گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دافغانستــان لپاردپـاکستـانی وایســراپرسردذلـــت شـــملــه!
دافغانستــان لپاردپـاکستـانی  وایســراپرسردذلـــت شـــملــه!

دافغانستــان لپاردپـاکستـانی وایســراپرسردذلـــت شـــملــه!

بس اوس به  مو که دخدای خوښه وی ددین او دنیا ټولی ستونځی او کړاؤنه دتل لپاره حل شی که څنګه شمشتو ! ؟ بیا څنګه ګلام خانه ؟ ولی وادی نه وریدل په کابل کی دپاکستانی لاس پوڅی  خلیفه صاحب عمران خان خاص استازۍ چی دامریکاېی وایسرا جنرال میلرپه څیرله خپلی ژمنی پلازمینی کابل څخه را خوځیدلۍ اود پاکستانی خاوری سره نږدی پولویعنی جلال آباد څخه د لیدنی پر مهال یی د افغانستان د تاریخی هیواد د بربادۍ او ویجاړتیا مدال پر سرور کیښود

یاره ګلام خان داخو دی عجیبه وویله ؟ دا خبر مودکوم چا له غرض اومرضه ډکی سرچینی څخه اوریدلی دی اوکه نه روایت صحیح اوکره دی ؟ بس شمشتو په خدای اعتبارکوه پرما ګناهګار یی مه کوه خبر مو نه یوازی په  افغانی  خبری پاڼو کی ولوست بلکه په کابل کی د پاکستانی  وایسرا په ټویټر کی هم وکوت چی په انګریزی مبارکه ژبه کی یی دغه خبر روایت کړی ؤ .ویل شوی دی چی والاحضرت منصور احمد خان او ورسره ملګری هیأت یی په دغه لیدنه کی  د افغانی  تجارانو له اتحادیې سره هم کتلي او د هر راز همکاري ډاډ یې ورکړی.خو کتونکی چی د افغانستان اوضاع له څاڅکی څخه د ناوی لاندی پر کیناستو تعبیروی نه پوهیږی چی څنګه اوولی پاکستان چی ټوله ورځ په ریأ کارانه ډول ددوستې او اسلامی ورور ګلوې  لافی وهی د افغانستان په رسمیت پیژندلو کی نه یوازی ناغیړی کوی بلکه دافغانستان اوسنی وضعیت ته په کتو په تیر شل کلن مافیائی دوره کی دافغانستان د شاړیدلواوورانولو مسؤلیت د پاکستانی حکومت پرغاړه دی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا