گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د دعوت اوجهاددغښتلی مبارز مولوی خلیل الله پیروزی هم مړشو.
د دعوت اوجهاددغښتلی مبارز مولوی خلیل الله پیروزی هم مړشو.

د دعوت اوجهاددغښتلی مبارز مولوی خلیل الله پیروزی هم مړشو.

د علم، تقوا او نيکو اخلاقو  اړخ يې راوسپړم او که له لوړو او ژورو، ستونځو، کړاوونو،  ناهيليو او تراژيديو ډک ژوند باندې يې ليکنه وکړم ، د کډوالئ او کډه په شا، پرديسي سرګردانه ژوند باندي يې را تاو شم او که د جهاد په سنګر کې د همت، شجاعت، شهامت او غيرت تاريخ يې ولولم. له يارانو خپلوانو او دوستانو څخه د  پاتې کيدو او د ژوند له سختيو سره د لاس او پنجه نرمولو داستانونه يې درته وليکم او که مصلحتونه په نظر کې ونيسم چوپه خوله، کاڼه غوږونه او پټي سترګې تير شم. په تراژيديو کږليچونو ستړياو او تاړاکونو راڅرخيدلئ ځواني يې درته انځورکړم که په يوازې سراونشت امکاناتو باندې د ډيرو ليکنو شننوارزونو او ژورو فقهي مسایلوراسپړلو باندې يې مکث وکړم، دژوند په اخري کلونو کې د ژړاګانو،اسوېلواواهونوکيسې يې درته وکړم او که خپل رب ته په سجده باندې د نسکورپاتې کېدو يې درته ووايم.

نن هيڅ نه ليکم. نن مې ګوتې راسره د ليکلو او خوله راسره د ځوږ جوړولو لپاره ياري نکوي. ځکه چې نن هغه پياوړى غر د تکيې په توګه تر شا نلرم، نن مې هغه استاذ، هغه ناصح، هغه واعظ او هغه  لارښود څلى ونړيده. نن هيڅ نه وايم. يوازې په دې باندي بسنه کوم چې:په خورا ژوره خواشيني سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پکتيا ولايت نامتو عالم او جهادي مشر، د شوروي يرغلګرو په وړاندې د حرکت انقلاب اسلامي د پکتيا ولايت د شاهي کوټ د جبهاتو عمومي امير، د اسلامي امارت د تيرې دورې د علومو اکاډمي عمومي رئیس د کفر الحاد، شوروي اشغال په وړاندې د پولادي ارادې خاوند، د دعوت جهاد او مبارزې د سنګرونو نه ستړى کيدونکى شخصيت، د علم تقوا فراست او بلاغت هسک څلى، مولوي خليل الله پيروزي د اجل داعي ته لبيک ووايه او له فانې نړۍ سره يې مخه ښه وکړه. روح دې يې ښاد او جنت النعيم دې يې ځاى وي. یادونه : د مرحوم جنازه د چهار شنبې په ورځ د سهار په نهو بجو چې د ١٤٠٠ هجري لمریز کال د کب د میاشتې له يولسمې نېټې سره سمون خوري د کابل په عيدګاه جومات کې ادا کيږي.

__________________

د نواندیشی تربیون سرپرست او کارکونکی د جهاد او مبارزی د اتل خدای بښلی مولوی خلیل الله پیروزی مړینه د افغانستان او اسلامی امت لپاره یوه لویه ضائیعه ګڼو د لوی خدای له درباره ورته فردوس جنت کورني او خواخوږو ته یی دجمیل صبر غوښتنه کوو

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا