گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » طالبه خدای که به ملا شې !
طالبه خدای که به ملا شې !

طالبه خدای که به ملا شې !

یاره پتنګه  آشنا دا کفاردګوره زامن خو بې درېغه هوښیاري نلري؟څنګه ګلام خان بیا دی څه آوریدلی دی ؟ خو وایم کله چې افغانستان ته راغلل، نو د بیان د ازادۍ او مدنی ټولنو په نامه یې ډېرخلک سره را پورته کړل او بې دریځه، بې منطقه، بې دلیله او بې بدیله چټیاتو د بیان د ازادۍ په مارکېټ کې د ډالرو په څیر داسی سودا کیدل چې بنیادم به ګوته ورته په غاښ شو. په برقي خپرونواو په دوحه کې د طالبانو د دفتر په نامه خو یې حتی طالبان صاحبان هم نازول په همداسی شرائطو کی ؤ چی د افغان طالبانوسره د سولی د مذاکراتو د پرمختګ په خواره او نیمګړی هیله په دوحه کی له  افغان طالبانو سره د اړیکو په موخه د طالبانو سره دسولی دفتر پرانیست .

څه سر به دی خوږوم تاته دی وویل شی هلته یی څوکاله د نړیوالو جهنمی استخباراتو ترڅارنی لاندی د خپلو دوژلو او پردیو ته چی دوی کفار شمیرل د سراو مال د امنیت ضمانت ورکاوه .چی د دنیا د کفارو د همدغو موخو پر بنسټ یو ډیر ناولې تړون چی ددوحی د سولی تړون یی باله دامریکاېی کفارو او د ګاونډیو هیوادونو ترمینځ چی د څوکاله پرلا پسی جرګو او مرکو وروسته د ۲۰۲۰ کال د فبروری په ۲۹ مه د ځانګړیو مراسمو په ترځ کی لاسلیک شوموږخواوریدلی ؤچی ګنی دطالبانواوامریکا دکفاروترمینځ د سولی تړون ترسره شو اویو ځل خود سولی ددغه تړون څخه وروسته هغه مهال چی “امریکائی کفارو”غوښتل په افغانستان کی د طالبانو د توان اندازه دداعش او نورور مخالفینو په وړاندی وه آرزوی  دامریکا پخوانی کافرواکدارټرمپ دطالبانو د مشرملا عبدالغنی برادرسره په تیلفون هم خبری شوی وی . که څنګه ګلام خان ؟ هو همداسی ده پتنګه یاره!  پتنګه !  نن یی بیا  څه فرمائیلی دی ګلام خانَ ! القصه تیره ورځ کله چی طالبانو فکر کاوه څومره چی لافی ، شافعی او باټی ووهل شی او ځان باتور وښودل شی نوهومره به حالات زموږ اوزموږ دجیب په ګټه تمام شی .ښه کوران ! ژر وایه ګلام خان زړه دی را چاود کړ . بس د خدای کارونه ؤکله چی تیره ورځ د یوه سوداګریزشرکت د پرانیستو په غونډه کی د طالبانو د قطر دسیاسی دفتر پخوانی مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی چی اوس مهال دملا امیرخان متقی مرستیال چی ځان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست  اوپه پښتو ژبه ددرواغو یوه کمزوری څیره ده خبری کولی نو دافغانستان جهاد اومجاهدین یی دټولی نړی د آزادی او خپلواکی بړیڅی وښودل او وی فرمایل چی :

موږ ددی افتخار لرو چی نه تنها موږ خپل ملک ازاد کړ ، دلته مو اسلامی نظام برقراره کړ ، عدالت مو راؤست بلکه موږخپل ګاونډیان هم ددوی له شره محفوظ کړل .!! مادلته په یوه کنفرانس کی هم داخبره وکړه ایران چی څنګه په صلح آمیزه فضا کی ژوند کوی دا زموږدجهاد برکت دی ! نن که پاکستان په آرامه ژوند کوی دا زموږ دجهاد برکت دی کنه شورویان خوراغلی ؤ چی بحرهند ته ځان ورسوی ..!!                                         

                                              دا یی لا څه کوی پتنګه  آشنا ! شیرمد خان خوتورویښتان دوطن دجګړی په نوم سپین کړیدی نوځکه خو پر ځان لازم بولی چی  دغه لافی او شاعفی ووهی اونه یوازی پر غریبو اومظلومواو مؤمنو افغانانو به ددطالبی عدالت اوطالبی نظام په راوستودمنت اواحسان پیټی کیږدی بلکه ددنیا لراوبرته دطالبی عدالت انګازی ورسوی ترڅو وکولای شی د کفر اواشغال نړې په خپلو له خرافاتو ډکو ارشاداتو منوره کاندی .هرات د مذهب پالنې او عرفان  روڼ او دروند تاریخ لری چی د نومیالیو او روڼانده علما ؤ او عرفاؤ په درلودو یی تل د استبداد او جهالت پر وړاندی د مبارزی ډیوه بله ساتلی ده .
خو ددی ترڅنګ دغه د خواجه عبدالله انصاری ټاټوبی د تاریخی دلقکانو په ویناؤ او له خندا ډکو شعارونو چی ګنی که ماته د اسلامی امارت مشران اجازه راکړی زما اتل مجاهدین به د لااله الا الله بیرغ د امریکا پر سپینه  ماڼۍ ورپوي . دا کټ مټ د ضابط شیر مد خان استانکزی هغو شعارونو ته ورته دی چی واېی د افغانستان جهاد د نړۍ د آزادولو او زموږ په هیواد کی د اسلامی نظام او عدالت د پلی کولو په معنا دی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا