گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دسمون ملاتړکوو خو ړوندتقلیدنه ؟
دسمون ملاتړکوو خو ړوندتقلیدنه ؟

دسمون ملاتړکوو خو ړوندتقلیدنه ؟

د ژور تأسف ځاى دى چې موږ  د خورا لوړې کچې عاطفي اړخ په درلودلو او يا هم  له کږليچونو څخه د ډکو او پيچلو سياسي لوبو کې د اړينې پوهې او تجربې د نشتون له امله له تيرو څلورو لسيزو  راهيسې په مسلسل ډول د مشرانو په غلطو او دروغجنو ژمنو باندي غوليدلي يو او د هغوى لخوا د موخو له ترلاسه کولو وروسته ژمنو ته د شا کولو له امله مو صدمه ليدلې ده، د هيلو غوټۍ مو رژېدلې دي ناهيلي شوي يو او له يوه ناورين څخه وروسته له بلې فاجعې سره مخ شوي يو.ښه اړخ مو داده چې حوصله مو لوړه ساتلې او همت مو نه دى بايللى. هر بدلون ته مو له مثبت اړخ څخه کتلي دي او هر نوى حاکم ته مو د سمون او بدلون لپاره وخت ورکړى دى. که حاکم د سمون لپاره هوډ او اراده کړې نو ملت يې ملاتړ کړى دى. په سياسي مشرتابه کې نيمګړتياوې لرو، خو ملت مو د پوهې د کچې له ټيټوالي سره سره له نيکه مرغه د شهامت او شجاعت نيمګړتيا نلري.د اوسني حکومت مشرانو ته مو واک ته له رسېدو مخکې د ننني ترينګلي اقتصادي او سیاسي وضعیت د مخنیوي لپاره وړانديزونه کړې وو. نه مو غوښتل پخوانى نظام سکوټ نسکور او بنسټونه وپاشل شي، خو دا چې هغوى ورته ارزښت ورنکړ او د توپک په زور يې واک خپلول غوښتل، نو بيا مو هم د ملي مصالحو په چوکاټ کې بدلون ته د تازه ناورين د لامل په توګه نه، بلکې د واک له پخوانيو جزيرو، زورواکانو او د فساد له بنسټګرو څخه د نجات په هيله  مو په نيک شګون ورته وکتل او د خپلو مشاهداتو پربنسټ مو له هيڅ ډول امتیاز غوښتنې پرته د رسنیو له لارې مشورو ورکولو ته ارجحيت ورکړ. ټولو پخوانيو نيمګړتياو او اوسنيو ناخوالو ته له کتو پرته اوس هم د اوسني نظام نسکورېدل د ملت او هيواد زيان ګڼو او په وړاندې يې جګړو ته لمن وهل په هيڅ صورت د حل لاره نه ګڼو. البته نيمګړتياو او ناخوالو ته د چارواکو د توجه د جلبولو لپاره ګوته نيول راته  ديني او ملي مسئوليت ښکاري. نن يو ځل بيا د خپل مسئوليت له مخې په لنډه توګه په موجوده وخت کې د چارواکو او نظام نيمګړتياو ته د سمون په موخه ګوته نيسم؛١ په لمړي سر کې په ملي او نړيواله کچه د مشروعیت نشتون ستره نيمګړتيا ده چې يوازې د علماو شورا دغه ستونځه نشي حل کولاى بلکې د يوې داسې ريښتوني ملي شورا په جوړيدو مشروعیت ترلاسه کيداى شي چې د ښځو په شمول د ټولو پرګنو، قومونو سمتونو فکرونو او مذهبي تنوع استازيتوب وکړاى شي.

٢ د نړيوالو پرنسيپونو پربنسټ د سرپرست (چارسمبالي) حکومت لپاره د وخت ټاکل حياتي اړتیا ده. په عام ډول سرپرست حکومتونه د دريو مياشتو, يوکال اويا هم زيات نه زيات تر دوه کاله پورې وخت لري چې د همدغه وخت له پوره کيدو مخکې به قانوني حکومت ته  واک سپارل کېږي.

٣ تر اوسه پورې د امارتي چارواکو په تګلارو کې د اساسي قانون، بيرغ، شرعي حجاب ځانګړتیاو ستونځه ګونګه ده او ستونځې يې را پارولي دي. داچې اوسنى حکومت اساسي قانون له سره جوړوي، همدغه اساسي قانون باندې بيا کتنه کوي او که له بيا کتنې پرته اوسنى اساسي قانون د پلي کېدو وړ دى، باید وضاحت وشي.

٤ – د نړيوالې ټولنې په وړاندې هر حکومت ځینې ژمنې او مسئوليتونه لري، نو ځکه باید ووايو چې له نړيوالو سره د يوه هېواد په توګه د افغانستان او د قطر د سياسي دفتر د مشرانو ژمنو ته پام نه کيږي. له نړيوالو سره باید تعامل دوه اړخیزه بڼه ولري او په نړيوالو کنوانسيونونو کې زموږ دهېواد د ژمنو په تړاومسئولانه چلن وشي. شک نشته چې اوس په دغه تړاو سترې نيمګړتياوې شتون لري. ٥ –  له لمر څخه روښانه ده چې موجوده حکومت ته افغان شموله حکومت نشو ويلاى او په هيڅ منطق کې هم د توجیه وړتيا نلري. په دندو باندي د ګمارنې لپاره پوهه، تجربه او اهليت قطعاً اړين نه ګڼل کیږي، بلکې ملائيت او انډيوالي ته سخته اړتیا ده.

٦-  فساد له پخوا څخه کم او ځينې مشران خو له فساد څخه په کلي توګه پاک ښکاري، خو داسې نشو ويلاى چې فساد شتون نلري. په لوړه کچه فساد  نشو ردولاى او په وړاندې يې مبارزه هم ټکنۍ ده.

٧ – د انجونو د زده کړو په برخه او له کار څخه منعه کول د اوسنيو حاکمانو تګلاره له شکونو شبهاتو تنګ نظريو او کلتوري فکتورونو سره غوټه شوې ستونځه ده چې حل لاره موندل يې اړين دي. په دغه تړاو هيڅ ډول موجه دلائل او توجیهات شتون نلري.

٨ – دا چې د نړۍ سترې امپراتورۍ نسکوره شوې دي او اوس شتون نلري نو د فطرت د طرزالعمل په حساب به يوه ورځ حتماٌ اوسني حاکمه ډله هم حکومت بل چا ته پريږدي. اړتیا داده چې ملي امنیتي ځواکونه، ګوند يا ډلې ته د ژمنتیا په تعهد نه بلکې دين هيواد، ملي ګټو او ارزښتونو ته د تعهد پربنسټ جوړ شي. داسې نه وي چې د حکومت په له منځه تلو هغوى هم د تيرو ځواکونو په شان په څو ساعتونو کې وپاشل شي.

٩- موږ په نړۍ کې د معلوماتي تکنالوژي د تيز پرمختګ له امله د لادينيت او اسلام دښمني د تيوريو په وړاندې د خورا سختې مبارزې رسالت په اوږو لرو. د جزوي مسائلو باندي د وخت او انرژي د زيان پرځاى که په اساسي ستونځو باندې تمرکز او د دعوت لاره نصب العين وګڼو، نو بريا به مو يقيني وي. د عورت پټول حتمي دى، خو د اغوستلو لپاره د جامو ډولونه کلتوري تنوع دى. که شرعي حجاب پوره وي، نو په دغه مورد کې سختې يا الزاميت بيځايه حساسیتونه را پاروي. موږ مکلفیت لرو چې داسې ټولنه ترشا پريږدو چې که موږ نه يو، نو بيا هم زموږ ټولنه د اسلامي او ملي ارزښتونو د خوندیتوب په موخه مبارزه خپله دنده وګڼي.د پورته يادو شويو مواردو د سمون او بدلون لپاره له تعمیري او مثبت سره مله مبارزه کول اړين دي. که چارواکي په دغه مورد کې يوازې هوډ ولري، نو ولس به يې يقيناً کلک او غيرمتزلزل ملاتړ وکړي او له نړيوالې ټولنې سره شته ستونځه به کمه شي.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا