گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » په پکتیکاکی دبغدادی پیرنـــیول اودذبیح الله مـــجاهد تـــعویــذ!
په پکتیکاکی دبغدادی پیرنـــیول اودذبیح الله مـــجاهد تـــعویــذ!

په پکتیکاکی دبغدادی پیرنـــیول اودذبیح الله مـــجاهد تـــعویــذ!

که څه هم د پکتیکا او خوست میړنی اولسونه د الهی آفت زلزلی په ټکانونو خپل زخمونه او پرهارونه   ټکوروی او د فقر او بی وسی په سره سیلاب کی د ماشومانو او لویانو پر جنازو دغم اوښکی تویوی خو بل لوری ته د حالاتو څخه په ناوړه ګټه پورته کولو له شرکه ډک د پیرانو په جامه کی د طریقت داړه ماران  ډله ډله د خپلو تاریخی مریدانو لیدو ته ورغلل چی له سلګونو کالو راپه دی خوا یی  په کورونو کی د پیرانو لپاره د تبرک څاروی ساتل او د پیرانو لاسونه به یی ور ښکولول .

په همدی لړۍ کی د ابراهیم ګیلانی په نوم یو بغدادی پیرچی خپله شجره په افغانستان کی د ګیلانی له کورنی سره تړی د زلزلی له ټکانونو څخه یوه ورځ پخوا د افغانستان جنوب پکتیکا ولایت مرکزشرنی  ته چی له لس ګونو کالو را پدی خوا به یی په خپلو جونګړو کی د پیر صاب په نوم څاروی ساتل او په ښارونو کی به یی د اوسیدونکو پیرانو په دنګو دنګو ماڼیو کی ورته نذرانه کول .

د اوسنی د یوویشتمی پیړۍ د ژوندانه تقاضا او داچی هیڅوګ نه شی کولای د تل لپاره اولسونه د خرافاتو پر مزو وتړی نو ددی سره سره چی د ابراهیم ګیلانی په نوم دپیرهرکلی دپخوا په څیرد پکتیکا د بیوزلی اولس له خوا په خرافاتی شور او ځوږ ترسره شول خو ډیر ژر په یوه داسی ډرامه واؤښتل چی هیچا یی هم تصؤر نه شوکولای اود ابراهیم ګیلانی په نوم بغدادی پیرچی کالونه کالونه له افغانستان څخه لیری استوګنه کړی ده اواوسنی افغانستان یی دخودغرضه استخباراتوپه آئینه کی څارل په همدغو آرزونو یی هغه سیمی ته چی ددوی د طریقت مزرعه بللی شوه د موټرو په بدرګه سفر وکړخو کله چی هغه سیمی ته ورسید اوځان یی د خپلومریدانو له خرافاتوډکومراسمو په څپو کی ولید اوویی لیدل چی دهغه د پیرخانی یوه سپین ږیری مرید دهغه د امر پرته پښی غزولی دی نو په قهرشو او ټول مریدان یی پر ناوړه الفاظو وکنځل ! هغه ناستو مریدانو ته د یوه کس د پښو غزولو په بهانه په قهرجنه لهجه وویل چی زه پیر نه یم زه دده په ښځه …..

یو مرید له لیری آواز پورته کوی چی ښه وایی چی دمرید دغه آواز هغه ته نور هم جرئت ورکړ او نور یی هم په کنځاؤ پیل وکړ …د پیر صاحب مریدان چی هرڅومره زارې او عذرونه  کوی  هغه ته نورهم د کنځاؤ جرئت بښی .او خپلو کنځاؤ ته دوام ورکوی او وائی چی داڅوګ دی چی زما په مخکی دا جرئت کوی او په قهرجنه لهجه وایی چی ستا خاندان …زه د غوث الاعظم لمسی یم تا څنګه زما په وړاندی د پښو د غزولو جرئت وکړ..په غوسه سره پورته کیږی او مریدان یی چی هرڅومره ورته زاری اوعذرونه چی کم له کمه زموږډوډی خو متبارکه کړه  خوپیرابراهیم ګیلانی د ډوډی له خوړو پرته په داسی حال کی چی له خولی به یی کنځاوی پورته کیدی د خپل موټرپرلورروان شو.کله چی کابل ته په لاره روان ؤدځوانو طالبانو له لوری ونیول شو اوله داسی عکس العمل سره مخامخ شوچی هیڅکه یی هم تصؤر نه شو کولای.کله چی دبغدادی پیر ابراهیم ګیلانی ډرامه  د طالبانودتل انلائین ویاند ذبیح الله مجاهد غوږونو ته ورسیده نو په فوری توګه یی قلم او د تلیفون ګوشی ته لاس کړاو په خپل ټویټر یی ولیکل چی  اسلامي امارت یو مسؤل نظام ده چې قضایي او عدلي ارګانونه لري.هر جرم او جنایت باید له خپلو قانوني لارو!!!!!! څخه بررسي شي.داچې څو تنه خپلسري کسان د ټولنې معروف خلک نیسي، سپکاوی او توهین یې کوي، عسکونه او ویډیوګانې ترې اخلي، دا پخپله جرم او جنایت دی چې ډیر ژر به تر حساب لاندې ونیول شي.خو هیڅوګ د طالبانو د انلائین ویاند ذبیح الله خان مجاهد په داسی منترواواړیکو پوه نه شول چی څنګه یی دومره ژر یی اثر وکړ ؟ خو موږ ته یوی منبع چی له نوم آخیستو یی  په صوفیانه  اصولو ډډه کوو وویل  چی  لیری دی له مخی ذبیح الله خان هم له همدغه مریدانو له ډلی شمیرل کیږی کنه نو د فساد او غلو د راغوښتو زنځیر خو شته .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا