گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » پرونی باغیان او ننی مرشدان !
پرونی باغیان او ننی مرشدان !

پرونی باغیان او ننی مرشدان !

یاره آدم خانه ګوګشتو پرون شپه خومی یوه ډیره نادره ویدیو ولیده! څنګه شمشتو ؟ هغه د پخوانی رژیم یو نامتو افسر چی  په خپله وایی په ټولو حکومتونو کی یی کار کړی دی آن تردی چی د خلقیانو د خونړی اداری  د ملی دفاع د وزارت د ستر درستیز جنرال یعقوب یاور او ویل کیږی چی د جنرال تڼی په کودتا کی یی هم په ګډون کولو د پاکستانی سامراج تر سیوری لاندی شپی سبا کړی دی پرون په ناببره توګه د کمری مخی ته راغلو او ویی ویل چی هغه تل د جګړی په مخالفت کی غږ اوچت کړی دی او په دی لاره کی یی زیاته قربانی ورکړی ده . !

وامووریدل چی دا نوی مرید صاب څه ؤ فرمائیل ؟ویل یی چی  خپل وطن ګل وطن !خبره داده چی د امارت اسلامی له مشرانو څخه مننه کوم چی له ما سره یی تماس ونیو زما  ډیره هیله وه چی راشم خپل وطن ته !زه دجګړی مخالف یم په ټولو نظامونو کی می کار کړی دی ، حربی ښوونځی حربی پوهنتون ، لوړ تحصیلات لرم او دوطن نه بیرون نه یم تللی همدا وطن کی وم اوس چی امارت اسلامی راغلی دی زه ډیر خوشحاله یم ددوی په نظام باندی زه دجګړی ضد یم اوس هم که څوګ جګړی ته لمن وهی زما هیله نه ده چی څوګ جګړه وکړی … بس ده بس ده شمشتو ! کیدای شی دوزیری صاب به هیرشوی وی خو ښه می په یاددی چی یوه ورځ یی چی کیدای شی زیات به یی …..څکلی ؤو د افغانستان دخپلواکی دغازی امان الله په تلین غونډه کی ویلی ؤ

داڅوګ چی دافغانستان د نظام سره مخالفت کوی دا باغیان دی باغیان ! دلته ددین عالمان ناست دی هلته حاجی صاحب دین محمد ناست دی ددین عالم دی پوښتنه تری وکړې چی دباغی جزأ په اسلام کی او په دین کی څه شی دی ؟ تاسوووایاست زما سره به تاسو موافق واست چی دا باغیان دی که نه دی ؟ زموږه د افغانستان اسلامی دولت ،دافغانستان اسلامی اساسی قانون ،زمونږه مسجدونه ،زمونږه روژه ،زمونږه لمونځ ،زمونږه حج زمونږپه ټوله ملی اردوکی دوه سوه جوماتونه دی،دخدای لپاره موږ ته وایی چی مونږه مسلمانان نه یو! ددی په مقابل کی چی څوګ بغاوت کوی هغه یاغی نه دی ؟ او دیاغی وژل روا نه دی ؟ بنأ چی روا دی دلته ددین عالمان ناست دی …زه ددین عالم نه یم خو دباغی ګناه او جزا په اسلام کی او په دین کی څه ده ؟ فقط وژل ، بندی کول او له مینځه وړل دی .!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا