گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » طالبانو پتېنګړه کاکۍ هم ونیوه !
طالبانو پتېنګړه کاکۍ هم ونیوه !

طالبانو پتېنګړه کاکۍ هم ونیوه !

له هغه وروسته چی دکابل په زړه اود شمالی ولایاتو په ګوټ ، ګوټ کی د طالبانو لخوا دویری او ډارعملیات په لاره واچول شول او دکابل په زړه کی یی ډیری پتمنی ښځی اونجونی له کوره راویستی اودیوی خونړۍ پروژی په توګه یی دهټلری اوچنګیزی سیاست پربنسټ په  زور او دډارآچولوپه مجربه استالینی نسخه اعتراف کولو ته اړباسلی اوددی ترڅنګ یی د باقرمحسنی ، استاد  فیض الله جلال  په څیرلسګونه د افغانی ټولنی روڼاندی نارینه او ښځینه  فعالان هم له طالبانو سره د ناهم غږۍ په تورنیولی اوله مختصری ژمنی وروسته یی خوشی کړی دی.خو داځل یی هغه څوګ تښتولی او رانیولی  ده چی له هیواد اوپه ځانګړی ډول د خوست سره لیونې مینی یی په واروار له جګو ټیټو سره مخامخ کړی ده

پتنګړه کاکۍ چی اصلی نوم یی ندیمه دی اوپه رګونوکی یی دمورلخوا دبغلان ولایت اودپلارله لوری د خوست د غیرتی کلتور روح موجونه وهی له زیاتی مودی راهیسی د یوه خیریه بنسټ د پرمخ بیولوچاری هم پرغاړه درلودی اوپرمخ یی بیایی ترڅووکولای شی د افغانی ټولنی نارینه اوښځینه وګړی دیوی ښی راتلونکی په موخه دلوږی اوغربت له وژونکی بلاڅخه وژغورل شی .

څرګنده نه ده چی په کاناډا کی میشته خوستۍ ندیمه به کله د کابل ښارپه زړه کی د حقانی وژونکی شبکی له منګولو آزاده شی ؟ خو تیرو نیونو او د طالبانو په ځانګړی توګه د حقانی شبکی اوسنی وضعیت ته په کتو چی د کابل پرښاریی خپلی خونړی منګولی  خښی کړیدی ویلای شو چی ډیر ژر به د زندانی شوی ندیمی په باب هم د نورور فرهنګی او مدنی فعالانو په څیر چی اجباری سکوت ته یی وهڅول د خوستی ندیمی برخلیک هم دیوه مختصر تعهد لیک په آخستلو څرګند او د طالبانود مظالمو په وړاندی به یی خوله چوپ شی . خود کتونکواو ټولنیزو چارود څیړونکو په باورګرانه ده چی په یوه قرنطین شوی جغرافیاکی په داسی حال کی چی د څولسیزو په اوږدوکی د امتیازاتو پر چاړه د ټولنیز عصیان او حق پاله بغاوت مری پری شوی ده د حاکم استبداد په وړاندی غږ اوچت کړای شی .  

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا