی دی . په رضا مو نه ده کړی !دلته مو لنډه غر په زور مات کړی دی بیا که زور ته شوه نو بیا موږ ته یی ډیری لاری راځی !موږ چی څه وایو هغه به راسره منی دلته نظام پارلمانی نه ده . موږ دچا په رأیه باندی نه یو راغلی ، موږ انتخابات نه دی کړی چی د تاسو رأی ته احترام وشی موږهرڅه دسوکانو او څپیړو پر زور باندی کړی دی . دابیرغ کوم حیثیت لری ؟ له دی بیرغه ډم او سندرغاړو کالی جوړکړی ؤ په مجلسونو کی به د اروپایانو اوامریکایانو په مخ کی ګډیدل . دغه بیرغ دومره هم مه هغه کوۍ چی موږ بیا قاطع اقدام وکړو . او قاطع اقدام دلته جمهوریت نه دی وروره ! دلته اسلامی امارت ده ….خو ددغه اوتو بوتو په ځواب کی چی د مبین خان په ژبه بیان شوی وی او په ټولنیزو پاڼو او شبکو کی یی د طالبانو په وړاندی د اولس غوسه راپورته کړی وه د طالبانو د کورنیو چارو دوزارت د یوه طالب چی ځان د یی د وزارت ویاند او په تیر کی د مبین آغا د کاسی انډیوال پاته شوی دی داسی وویل : دمبین صاحب نظر داسلامی امارت نمائندګی نه شی کولای دا دهغه خپل شخصی نظر دی .اوپه اسلامی امارت کی تراوسه پوری کومه رسمی دنده نلری .کله چی آغا مبین هم داولس غبرګون او غوسه ولیده نو بیایی د ژوندون له  تلویزیونی شبکی سره پښیمانی وښوده خو

ددی ترڅنګ په باطنی ډول داولس په وړاندی دبالقوه کرکی پردرلودواعتراف وکړچی هیڅکله هم دانسان کړه وړه نه شی پاکولای ځکه هغه په دغه خبروکی د پوښتونکی په ځواب چی تری ویی پوښتل : تاسو د ملی بیرغ او کرکټ ټیم په اړه ځینی خبری ستاسو دغږ په نامه نشر شوی دی تاسو په دی هکله څه وایاست ؟ مبین چی ځان ستر جنرال مبین بولی داسی ځواب ورکړ: غږخو زما دی د کوم چا سره می په شخصی کی دا خبری کړی وی هغه نا ځوانی کړیده او که هرڅه نامردی یی بولئ ! له هغی یی ویدیو جوړه کړی ده د خپل یوتیوب چینل لپاره ! دملی بیرغ په رابطه پریکړه زمونږ نه ده دا دحکومت ده او په راتلونکی اولس پریکړه ده . مجاهد صاحب هم بار بار دغه خبره کړی ده . زما دخولی خبری دا په شخصی کی شوی دی خو داچی په رسنیو کی د افغانستان دکرکټ په رابطه ځینی توند الفاظ ما کارولی دی نه باید چی داسی شوی وای هغه دکرکټ لوبغاړی زموږ اتلان دی ، زموږ هیواد وال دی ….په ټوله اسلامي نړی کې تر دې بيرغ ښه اسلامي بيرغ نشته د هند د اسلامي خلافت يو مبارز مشر مولانا بهاشاني ليکي چې امير امان الله د ازاد افغانستان د ملي بيرغ د رنګونو او نښان لپاره د لسو معتبرو عالمانو يوه جرګه وټاکله.جرګې وړانديز وکړ چې د افغانستان د بيرغ لپاره د د اسلامي امت د درو خلافتونو د بيرغ رنګونه په يوه بيرغ کې را غونډ شي او دا بيرغ دې د ازاد او اسلامي افغانستان بيرغ وي.تور رنګ له اموي خلافت څخه، زرغون رنګ له عباسي خلافت څخه او سور رنګ له عثماني خلافت څخه.همدارنګه په نښان کې دې مسجد شريف، محراب مبارک او دين ته د دعوت لپاره منبر شامل وي، کليمه ې طيبه او د توحيد ناره الله اکبر د پرې علاوه وي، افغانستان د اسلامي امت د تاج غمى دى. مه کوئ! افغانستان د اسلامي نړۍ د پګړۍ له تاجه مه را غورځوئ! د خپل هيواد او خپل ملت لوړ شرافت ته سلام وکړئ!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا