گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » فدرالي سيستم په اوس وخـــت کــــې زموږ زخمـونه شَـړَوي!
فدرالي سيستم په اوس وخـــت کــــې زموږ زخمـونه شَـړَوي!

فدرالي سيستم په اوس وخـــت کــــې زموږ زخمـونه شَـړَوي!

فدراليزم هغه حکومتي سيستم دى چې د ځمکنۍ جغرافيې په يوه ځانګړي برخه کې په يو وخت او هم مهاله توګه مرکزي او ايالتي دواړه حکومتونه چليږي او واک پکې د مرکز او ايالتونو ترمنځ ويشلى وي. موږ د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې لکه امریکا استراليا کاناډا هندوستان او داسې نور د فدرالي سيستم درلودونکي هيوادونو بيلګي لرو. ځينې ملتونه د خپل ټول هېواد د ښه تنظيم کولو لپاره متمرکز نظام خوښوي خو ځينې نور بيا د واک د ويش په برخه کې د ممکنه شخړو له امله ويشلى واک يا هم په بل عبارت فدرالي نظام د خپلو ستونځو حل ګڼي.دا به له واقعيتونو څخه د سترګو پټول وى که ووایو چې فدراليزم هيڅ ګټه نلري. په ځينو مواردو کې ګټور نظام دى؛ لکه دا چې په فدراليزم کې واک ويشل کيږي او له همدغه امله د واک په سر شخړې کميږي، د فدرالي حکومتونو په پريکړو، پلان جوړولو او اجرائيوي کړنو کې د ولسي ګډون کچه لوړيږي، د پرمختګونو لپاره د سالم رقابت د رامنځته کېدو امکانات زياتيږي، محلي حکومتونه د ولسي اړتیاو د پوره کولو په برخه کې زيات مسئوليت په غاړه اخلي. له حکومت سره د ولس د همکاري کچه لوړيږي، که سالم رقابت رامنځته شي د پرمختیایي پروژو په بشپړيدو او کاري کيفيت په ښه کولو کې ګټوره همکاري رامنځته کيږې.اوښ دلته په شا کيږي چې زموږ د خپلو ستونځو ژورتيا، پيچلتيا او د پرديو تاړاکونو له امله د مديريتي نظم د له منځه تللو، د بنسټونو اختلال، د ملي يووالي ټکنى وضعیت، په سيمه کې د بدلونونو انفعالي اغيزو او زموږ د سياستوالو نيمګړتياو ته په کتو په اوسني وخت کې زموږ د هېواد لپاره  فدرالي نظام نه يوازي د هيڅ  اړخ په ګټه نه ده، بلکې زموږ د ټولنيزوزخمونود شړولو لامل ګرزي.شونې ده چې د لاندې منفي اړخونو او نيمګړتياو پربنسټ بوږنوونکې پايلې ولري:

١-    فدرالي نظام په مرکز او ايالتونو کې عموماً د اکثريت ګټې خوندي کوي. ځکه چې ټولنې هڅه کوي چې خپل قوانین د اړتیاو پربنسټ د فدرالي جوړښتونو په اډانه کې جوړ کړي، نو شونې ده چې ځينې ګروپونه د اکثريتي ټولنې غوښتنو ته د ټول هېواد په ګټو باندي د لومړيتوب حق ورکړي.

٢-  فدراليزم سيمه ييزو حکومتونو ته له مرکزي حکومت څخه د حق غوښتلو په نوم د تقابل لپاره لاره هواروي او موږ پوهېږو چې زموږ د ټولنو د تقابل پايلې به خطرناکې وي.

٣ – که موږ د متمدنې تولنې په څير د قانوني مراجعو په مرسته د ستونځو لپاره د حل لاره ولټوو، نو محلي حکومتونه به د هيواد عدالتي بنسټونو ته په مراجعه کولو او د قانوني دعوا په ترتيبولو د ځينو قوانینو د پلئ کيدو او د نورو د پاس کيدو په وړاندې ددې لپاره خنډونه رامنځته کړي چې فکر کوي دغه قوانین د هغوى ګټو ته بالفعل او يا هم بالقوه زيان اړوي.

٤-   فدراليزم د مرکزي او محلي حکومتونو او همدغه شان د ايالتي حکومتونو ترمنځ د منفي رقابت له امله  د تصادم او تقابل چاپیریال رامنځته کوي. د بيلګي په توګه يو ايالت د پانګونې د تشویق لپاره کومه ځانګړي ماليه ختموي او يا هم د سبسايډي کچه زياتوي، د نورو ايالتونو پانګوال جزبوي او دغه ډول منفي رقابت د هيواد په عائداتي سرچينو باندي ناوړه اغيزې کوي.

٥ –  د فدرالي نظام په چوکاټ کې مرکز او ايالتونه مساوي بنسټونه او ارګانونه په مرکز او ايالتونو کې جدا جدا ادارې پرانيزي چې له امله يې د لګښتونو کچه لوړيږي او د افغانستان په شان کمزورې اقتصادي درلودونکي هيواد دغه ډول لوړو لګښتونو ته اوږه نشي ورکولاى.

٦-  د مرکز او ايالتونو ترمنځ د اختياراتو په سر جنجال هغه ستونځه ده چې شخړې رامنځته کوي. زموږ د خپلمنځي شخړو تاريخ او په سوله ييزه توګه د شخړو د حل په تړاو زموږ نيمګړتياو ته په کتو به په اوسنیو شرایطو کې د فدرالي نظام پلى کيدل نه يوازې د شخړو د ختمولو په تړاو مرسته ونکړي بلکې تاوتریخوالي ته به لاره پرانیزي.

٧- د هر هيواد وياړونه او عزت خپل ټاټوبي ته د پرګنو د ژمنتیا په کچه تلل کيږي، خو په فدرالي نظام کې ايالتونو ته د وګړو د ژمنتیا له امله  هيواد ته د ژمنتیا کچه اغيزمنه کيږي او د هيواد افتخاراتو ته زيان رسوي.

٨-  په فدرالي نظام کې له مسئوليتونو څخه تېښته د احتساب د نشتوالي ستونځه رامنځته کوي. مرکزي او ايالتي مسئولين د د ګډو مسئوليتونو له امله په اسانه توګه کولاى شي موخو ته د رسيدو په وړاندې د پاتې کېدو پړه د مقابل اړخ نيمګړتياو ته په اشاره او يا هم د همکاري نه کولو پړه يو پر بل واچوي.

٩-  د هداياتو ترلاسه کولو لپاره د واحد او معلوم مرکزيت د پراختیایي پروژو له مسئولينو سره مرسته کوي چې پروژې په خپل وخت بشپړي کړي، اجرائیوي مسئولين پوهيږي چې د کوم مقام په وړاندې ځواب ويونکي دي او کاري راپور چاته وسپاري. پريکړې ژر عملي کيږي، د پروژو د کيفيت په برخه ستونځه نه رامنځته کيږي، د پروژو د مالک او قرارديانو ترمنځ د ښو اړيکو په رامنځته کولو کې ګتور ثابتيږي.په لنډه توګه باید ووايو چې زموږ هېواد له تيرو څو لسيزو راپدیخوا د نظامونو بيرغونو تګلارو او تيوريو لابراتوار جوړ شوى دى. هر چا هر څه چې ځانه سره راوړل، شرائطو ته له کتو پرته يې زموږ په ټولنه باندې د تپلو هڅه وکړه، خو موږ وليدل چې دلته هره پردئ تيوري ناکامه ثابته شوه. ادينه ده چې زموږ ټول سياستوال او چارواکي د ملي مسئوليتونو د درک پربنسټ په داسې مسایلو باندې له بحث کولو څخه ډډه  وکړي چې په اوسنیو شرایطو کې د پلى کيدو وړتیا نلري، ملي يووالي ته زيانونه اړوي، د هيواد د پرګنو ترمينځ حساسیتونه را پاروي او د پيوستون پرځاى بيلتون ته لاره هواروي.د نظامونو د نسکورولو او نړولو شوقيانو ته مو توصیه داده چې د تيرو څلورو لسيزو تاريخ ثابته کړه چې د نظامونو او بنسټونو د نسکورولو او د تازه حاکمانو لخوا د تازه فرمانونو شغولو، په افغان ولس باندې د پردى کلتور او د پرديو تيوري تپلو هڅو موږ ته په ملي او نړيواله کچه ستر زيانونه را اړولي دي.  دغه ملت واک ته ستاسو د رسولو لپاره د ازموينو تاب او توان نلري. تر لمر روښانه ده چې نه د غني، صالح او دانش نظام متمرکز وو نه هم اوسني نظام ته د متمرکز نظام نوم ورکولاى شو. که مو د قانون په ستنو او ټولنيز عدالت ولاړ متمرکز نظام جوړ کړى واى نو له پرونيو او نننيو ننګونو سره به نه مخ کيدو.شونې ده چې د فدرالي کولو په هڅو کې هيواد وبايلو. دا به هغه فاجعه وي چې ګټه به يې يوازې د هيواد دښمنانوته رسيږي.  اړتیا نشته چې موږ هروخت د هر نظام د نسکوريدو لپاره جګړو ته مخه کړو، حکومت نسکور کړو او هر څه له سره د جوړولو هڅه کوو، بيا ورته حيران په څلورلاره کې ولاړيو.بلکې دنظامونو دبيا بيا بدلون اود پخوانیوبنسټونو دنړولوپرځاى په متمرکزنظام کې دسوله ايز بدلون او سمون لپاره ملا وتړو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا