گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوستی ځــــوانان له زده کـــړو فـــارغ شـــول خو کـــارنــــشته !
خوستی ځــــوانان له زده کـــړو فـــارغ شـــول خو کـــارنــــشته !

خوستی ځــــوانان له زده کـــړو فـــارغ شـــول خو کـــارنــــشته !

دنواندیشی لید لورئ :  کم او زیات له پنځوسو کالو راپه دی خوا افغانستان پر یوه داسی نقشه او کړنلاره روان ؤ او اوس هم روان دی چی دافغانستان د جغرافیی  د ټولنیزو، اقتصادی او فرهنګی شرائطواو تاریخی سنتونو او ارزشونو  سره یی هیڅ رازسمون نه درلود او اوس یی هم نلری . هسی خو شبه کمونیست دوستان ، مجاهدین وروڼه ور پسی له لویدیځ څخه راغلی افغان ټباره میلمانه او حامیان یی چی ددموکراسۍ په لمن کی یی د آزاد بازارتسبیح آچولی او ورپسی دافغانستان د مجاهدینو فکری او جهادی ملګری او ملاتړی ټولو دا دعوی کوله او اوس یی هم کوی چی موږ په ټوله  نړی کی دآزادی ، عدالت او خپلواکی څخه برخمن نظامونه درلودل خو په خواشینی سره چی موږ ته د هیواد او پرمختګ دښمنانو موقع په لاس رانه کړه اوخپلو هدفونو او موخو ته یی پری نه ښودو . خو پوښتنه داده چی په رښتیا هم دغو سیأ سی واکمنانو د هیواد داقتصادی ، فرهنګی او په ټوله کی پر ټولنیز عدالت ولاړ دیوه منظم سیستم درلودونکی ؤ او اوس هم چی دځینو په قول ټوله نړی یی ماته کړی ده او یرغلګر یی له هیواده شړلی دی دیوه داسی نظام څخه برخمن دی چی وبه کولای شی د یرغلګرو له مرستو او خیراتونو پرته نظام پرمخ بوزی ؟ که چیری په رښتیا هم هغوی دیوه داسی منظم اقتصادی ، سیاسی او فرهنګی نظام څخه برخمن وای نوافغان اولس به هیڅکه هم  له زده کړو څخه د فراغت وروسته د بیکارۍ په هکله اندیښنه نه درلوده اوهرچاته به د معیارونو له مخی مناسبه دنده ورسپارل کیده او په ټاکلی ځای کی به په کاراو یاهم لوړو زده کړو مشغولیدل

خو داټول هغه مهال ممکن دی چی په افغانی ټولنه کی یو داسی نظام موجود وی چی دافغانانو له مینځ څخه راپورته شوی او دوخت اړتیاؤ ته په کتنه تیر نسل داوسنی اوراتلونکو نسلونو سره د ولسواکۍ په معنوی رسیو تړلی وی او هرڅوګ چی د اولس لخوا د یوی ملی دندی د بیولوپه موخه ګمارل کیږی ګمارل شوی کس یا کسان دغه دنده له تاریخ څخه پرعبرت د اوسنی افغانستان د پرمختګ ترڅنګ دراتلونکو نسلونو دژوند حالت هم په پام کی ولری اوهره پریکړه په ځانګړی توګه د ښوونی او روزنی په برخه کی چی په عمومی توګه  دټولنی د پراختیا بنسټ جوړوی له زیات اهمیت څخه برخه منه ده .  دیادولو وړده چی دښوونی اوروزنی دغه د زنځیر په څیر سیستم هله مکمل کیدای شی چی په ټولنه کی زړه سوانده اوپه عصری پوه سمبال وګړی دښونی اوروزنی پرسیستم د وخت د تقاضا برابرټول فارغ کدرونه دځنځیرد کړیوپه توګه یوه پربله سره ونښلوی چی په دی توګه به وکولای شی ځوان نسل له زده کړو وروسته د ډاډ په فضأ کی ژوند وکړی .

ــــــــــــــــــــــــــــــــ

په خوست کې نويو فارغ شويو ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې چې دوی ته دې په شخصي او حکومتي څانګو کې د کار کولو زمینې برابرې کړي.فارغانو زیاتوله، د خلکو لپاره د ښو روغتیايي خدمتونود وړاندې کولو په خاطر دې د دوی لپاره 

د تخصصي زده کړو شرایط هم برابر شي.فارغو شویو ډاکټرانو او نرسانو دا غوښتنېنن (مارچ ۱۸مه) د احمدشاه ابدالي د طب د لوړو زده کړو د موسسې د شپږمې دورې د فارغانو د مراسمو په څنډه کې وکړې. د معالجوي طب فارغ ډاکټر کبیر زیارمل د طالبانو له حکومت غواړي، چې فارغو شویو ځوانانو ته دې د کارموندني په برخه کې خپله پاملرنه ډېره کړي.نوموړی زیاتوي، دې ځوانانو په سختو شرایطو کې خپلې زده کړې بشپړې کړي او کورنۍ هم په دې تمه دي، چې دوی به اوس په اقتصادي لحاظ ورسره مرسته وکړي

له لیکوال او ژورنالیست ښاغلی نجیب الله الوخیل او له مشال رادیو څخه په مننه 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا