گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دخوست له پوهنتون څخه پرشکوه فراغت اوله ګیلوډکه بی کارې!
دخوست له پوهنتون څخه پرشکوه فراغت اوله ګیلوډکه بی کارې!

دخوست له پوهنتون څخه پرشکوه فراغت اوله ګیلوډکه بی کارې!

له خوست څخه خپریدونکی ژمن تلویزیونی شبکی د راپور له مخی چی نن یی خپور کړی دی  دخوست په شیخ زائید پوهنتون کی د هغو نویو فارغو شویو محصلینو د فراغت مراسم اجرا کیږی چی تازه له څو مختلفو پوهنځیو فارغ شوی دی فارغ شوی محصلین پر کاری فرصتونو سربیره له مسؤلو چارواکو د وړ او مناسبو بستونو پر ګمارنی غوښتنه کوی د نصیر احمد شهاب په نوم یوه تن محصل په خپلو خبرو کی وویل له حکومته مو غوښتنه داده چی کاری فرصتونه ډیر کړی ترڅو هغه محصلین چی فارغ شوی دی هغوی له لاسه ورنکړی ، بل وطن ته ولاړشی یا داسی ځانونه ګوشه نشین کړی چی بیا دوطن په ګټه نه وی .

همداشان له اقتصاد پوهنځی څخه یوبل فارغ چی ځان محمد اکبر بولی دخپلو خبرو په ترځ کی وویل : زموږ له اسلامی امارت او اسلامی دولت څخه غواړو چی موږ ته کاری فرصتونه برابر کړی ترڅو د خپل مسلک اړوند وظیفی سرته ورسؤو . همداشانی له نوموړی پوهنتون څخه فارغ شوی محصلین وائی چی ددوی لپاره دی په همدی پوهنتون کی د زده کړی زمینه سازی وکړی . ددغه پوهنتون څخه یو بل فارغ محصل چی ځان انځرګل بیدار بولی وایی چی دولت دی موږ ته د کار زمینه برابره کړی پرموږ خواری شوی ده ترڅو خپل ځوریدلی او کړیدلی اولس ته یو څه وړاندی کړو …همدا شان د کمپیوټر ساینس د پوهنځی یوتن محصل چی ځان مطیع الله منګل بولی له اسلامی امارته غواړی چی هغوی ته باید د ماسټری په کچه د لوړو زده کړو زمینه برابره کړی ترڅو وکولای شو په همدغه پوهنتون کی د ماسټری په کچه بری لیکونو تر لاسه کړو . زاهد الله له ژورنالیزم څخه فارغ وایی چی د افغانستان د اسلامی امارت څخه مو غوښتنه داده چی موږته کاری فرصتونه پیداکړی تر څو دغه علم چی موږ ترسره کړی دی په خپل ځای کی په کار بوخت شو . ویل کیږی چی په اته سوه دیرشو تازه فارغ شویو محصلینو کی دری دیرش نجونی هم شاملی دی دی . بل لوری ته دشیخ زائید پوهتنون سرپرست رئیس معاویه  وانی چی هڅه یی داده ترڅو په دغه پوهنتون کی د ماستری برناموپر زیاتیدو سربیره د پوهنځیو تعداد هم اضافه کړی . ترڅو په ښونیزه برخه کی نور فرصتونه رامینځ ته شوی وی .

د نوموړی پوهنتون رئیس زیاته کړه : چی انشأالله العزیز اول ټینګارمو پردی دی چی هغه وروڼه اویاهم هغه خویندی چی د ځینو پوهنځیو وروسته د رسمیاتو یعنی له وخت وروسته غواړی چی درسونه ولولی نو فکر او ټینګار مو په دی دی چی موږ دشپی پوهنځی ډیری کړو . او دهغی ترڅنګ موږ الحمد الله چی څو پوهنځی ددی وړتیا لری چی د ماسټری په کچه لوست پر مخ بوزی . موږ دخپلو مشرانو سره دا خبره شریکه کړه او هغوی هم موږ ته ډاډ راکړ چی ډیر ژر به دغه لړې پیل کړی خو داچی تیر سمسترونه ډیر کم ؤ نو ومونکړای شول چی ډیرو درسونو ته ادامه ورکړو اشأالله ډیر ژر به د ماسټری پروګرام خوست ته په څوپوهنځیو کی راوړل شی . دویلو ده چی شاو خوا دوه میاشتی وړاندی له اوه میا شتنی ځنډ وروسته د افغانستان شیخ زائید پوهنتون د ښځینه ؤ او نارینه محصلانو پر مخ پرانیستل شو . په دغه پوهنتون کی د افغانستان دبیلابیلو ولایتونو نږدی آته زره نارینه او ښځینه محصلان په ۱۲ پونځیو او لسګونو دیپارتمنتونو کی په زده کړو بوخت دی . دیادولووړ ده چی که څه هم خوست چی له کالونو کالونو را په دی خوا دنورو زیاتره ولایاتونه پر خلاف چی  د ځواک او قدرت جزیری بللی شوی د خوست میړنی اولس خوست ولایت په  یوه فرهنګی جزیره بدل کړی ؤ او همدغه احساس ددی سبب شوچی خوستوال د کرکی او تاؤتریخوالی پرځای تعلیم او زده کړو ته ځای ورکړی .

د ژمن له تلویزیونی شبکی څخه په مننه 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا