گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » هیواد ته دخیالی مکتبونو د متخصص خدای نظر خان عْـــرف فـــاروق وردګ راتګ !
هیواد ته دخیالی مکتبونو د متخصص خدای نظر خان عْـــرف فـــاروق وردګ راتګ !

هیواد ته دخیالی مکتبونو د متخصص خدای نظر خان عْـــرف فـــاروق وردګ راتګ !

هیڅوګ نه پوهیدل  چی د نړۍ ددوهم متفکرمحمد اشرف غنی پخوانې کوچی احمد زې په مشرۍ دافغانستان د مافیاېی حکومت د یوه فعال استخباراتی غړی چی په خیالی ښوونځیو او نورو راز راز فنونو کی تخصص لری د کوم چا د استخباراتی هلو ځلو او دعا ؤ له برکته هیواد ته راستون شو خو ارګ ماڼی  ته نږدی سرچینو چی نه یی غوښتل نوم یی واخیستل شی ما فتح خان ډونګه ای ته په ډانګ پیلی وویل چی هان دطالبانو د لومړیو ورځو کله چی زاغ خیل وال د خدای نظرخان عٌرف فاروق وردګ دخیالی مکتبونو او مدرسو د خیالی پروژی تجاری شریک د طالبانو په حکومت کی د یوه خیالی سیاسی کمیسیون غړیتوب ترلاسه کړ نو له هم هغه مهال یی د خیالی ښونځیو او مکتبونو د متخصص د بیا ځای په ځای کولو هڅی هم پیل کړی چی په پای کی د زاغ خیلوال هلو ځلو چی په خپله هم په د حوالدار کرزی او  اشرف غنی په مافیاېی ادارو کی د مفسد اعظم پر لقب ویاړی رنګ راؤړ اوکله  دخیالی مکتبونو متخصص پهلوان وردګ  د کابل په نړیوال هواېی ډګر کی اجلال نزول وکړ نو یوی  متحد الماله  خطبی په ترځ  یی  وویل یی

د بنیادم عزت په خپل هیواد کی دی او له هیواده د باندی ددرناوی وړ نه دی .په بهرته تللیو زیاتره چارواکی چی له هیواده تللی دی په دی لټه کی دی چی خپل هیواد افغانستان ته راشی او ولس ته خدمت وکړی  دهغوی یوه کوچنۍ سلیزه کیدای شی په دی فکرکی نه وی چی هیواد ته راستانه شی . دوستان چی کله زما له راتګه خبرشوی ؤ نو زما یی غوښتنه وکړه چی د هیواد ته په رسیدو سم دلاسه زموږ دورتګ زمینه هم برابره کړه . البته دایو امانت دی چی زیات شمیر زموږ درانه هیوادوال په جرمنی ، اروپا ، ترکیه او نورو هیوادونو کی اوسیږی حتی په عربی اماراتو کی چی اوسیدل له ما یی غوښتنه داوه چی زموږ لپاره هم د وطن ته د ستنیدو زمینه برابره کړم .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا