د ړنــدو ښار کې، آئــيـنـې خرڅوي د مـړو ښـار کې، زولـــنــې خرڅوي
نـه پرمخ تلل، او نه لیدل شته پکې خــوږې خــبـرې، دُر دانــې خرڅوي
د تـیـږو، لـوټــو، جــمـاداتـو ښار دی بـس اسطورې او افـسـانې خرڅوي
پـردي راځي، ممـانـعـت یې نه شته یـو پـر بـل زېـرمې، خزانې خرڅوي
افـغـانـسـتـانـه، صدقه شـم درنـه!!! اوس پـرتـا تشې، پـیـمـانې خرڅوي
افغانستان ته،سوله نه غواړي څوک جنګ اوږدوي، بـس بـهـانې خرڅوي
افـغـانـسـتان، نـور لـه نقشې ورکوي پکښې پنجاب به، شرنګانې خرڅوي