گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » بنی آدم اعــضای یکــدیگــرند !
بنی آدم اعــضای یکــدیگــرند !

بنی آدم اعــضای یکــدیگــرند !

د افغانستان په خوست او پکتیکاولایتونو کې مرګوني زلزلې  په ډيرو  ځاني او مالی تاوانونو اړولو سره نړیوالې مرستې ناګزیر ې کړې دي خو   یوازې درې هیوادونو ، د ایران اسلامی جمهوریت ، قطر او پاکستان  د افغانستان ولس لپاره خپلې مرستې لیږدولي دي .د افغانستان خلکو هم له زیاتو اقتصادي ستونزو سره سره د خپلو وطنوالو مرستې ته دانګلې دي. دافغانستان په باب د  لویدیځ په تیره بیا دامریکامشخصو دریځونو ته په پام سره له افغانستان سره د دوي مرستو ته څه خاص تمه نشته ، خو  د افغانستان ولس  په انتظار کې دی ، چې داسلامی هیوادونو د یوه ارګان په توګه  د  اسلامی ملګرتیا موسیسه ، د  مالی مرستو د ترلاسه کولو او لیږدولو لپاره  په لازمو غږملتیاؤ او د مرستو په غونډولو سره ،  د افغانستان د مظلوم او کړیدلی ولس  ژغورنې ته ودانګي.په داسې حال کې چې لویدیځ  په سیاسی دلیلونو سره افغانستان هیر کړی دی ،  او  دغه وضعیّت ته څه توجه نه  لري ، اسلامي هیوادونه  دافغانستان له ولس سره  د مر سته رسونې لپاره له دروند مسئولیّت  سره مخامخ دي ، او باید یوازې د  اعلامیو په صادرولو بسنه ونه کړي ،

د افغانستان ولس نه یوازې داقتصادي  اومعیشتي له نظره له ډيرو مشکلاتو سره مخامخ دي  بلکې  د  مرسته رسونې او دکنډوالو د پاکولو د امکاناتو له نظره هم  په ډيرې تنګڅې کې دي.په داسې حال کې چې دم ګړۍ د ایران پاکستان او قطر په شان هیوادونو له افغان ولس سره مرسته کړې، اکثره لویدیځ او نړیوال هیوادونه د مرسته نه کولو لپاره د امریکا بندیزونه پلمه ګرځوي.د طالبانو مقاماتو هم په دې خبره ټینګار کړی چې د امریکا بندیزونو د نړیوالو انساندوسته مرستو مخه نیولې ده.پر دې اساس د افغانستان د ولس پر مصیبتونو د نړیوالو سترګو پټول ، یو نه بخښونکی جنایت دی . ځکه  په دغه هیواد کې انساني مسئلې باید  له سیاسی موضوعګانو سره ورګډ نه کړی شي   او  میلیونونو اړمن انسانان  پخپل حال پرې نه ښودل شي مونږ به نن په هنداره کې د افغانستان د وروستۍ زلزلې او سیلاب په وړاندې د نړیوالو د مرسته رسونې د مسوولیت په باب درسره خبرې وکړو په دغه بحث کې له مونږ سره ملګرتیا کوي دافغانستان پخوانی جهادی مشراوکارپوه محمد امین فروتن چی تاسوبه دهغه نظرپه همدی اړه واوری

 په خوست او پکتیکا کې له مرګونې زلزلې وروسته چې په تر دریو زرو زیات کسان یې مړه او ژوبل او په زرګونو کورونه یې وران کړل، د طالبانو مشرانو او افغان ولس د نړیوالو مرستو غوښتنه وکړه خو تریخ حقیقت دا دی چې تر اوسه د ایران، قطر او پاکستان نه علاوه نورو کومه هیوادونو له افغانستان سره مرستې نه دي کړي او د اکثرو هیوادونو پلمه پر طالبانو د امریکا بندیزونه دي. تاسو دې مسالې ته په کومه سترګه ګورئ آیا دا مناسبه ده چې انساني مسایل له سیاسی مسایلو سره ګډو اوپه مصیبت کې یو قوم یوازې پرېښودل شي؟لومړی خو زه دیوه افغان او مسلمان انسان په توګه په خوست او پکتیکا کی دتیر هفتی د زلزلی او ناورین دټولو قربانیانو کورنیو  ته د خپلی خواخوږی مراتب وړاندی کوم . او دلوی خدای ج له درباره په دغه ناورین کی وژل شویو ته فردوس جنت او پروژلو ته روغتیا او پاتی کورنیو ته د زړه صبر غواړم .واقیعت دادی چی طبیعی او آسمانی پیښی او آفتونه نباید په انسانی ټولنو کی د سیاسی مناسباتو ښکار شی اوټولو وګړو ته  پکا رده د شرق او فارسی ژبی د لوی شاعراوعارف  سعدی علیه رحمة په قول چی ویلی یی دی

بنی آدم اعضای یک پیکراند

که در آفرینش ز یک گوهرند

چو عضوی به درد آورد روزگار

دگر عضوها را نماند قرار

د هر ډول ، سیاسی او مذهبی ، قومی او نورو راز ملاحظاتواو توپیرونو پرته دنړی په هر برخه او هره نکته چی مینځ ته راځی د بنیادم والی پر بنسټ مرستو ته ورودانګی ! طبیعی ده چی په خوست او پکتیکا کی اوسنی زلزله  چی زیات شمیر او خونړی تلفات یی رامینځ ته کړی دی ددغه شانی حوادثو څرګند مثال دی . خو کله په یوه انسانی ټولنه او جغرافیه کی داسی آسمانی آفتونه رامینځ ته کیږی نو طبیعی ده چی مرسته کونکی ټولنی د یوی بشری برخی په توګه ددی پوښتنوسره مخامخ کیږی چی دغه ناورین چیرته ،څنګه او د چا د واکمنی  تر سیورو لاندی رامینځ ته شوی دی ؟ اوس چی ګورو دغه آسمانی فاجعه په داسی یوه جغرافیا کی رامینځ ته شوی ده چی داسلامی امارت په نوم د طالبانو واکمنی ده او دغه واکمنی حتی د ( قطر– ایران اوپاکستان ) په ګډون چی د افغانستان سره ګدی پولی او منافع لری دیوی له مشروعیت څخه برخمنی واکمنی په توګه په رسمیت نده پیژندل شوی نو کاملأ طبیعی ده چی دطالبانودامارت په څیردیوه داخلی او نړیوال مشروعیت څخه بی برخی واکمنی د غمونواو دردونو شیبی به دداسی عکس العمل سره مخامخ کیږی او کیدای شی دا زلزله د طالبانو دواکمنی لپاره هم یوداسی درس شی چی وارپه واریی د یوه ملی اونړیوال مشروعیت پرلوردګام آخیستودلاری مشال شی

۲ : لکه څنګه چی ما پخوا وویل نړیوال باور اود ملی مشروعیت نه درلودل ددی سبب شوی دی ځینی هغه هیوادونه هم چی داسلامی هویت مدعیان دی دداسی ناورینونو او خونړیو حوادثو پر وړاندی یوازی دخواخوږی پرپیغامونو بسنه وکړی او خپل مسؤلیت د خدای، اسلام اوانسانیت پروړاندی هیرکړی. زما په ګمان د ایران او پاکستان په څیر د ګاونډیانو مرستی هغه مهال د دوستانو او دښمنانود پیژندلو سبب کیدای شی چی په افغانستان کی د ملی مشروعیت څخه برخمنه واکمنی موجوده وی . اوزه په دی باوریم چی که دغه دملی مشروعیت هڅی ګړندی نه وی او یوه ټولنه اوهیواد دڅه کم یو کال راپه دی خوا په سیاسی تاریخ کی ددغه ضروری مؤلفی یعنی اساسی قانون اویوه له نسبتأ  ملی باورڅخه برخمنه اداره رامینځ ته شوی نده نو کیدای شی پاکستان اویا ایران همدا شان قطرچی ګورو داوس لپاره په افغانستان کی د طالبانواونړیوالی ټولنی داړیکو باوری مرکزدی ددغه هیوادونود زلزله ځپلوسره دمرستوانګیزه هم په جلا جلا موخوکی وڅیړل شی خو طالبانو ته هم پکارده چی ددغه طبیعی اوآسمانی ناورین ټه په کتودنړیوالو لخوا مرستی هغوی خپل د خپل مشروعیت اوحقانیت بیلګه ونه بولی .

خو تراوسه داسی نښی نښانی د دغه ناورین ته درامینځ ته کیدو او د طالبانو د واکمنی په تبلیغاتو کی نه نه یوازی نه لیدل کیږی بلکه د طالبانو ځینی ځانګړی کړې هڅه کوی چی همدغه لویه انسانی فاجعه هم  چی باید د نړیوالو په مرستو یی مقابله وشی په دغه لاره کی هر ډول اړیکو ته د خپل ځان د مشروعیت په سترګه ګوری . دا ناورین او غم لړلی پیښه دهیواد او نړی لپاره لوی درس دی چی باید تری عبرت او پند واخیستل شی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا