گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » هیواد مفتوحه اواولس غلامان !؟
هیواد مفتوحه اواولس غلامان !؟

هیواد مفتوحه اواولس غلامان !؟

په افغانستان کې نه سوسياليزم او نه انارشي و چليده، نه د دين په نوم مټکور کلتور ومنل شو، نه د يو اړخيزو حکومتونو پښه ټینګه شوه، نه د وژنو ځورونو او ربړونو حکومتونه پاتې شول، او نه هم د لويديځ ديموکراسي  بريالى نظام ثابت شو.که موږ له دومره زياتو ناخوالو وروسته  د ارزونو، څيړنو او له تير تاريخ څخه د زده کړو دود درلوداى، نو اوس پوهيدو چې دلته يوازې په اسلامي اصولو ولاړ، له ملي ارزښتونو سره سم د ولسي ارادې پربنسټ ولاړ نظام د چلن وړ دى.  زموږ د پرونيو او نننيو حاکمو ډلو مشترکه نيمګړتيا د تيرو کړنو نه ارزول، د واک انحصار، يکه تازي او د پرديو اجنداو کارول دي.اړتیا نشته چې موږ ختيځ او لويديځ ته د ګواښونو په لهجه توصیه وکړو چې له تاریخ څخه زده وکړي. هغوى زده کړه کړې ده. ځکه خو زموږ له هېواد څخه ووتل، خو موږ له تاریخ څخه هيڅ ډول درس نه دى زده کړى. لاهم په سپيڅلو عنوانونو د واک لپاره جګړو ته مخه کوو. هيواد مفتوحه خاوره، ولس راته خپل غلامان ښکاريږي، ملي شتمنۍ د غنيمت مال او واک شخصي ملکيت ګڼو. داسمه ده چې افغانان په خپلواکي باندي سرونه ورکوي خو  د واک د حريصو کورنیو مجنونانو له امله په خپلمنځي جګړه کې هم لتاړ کيږي.انګریزان مو ووژل، شورويان مو مات کړل او امریکايان مو وشړل ، د برلين ديوال ونړيده، د مرکزي اسيا هيوادونه يو پر بل پسې ازاد شول او د وارسا تړون مات شو، خو موږ ولې لاهم د نظام جوړولو په برخه کې پاتې يو؟ ولس مو ولې د کورنیو جګړو له امله ناهيلي شو؟ د هيلو غوټئ يې ولې له سپړيدو وړاندې ګلئ ووهلې او د شهيدانو ارمانونه يې ولې نيمګړي پاتې شول؟راځئ فکر وکړو چې که شورويان د څوارلس زره او امريکا او ناتو د پنځه زره عسکرو له وژلو وروسته په خپلو ناکاميو باندې فکر کوي چې دا لاره د بريا نه ده، نو مونږ د شااوخوا دوه نيم مليونه افغانانو له لاسه ورکولو وروسته ولې فکر نشو کولاى چې زموږ ستونځې ولې تربلې زياتيږي؟

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا