سـور ښـامـار دی غــړمــبـیـدلئ، لا غـړمـبـیـږي
په اوکراین کې روس، د روس پـرضد جنګیږي
تور ښامار ورته غوسه دی چې: دوی پرېږده!!!
دوی نــاټــو او امـــریـــکــــا تـه، تـسـلـیــمـیږي
ښــامــاران بـه آخـر هـم، سـره پـه جـنـګ شي
ځـکـه غـاښ د سـپي، د سپي په څرمن خیږي
دا آزار ؤ، د مـــظـــلـــومـــو افــــغــــانـــانــــو
لـه آزاره بــازار، کـــلـــه مـــونـــدل کـیـږي؟؟؟
افــغــانـان، مـسـلـمــانـان، خو دوی تـبـاه کړل
د نـمـرود، فــرعـون مـاڼـۍ، دا ځـل ورانــیـږي
د خــوارانــو بــیــړۍ، غـرقې کړې دوی دواړو
بــاالاخـــره بـه د دوی، بـــیــــړۍ غـــرقــیــږي
دعاګانې کوئ، خدای(ج)ته سؤال زارۍ کړئ!!!
لـوی الله(ج) پـه سـؤال زاریـو، خـوشحـالـیږي