گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په افغانستان کی دپاکستان دمرستی په نــوم خونړۍ دذلـــت ډرامـــه !
په افغانستان کی دپاکستان دمرستی په نــوم خونړۍ دذلـــت ډرامـــه !

په افغانستان کی دپاکستان دمرستی په نــوم خونړۍ دذلـــت ډرامـــه !

لا د حقانی شبکی د بنسټ ایښودونکی خلیفه سراج الدین حقانی چی د طالبانو په اعلام کړای شوی ډرامه کی د حوالدار رول لوبوی له مخه توره پرده نه وه پورته شوی چی ددغه شبکی دبنسټ ایښودونکی خلیفه صاب تره مبارک چی دیوی قافلی په ترځ کی یی د حاجی خلیل الرحمن حقانی په نوم د خلیفه صاحب عمران خان چی په  پاکستان کی په ظاهری بڼه واک ته رسولی شوی د استازی په جامه کی  ځان د غنیمت ډګر یعنی د افغانستان زړه کابل ته رارسولی ؤ  او ځان یی د مهاجرینو د وزیر په توګه معرفی کړی ؤ په خپله او دحقانی د وژونکی شبکی دبل مهم غړی ملا عبدالکبیر په وسیله  له پاکستانی سناتور طلحه محمود سره چی د پاکستان  دهزاره ضلعی سره تړون لری او د دغه هیواد له مهمو څیروشمیرل کیږی اړیکی ونیوی او زموږ تاریخی افغانستان ته یی د حقارت او سپکاوی د ډرامی لوبغاړۍ او د پاکستان سنا مجلس کی د اقتصادی کمیتي رئیس طلحه محمود د راتګ بلنه ورکړه چی هغه هم چی کالونه کالونه یی ددغه بلنی د انتظارشپی سباکولی دغه بلنه ؤمنله اودغلو دانوله ریأ ډکی قافلی سره یوځای د طورخم پولی له لاری افغانی خاوری ته داخل شو

ترټولو جالبه او حیرانونکی خو داده چی دپاکستان ټول پټ اوڅرګند چارواکی چی له څولسیزورا پدی خوا دپاکستان استراتیژیک عمق ته درسیدو په هیله شپی سباکوی ددی فرصت نه دی موندلی چی پر زخمی او تاریخی افغانستان دی هم داسی منګولی ښخی کړی لکه څنګه یی چی پر پنجاب ، سند، بلوچستان او سرحدی صوبه باندی چی اولس یی په ټوله کی د پښتنی فرهنګ او کلتوردرلودونکی دی خپلی منګولی ښخی کړی دی .خو یوازینی د خپلو موخو ته درسیدو په هیله یی د تطمیع او باج ورکولو پر نسخه چی په اوسنی پیړۍ کی ترټولو زیاته کاری او مجربه نسخه ښکاری عمل کړی دی .

نوځکه خو ټول د پاکستان د تازه یرغلګر هیواد پاخه ، واړه او زاړه چی ددغه نسخی تأثیرات یی تجربه کړی او نتائیج یی په سترګو لیدلی دی ډله ډله او جوقه ، جوقه د فاغانستان جګړه ځپلی او په وینو لړلی خاوری پر لور له څو بوریو وراستو غنمو ، غوړیو په ملتیا راروان وی چی ښه او ژوندی بیلګه یی افغانستان ته د پاکستانی سناتور طلحه محمود له ریأ ډک سفر دی چی د څولاریوردریأ کارانه مرستو پر ویشلو چی په واقیعت کی د آزادی غوښتنی او په افغانانو کی د استقلال اوعدالت پر منار چی د تقوی اوایمان انګازی خپروی  لوی ګزار ګڼلی شی .

افغانان په تیر لنډ تاریخ کی د یرغلګرو روسانو په وړاندی هغه مهال چی د کوپونی  مرستو په نوم یی زموږ دهیوادوالو مقاومت او ایمان  پر نښه کړ نوافغانان  په یوه آواز او یوه انګیزه د روسانو مرستو ته اورورته کړ خونړیوال ښکیلاک او دهغوی لاس پوڅی په تیروڅولسیزوکی په دی وتوانیدل چی د مقاومت او افغانی غیرت او میړانی د غه مورچل پر ډالرو او کلدارو ونړوی . اوس هم پکارده چی له تیر څخه په ګټه آخیستو د پاکستانی سامراج دغه شانی مرستو ته چی زهریی په کی نغښتی دی په اسلامی او ملی احساس اور ورته کړای شی .اوهغه د ستر خوشحال بابا د شعر پرلیکه چی وائی  : 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا