گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د سپی ژړا خودبنیادم جنایت !
د سپی ژړا خودبنیادم جنایت !

د سپی ژړا خودبنیادم جنایت !

لویه او مهربانه خدایه!!!

ستا په ځمکه کی خلیفه(آدمی ذات یا انسان) چې کله هم، ستا له امرباالمعروف او نهی عن المنکراو ستا له احکامو څخه سرغړونه کوی اود شیطان لعین د فرمایشاتوپه پوره کولوشروع کوی، یعنې چور چپاول،جنګ جګړې، غلاوې،غصب،قتلونه،فساد،جنایات،چو،چپاول،وطنفروشی اوداسېنورناجایزاعمال شروع اویا انجام کړی؟ نودهغې تشبیه زماسره کوی اووایې چې:هغه دې ورک شی،هغه خو سپی دی کنه!

په داسې حال کې چې: د مرګ تر آخری سلګۍ پورې مې ستا له بنده او اشرف المخلوقات ( انسان )چې ماته دې څښتن او خاوند مقرر کړی، هیڅکله هم خیانت او سرغړونه نه کړیده او نه یې کوم.د سر او مال په ساتنه کې یې شپه او ورځ که وږی وم، تږی وم، یا بیمار وم ؟ په پوره میړانه او صداقت سره مصروف یم، ساتنه او محافظت یې کوم.کور ته یې غل نه راپرېږدم او که په کوتکو مې هم ووهی؟ بیا هم خپل خاوند نه داړم.

که څه هم ددرد له لامله چیغی او فریادونه کوم خو خپل خاوند ته تر مرګه پوری وفادار پاته کیږم او هیڅ خیانت ورسره نه کوم خوبیاهم ستا له امرڅخه دسرغړؤنکو،منکروکسانو،جنایتکارانو،انسان وژونکواو مجرمینومشابهت زما سره کوی ، لویه خدایه ته یی پوه کړه .!!!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا