گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دپاکســتان د ملی امنیت شـوری: دپاکستان خلاف سازش نشــته !
دپاکســتان د ملی امنیت شـوری:   دپاکستان خلاف سازش نشــته !

دپاکســتان د ملی امنیت شـوری: دپاکستان خلاف سازش نشــته !

د پاکستان د نوی ټاکل شوی لومړی وزیر شهباز شریف په مشری د ددغه هیواد د ملی امنیت شوری غونډه کړی او د هغه دیپلوماتیک محرمانه لیک څیړنه یی کړی ده چی پخوانی لومړی وزیر عمران خان هغه مهال ددغه لیک متن رابرسیره کړ کله چی هغه د لومړی وزارت پر څوکی د عدم اعتماد له غورځنګ سره مخامخ شو . هغه دادعوی کړی وه چی ګنی په امریکا کی د پاکستان پخوانی  سفیر  اسد مجید د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته یو داسی لیک را لیږلی دی چی په هغه کی د پاکستان پر وړاندی د یوی لوی توطیئ څرګندونه کوی او غواړی د عمران خان په مشری منتخب حکومت د ولسی جرګی له لاری رانسکور کړی .

د پاکستان د ملی امنیت شوری په غونډه کی چی په امریکا کی د پاکستان د پخوانی سفیر په ګډون برسیره  د وسله وال پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه ، د بحری قوا قوماندان جنرال امجد خان نیازی ، د وسله وال پوځ د لوی درستیزانو د کمیټی مشر جنرال ندیم  رضأ ددفاع وزیر خواجه آصف ، داطلاعاتو وزیری میرمن مریم اورنګزیب ،دکورنیو چارو وزیررانا ثنأ الله ، د بهرنیو چارو سرپرستی وزیری  میرمن حنا ربانی کهر ،د پلان جوړولو وزیر حسن اقبال هم ګډون کړی ؤ دغونډی وروسته یوه اعلامیه خپره کړه چی په هغی کی په ډاګه شوی ده په امریکا کی د پخوانی سفیر اسد مجید په لیک کی داسی څه نه ترسترګو کیږی چی ګنی د امریکا له لوری کومه توطئیه موجوده بلکه دا خبره دروغ ده بل لورته ددغه ناستی وروسته د پاکستان داطلاعاتو وزیری میرمن مریم اورنګزیب پخوانی لومړی وزیر عمران خان  په داسی حال کی په دروغو تورن کړ چی عمران خان لاهم ټینګار کوی دغه لیک صحیح ده او دهغه حکومت دیوه نړیوال سازش په ترځ کی نسکور شوی دی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا