گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دپهلوان متقــی ســـرټمبه ګــــی او د اشـرف غنــی تراخه یادونــــه !
دپهلوان متقــی ســـرټمبه ګــــی او د اشـرف غنــی تراخه یادونــــه !

دپهلوان متقــی ســـرټمبه ګــــی او د اشـرف غنــی تراخه یادونــــه !

دنواندیشی یادونه : بنیادم هم داسی مخلوق دی چی که دیوی خوا  دعلم او تقوی پر وزرو د انسانی تمدن او اخلاقو تر لوړو پوړیو رسی بل لورته همدغه بنیادم د شیطانی وسواسو په درلودلو د قدرت او ثروت اونورو راز،رازغرا ئزو ته درسیدواوارضأ په موخه اوهدف ددروغوپرمټ اود تاریخ څخه ددرس د نه آخیستو په صورت کی د بد مرغې ژوری کندی  ته ور دانګی . ترټولو ستراوڅرګند مثال یی د طالبانو په حکومت کی د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقی هغه دروغ دی چی د افغانستان د اوسنی وضعیت په هکله یی د یوه مسؤل چارواکی په توګه څرګندوی .

او داسی انګاری چی ګنی افغان ځوریدلۍ اولس او د ټولی نړی اوسیدونکی د امیر خان متقی په څیر له علم او سیاست څخه واټنونه فاصله لری او هرڅه چی هغه فرمائی سل په سلو کی حق او د ټولنی  واقیعتونه بیانوی . خو حقیقت او واقیعت بل ډول دی . دا زموږ د ټولنی لویه بد مرغی ده چی ددی ټولنی وګړی څو لسیزی په مفت خواری ، بل ته په لاس نیولو ، اوپه هره دوکه او  دروغو چی کیدای شی د نورو پام ځان ته راګرځولو باندی مصاب او معتاد دی نو ځکه خو یی د امیر خان متقی په څیر حریصو څیرو ته ددی جرئت ور بښلی دی چی هرڅه او هرچیرته حقیقتونه پټ او واقیعتونه ناسم ښکاره کړی .

څوګ نه پوهیږی چی د پخوانی حاکم اشرف غنی پرتیښته او هیواد پریښودو طالبان چی د حکومت پر وړاندی جنګیدل په دی هیله چی ګنی د ددوحی د معاهدی سره سم به هیڅکله هم په یوازی توګه پرقدرت د قبضی تکل ونه کړی نوځکه خو د اولس د ځان او مال د ساتلو په موخه د طالبانو ځواکونه د وخت د والی او دطالبانو د نظامی کمیسیون د مشرحاجی عبدالرحمن منصور په مشری ځواکونه کابل ته را دننه شول او د کابل امنیت یی ونیو . خو وروسته داسی حالات رامینځ ته شول چی د طالبانو لخوا سرپرست حکومت اعلام او امیر خان متقی پکی د بهرنیو چارو د چارسمبالی وزیر په توګه اعلام شو. اودادی امیر خان متقی چی دپاکستان په کویټه ښاراو جنګ سیمه کی د لوی جایدادونواو شرکتونو  خاوند دی ټول تعهدات او ژمنی چی په دوحه کی ترسره کړی وی له پامه غورځولی او ځان د بهرنی سیاست لوی پهلوان بولی .

_______________________

سرټمبه مخلوق دې لږ شان د اوسپينې نينې وچيچي. جدي يې مه نيسئ! يوه وخت پخوانى مشر غني پکتيکا ته تللى وو. د خبرو په مهال کوم شخص ته مخاطِب شو، واى؛”ټول افغانستان ما جوړ کړ. جوړ مې نه کړ؟ دا پکتیکا خو ته جوړه کړه”

پرون متقي صاحب هم د افغانستان په مسئله باندي د خبرو په مهال فرمايلي دي چي؛” اسلامي امارت ښونځيو ته د انجونو مخه نه ده نيولې”

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا