گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوست کی بی ټنګ ټکوره واده !
خوست کی بی ټنګ ټکوره واده !

خوست کی بی ټنګ ټکوره واده !

د نواندیشی لید لورې : هیڅوګ نه پوهیږی طالبان چی ځانونه د اسلام د ستر پیغمبر محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم دلاری سوچه لارویان بولی ولی د هنر او موسیقی په وړاندی دومره له ګناهونو ډک چال چلند کوی په داسی حال کی چی د اسلام دستر پیغمبرمحمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په ټوله مکی او مدنی دوره کی نه یوازی د متعهد هنراوموسیقی د مخ نیوی په موخه ګامونه نه دی پورته کړی بلکه له هغه ځایه چی واده کول د یوی ټولنی او انسانی تمدن بنسټ جوړوی نو حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ددغه بنسټ اهمیت ته په کتو په انسانی ټولنه کی د هغه وخت دموسیقی پرآله یعنی دُف یا “دایره ” سره پرعلنی کولو ټینګارکړی دی .

ددی ترڅنګ په افغانی ټولنه کی هم چی پیړی پخوایعنی داسلام دمبارک دین له هم هغولومړی شیبود نامتوعلمأواوددین دطالبانود بنډارونواو(صباتونو) رواج درلود چی په نتیجه کی به یی طالبانوډلی،ډلی دوخت دموسیقی آلاتو په بدرګه نعتونه اوداسلام د تیرتاریخ مناقب دشعراوهنرپه ژبه ترخلکورسول.ویل کیږی چی لویه پکتیا په ځانګړی توګه دخوست آرامه اوپه مذهب مین اولس څخه ډکی سیمی تاریخ او فرهنګ ددغه شان بانډارونو اودطالبانودصباتونو ګواه دی.خوله کله چی مذهبی دوددستورونه د زورواکانواوحاکمو کړیود زوراوزروپه لومه کی لویدلی دی بیایی نود موسیقی اوهنرپردغه برخه کی هم د تاوتریخوالی اوخشونت تخم شیندلی دی اوپرته له دی چی داصیلی اوکم اصله موسیقی توپیروشی له یوه سره یی دانسان دژوندانه ډیره له اهمیته ډکی برخی یعنی موسیقی پرسرد حرام توب چاړه را کښلی ده .تاسو ته اوس هغه راپور وړاندی کوو چی له خوست څخه  تکړه لیکوال او ژورنالیست محترم نجیب الله الوخیل لخوا جوړ  شوی دی

په خوست کی دواده اوجشن په مراسموکی فرهنګیانواوشاعرانو اودادب اوهنردمینه والولخوا په مشاعره ونمانځل شو مشاعری ته دنورو ولایتونو اوسیمو فرهنګیان هم ورغلی ول ادریس ځواک چی دننګرهار اوسیدونکی دی او په دی وختونو کی خپل ترنومونه په ټولنیزو رسنیو خپروی ګډونوالو ته دپښتوژبی یومخکینی سندره ترنم کړه . په افغانستان کی دطالبانو ترواکمنیدو وروسته تر ډیره په وادونو او دخوښی په نورو محافلو کی د موسیقی پروګرامونه بند شوی دی . دمشاعری کوربه صبغت الله عاطف چی دا مشاعره یی دخپل ورور د واده په مناسبت رابللی وه وویل چی فکر کومه اوس به د موسیقی او نورو پروګرامونو پرځای د ادبی تندی او ذوق دخړوبولو لپاره ددغسی مشاعرو او پروګرامونو څخه استفاده کیږی موږ دخپل ښادۍ او خوشحالۍ په مناسبت داسی یوه مشاعره ترتیب کړی وه چی دخوست دسیمی پرفرهنګیانو اوشاعرانو برسیره موږ سره دهیواد دیوشمیر مطرح څیری مطرح شاعران او ترنم کونکی هم ؤ .

په مشاعره کی شاعرانو د ګڼو شاعرانو غزلونه او بیتونه واورول . نهضت الله نورزی خپل شعر وړاندی کړ . محمد هاشم هاشمی یوبل ځوان ؤ چی ګډون والو ته یی شعر واوره ؤ . …..ځوان شاعر ستوری سروری بیا دکوزی پښتونخوا د بنوڅیو په لهجه طنزیه شعر ووایه . دواده دجشن په دی مشاعره کی دنورو ګډونوالو په خوا کی د پخوانی نظام د کورنیو چارووزارت پخوانی ویاند میرویس ستانکزی په خپلو خبرو کی خوستی ځوانان په دی وستائیل چی ددوی په هر محفل کی دوطن او خلکو سره دمینی احساس پروت وی

له آزادی رادیو ، ښاغلی نجیب الله الوخیل او ژمن تلویزیونی شبکی څخه مننه 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا