گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » عمران خان سیاسی لوبه ؤبایلله !
عمران خان سیاسی لوبه ؤبایلله !

عمران خان سیاسی لوبه ؤبایلله !

لکه څنګه چی له وړاند ی څرګنده او ښکاره وه عمران خان چی دکرکټ له میدانه رااوچت شوی  اود پاکستان د لومړی وزارت په چوکۍ کینول شوی ؤ په دی انګیرنه چی د سیاست ډګر په ځانګړی توګه د پاکستان سیاسی پیچلې او خونړې ډګربه هم لکه دکرکټ د ډګرپه څیرپه بریالیتوب سره فتح کړی ونه کولای شول د پاکستان دسیاست د دریاب له موجونو اوڅپو روغ راوؤزی او په پای کی د پاکستان د ستری محکمی په حکم یی دهغه ټول پارلمانی فرمانونه له څو ورځو بحث وروسته باطل اعلام کړل .

دپاکستان د کرکټ د اتل عمران خان د بخت ستوری هغه وخت په ډوبیدو شو چی د اصلاحی او ټولنیزو خدمتونو پر ځای یی د ځینو خود غرضه کړیوپه غوښتنه په پاکستان کی دیوه سیاسی ګوند دجوړیدوتکل وکړ چی په ۱۹۹۶ کال کی یی د تحریک انصاف پاکستان په نوم یو داسی ګوند جوړکړ چی د پاکستانی سیاست د ټولو ناکامه څیروڅخه جوړشوی اوتردی چی دپاکستان د نظامی کړیو لخوا ځینی ګمارل شوی څیری هم پکی شاملی وی . د تحریک انصاف پاکستان په نوم ددغه ګوند دفتر داسلام آباد په یوه سمسوره سیمه Sector G-6/4 کی مؤقیعت درلود چی پاکستانی ملی ګرائی اواسلامی جمهوری افکاریی خپل د بنسټ شعارونه بلل .  د عمران خان د نوم په اوریدو بنیادم ته دیوه داسی ځلمی څیره په ورسترګو کیږی چی په اخلاقی لحاظ بی باک او آزاد خیاله خویونه یی په وجود کی نغښتی دی چی دغه ټول یی په  پوپو لیستی ډول  دعلامه اقبال د نظریی اوافکارو په کڅوړه کی تړلی او وړاندی کړی دی .نظریه پاکستان چی پوځ یی ځان تر ټولولوړاوسترساتونکې بولی اود پاکستان د لانجمن هیواد د جوړیدو سره سم د هند وستان او افغانستان په وړاندی ماجراجویانه چلند د استراتیژیک عٌمق ترټولو  مهمه برخه بللی شی نو ځکه خو همدغه ماجراجویانه سیاست  د پاکستانی پو ځ لخوا د ټولو د لومړی وزارت پرڅوکی دکینول شویو کسانو لپاره یوه سره کرښه ګڼل کیږی .

زموږ د زیاتره شنونکو اوکتونکو لویه اشتباه داده چی د پاکستان سیاست هم دجمهوریت، اسلام  او دموکراسی په هنداره کی ګوری او تردی چی کله ناکله د عمران خان په څیردپاکستان د پوځ له لوری ګمارل شوی لومړی وزیر هم ددغه ظاهری تشریفاتو په لومه کی راګیرشی او ځان له هرڅه پورته بولی . نو ځکه خو کله چی په افغانستان کی افغان طالبان په ځانګړی توګه دحقانی شبکه  د دوحی تړون پرخلاف چی د پاکستان پوځی استخباراتو په ګډون د سیمی او نړی له استخباراتی استازو تر نظارت لاندی لاسلیک شوی وه په کابل کی د ټولو تعهداتو پر خلاف طالبانو خپل  امارت اعلان کړ او د عمران خان د خانقاه ملګری او دوست خلیفه سراج الدین حقانی دطالبانو په حکومت کی د کورنیو چارو دوزارت سرپرست تعیین شو اوداسی چی دحقانی شبکی په خوښه اوغوښتنه ټول هغه پاکستانی طالبان TTP چی د حکومت له زندانونو خوشی شوی او پر پاکستانی اهدافویی بریدونه کول د پاکستانی طالبانو د تحریک TTP او د پاکستان حکومت ترمینځ د سولی د مذاکراتو په نتیجه کی چی په  خوست کی د خلیفه سراج الدین حقانی په وساطت ترسره کیدی له هر ډول قضایی تعقیب بښل کیږی .چی د کرکټ دلوبی د پخوانی اتل عمران خان چی د پاکستان دلومړی وزیر کالی یی په تن کړی ؤ داډول څرګندونی د پاکستانی پوځ د استراتیژی سره  په مخالفت کی وګڼل شوی او دهغی په غبرګون کی د پاکستان د پوځ د لوی درستیزجنرال قمر جاوید باجوه  لخوا جنرال فیض حمید د پاکستان د پوځ د استخباراتویا ISI رئیس چی ددغو مذاکراتو نظارت یی په غاړه ؤ د پوځ د استخباراتو دریاست  ISI له دندی ګوښه او د صوبه سرحد د پوځی قوماندان په توګه وټاکل شو  .

د پاکستان د ستری محکمی پریکړه چی د عمران خان او په ټوله کی د تحریک انصاف ګوند د ټغر ټولیدو په موخه سرته ورسیدل ددی سبب شوه چی د پاکستان د پوځ په لاس کی لویدلی د جمیعت العلمای اسلام مشر ملا فضل الرحمن او د عمران خان په وړاندی د مخالف اتحاد مشرانو هریوه شهباز شریف او بلاول بوټو زرداری د ستری محکمی دغه پریکړه د پاکستانی اولس ، د پاکستان د اساسی قانون ، دموکراسې او اولس همداشان په پاکستان کی  د قضای سیستم  بریالیتوب وګاڼه نوځکه خو سبا ته د یوم احتجاج پر ځای ټول ملت یوم شکرانه لمانځی اودجمعی دلمانځه په ترځ کی به دوه رکعته د شکرانی لمونځ اداکوی او دپاکستان د بقأ او استحکام په موخه دعاوی هم کوی او  پاکستان چی

د کوم سیاسی ، اقتصادی بحران سره مخامخ دی دعا به کوی چی لوی خدای دی پاکستان له دغه شان بحرانونو څخه په بریالیتوب سره اوباسی که خدای کول سبا به د هیواد په ګوټ ، ګوټ کی دیوم تشکرپه توګه ددغه اقدام ستاینه کوی . وروسته دپاکستان د ن مسلم لیګ ګوند مشر شهباز شریف خپله وینا داسی پیل کړه : ډیره مننه زه د حضرت مولنا صاحب د وینا په کامله توګه ملاتړی یم او د لوی خدای ج د پراخ فضل او کرم منندوی یم چی نن یی د ټول پاکستان د خوار اولس دعاوی قبولی شوی او ستری محکمی یوه داسی پریکړه اعلام کړه چی نه یوازی د پاکستان د اساسی قانون ساتنه وکړه بلکه په واقیعت کی یی پاکستان وساتلو چی د پاکستان ستری محکمی په دی توګه خپل وقار او استقلال وښود چی موږ د ستری محکمی له دغه اقدام څخه شکر ګزاریو چی د پاکستانی اولس هیلی یی یوځل بیا راژوندی کړی .                                                             …..

  تر ټولو زیاته د حیرانتیا وړ د منظور پښتون په مشری د PTM غورځنګ د یوه مشر او د پاکستان د پارلمان د غړی محسن داوړ خبری وی چی د ستری محکمی دغه پریکړه یی په ځای او د پاکستان د بقأ لپاره یو لوګام وبللو . ددغه غونډی په یوه برخه کی د پاکستان د خلکو دګوند ځوان مشر او د بی نظیر بوټو زوی بلاول بوټو هم خبری وکړی د پاکستان د ستری محکمی دغه اقدام یی تاریخی او د پاکستان د بقا په لار کی یو لوی ګام وباله

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا