گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دحقانــــی شبکــــی قربانیـــان!
دحقانــــی شبکــــی  قربانیـــان!

دحقانــــی شبکــــی قربانیـــان!

د افغانستان په زړه کابل ښار  کې چی  د طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون دوه مهم غړی  دحقانی شبکی له لوری تښتول  شوی ؤ له تعمیدی غسل وروسته  بېرته خوشي شوي دي. لطف الله نجفي زاده په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، چې د طلوع نیوز خبري څانګې مشر خپلواک ساپی اود ټلویزیون حقوقي سلاکارله مختصر ی تنبیه  وروسته بېرته خوشي شوي، خوویاند بهرام امان لاهم له طالبانو سره بندي دی

طالبانو د حقانی شبکی ددغه فتح المبین په اړه تراوسه څه نه دی ویلی او ددوی دنیول کېدو د لاملونه یی هم په ډاګه کړی نه دی یوې باوري سرچینې له دې مخکې تایید کړه چې حقانی شبکی د طلوع نیوز درې کارکوونکي نیولي او “نامالوم ځای ته یې لېږدولي دي حقانی شبکه   چی  د پاکستانی استخباراتو په ځانګړی توګه د پاکستان د صدراعظم عمران خان په امر د طالبانولخوا دکابل دنیولو  په لومړنیوشپو اوورځو کی د یوی نصف لی او نصف لک د معاملی له مخی پر کورنیوچارو وزارت یرغل وکړ او د خلیفه سراج الدین حقانی په مشری یی ددغه وزارت کنترول په خپل لاس کی واخیست نو په کابل کی دطالبانو د اقتداردیوی لوی اوخونړۍ جزیری په توګه یی د کابل پر بی ګناه ښاریانو خونړۍ ناتارجوړکړ .دویلو ده چی په تیر کی هم د دغه تلویزیونی شبکی اومووی گروپ پرلیږدونکی موټر خونړی برید ترسره شوی ؤ چی په ترځ کی یی ددغه تلویزیونی شبکی اوه تنه ځوان ژورنالیستان او کارکونکی په بی رحمی سره په شهادت رسولی ؤ.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا