قـــنـاعـــت، انـسان سـردارکړي حـرص او تــمــه سړی خوار کړي
د کاســب،هـنر پـیـشـــــه جیـب خالي نه وي، څوک چې کار کړي
زحمـتکش انسان مـې خوښ دی چې مـــدام هــڅــه او زیـار کړي
د هـــغــو ژونــــدون ذلــیــل وي چـې د مــرسـتـو انــتــظــار کړي
لــه پـــیـــغـــوره ډکـې مـرسـتـې افــــغـــانـــان بــه لا وزګــار کړي
د امـــداد مـسـتـــعـــمـــره شـوو ا فـغــانـــان بــه لا نـــادار کړي
که یو ځلې څوک مـفـتخور شو؟ بـیا له کاره، تــل انــکــار کړي
ددې مــرسـتـو ګــټــه نـه شــتـه چې د ورکې رنـګ اخـتـیـار کړي
امـن شــتـه کاروبــار نـه شــتــه خلک تـــښــتـي او فــرار کړي
فـــرار مــه کـوئ ګـــلـونــو!!! خـدای(ج) بـه واړه په کرار کړ
د یــوبــل زغـمـل پـه کار دي چې وطــن، ګــل و ګــلــزار کړي