گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » عیـــب مـــوپه څېـــره کــې خــــو مـــــوږهـــنــــداره مـــــاتــــــوو!
عیـــب مـــوپه څېـــره کــې خــــو مـــــوږهـــنــــداره مـــــاتــــــوو!

عیـــب مـــوپه څېـــره کــې خــــو مـــــوږهـــنــــداره مـــــاتــــــوو!

ظاهراً د لمړی ځل لپاره د طالبانو  په خبرو کې د انعطاف نښې ښکاریږی. هغوى ویلی دی چې د ولسمشر د مستعفی کیدو په صورت کې سوله راتلاى شی. دغه انعطاف ښه په زړه پورې پرمختګ دى، خو  د خورا ډیرو ابهاماتو د شتون له کبله وضاحتونو ته اړتیا لرى. د واک تر لیږد دمخه باید سوله تضمین او ولسمشر غنی ډاډ ترلاسه کړی چې د انتقال له پروسې وروسته به طالبان په هیڅ ډول جګړه نه کوی.

د راتلونکی حکومت او په ټولیزه توګه نظام نوعیت به کوم ډول وی. د موقت/ عبوری ادارې موده به یې څومره وی.نه یوازې زمونږ ولس بلکې نړیواله ټولنه هم د طالبانو د پخوانى حکومتی نوعیت په هکله جدی ملاحظات او حساسیتونه لری. خداى دې وکړی چې طالبان د ستونځو ختمولو لپاره یو بشپړ پلان وړاندې کړی. هغوى باید درک کړی چې د ولسوالیو سقوط نه، بلکې د دینی او ملی ارزښتونو په چوکاټ کې د ننه انعطاف یې بریا ته رسوی. وروستی جنګی څپې او د سقوط لړئ په هیڅ صورت د هیواد په ګټه نه دی.د جګړو له امله سخت ځپل شوى ملت قطعاً بیا د نظام سقوط نه غواړى. یو ځل بیا د ولسمشر د فرار هڅه او د یوه بل ولسمشر وژل کیدل ورته په هیڅ صورت د منلو نه ده. نه غواړی بیا د بنسټونو جوړول له صفر څخه پیل شی. په زغرده وایو چې موجوده حکومت او  طالبان له ګډ کار کولو پرته په افغانستان باندې په یوه اړخیزه توګه حکومت نشی کولاى. که غنی او طالبان په یوازې سر د حکومت کولو فکر کوی نو خیال محال او جنون دى. 

هغه څه چې د ولس هیلې پوره کوی د دواړو خواو قربانی ده. هغه هم د ارزښتونو نه، بلکې د ملی ګټو لپاره د امتیازاتو قربانی ته باید تیارى ولری.شک نشته چې د عمل په ډګر کې طالبان هم ډیرى وخت د حکومتی چارواکو په شان د خپلو خبرو برعکس کارونه کوى. د بیلګی په توګه هغوى وایی د ملی شتمنیو او ټول ګټو پروژو خوندیتوب ته ژمن دی، خو عملاً مونږ وینو چې په ډیرو ځایونو کې شتمنئ لوټ شوې او یا هم تخریب شوې دی. پلونه او پلچکونه په بمونو الوزول شوی دی. مونږ وینو چې له حکومتی چارواکو سربیره طالبان هم له ټولګټو پروژو څخه پیسې اخلی. که د کومې پروژې عملی کوونکۍ شرکت ورته پیسې نه ورکوی، حکومت یې پیسې نه ورکوی طالبان یې انجنیران او کار کوونکی اختطاف کوی. ایا طالبان خپل ولس ته باور ورکولاى شی چې هغوى ته تسلیم شوی وسائط او تجهیزات د کوم ځانګړې تاکتیک له مخې څه ډول، چیرته او د چا لخوا ساتل کېږی؟

متاسفانه د طالبانو لخوا د واک پریښودو د غوښتنې په تړاو د ارګ په ځواب کې هم عینی واقعیتونه له پامه غورځول شوی دی. د ستونځو عمق ته کتنه نه ده شوې، استدلال یې هم نه د توجیه وړ دى او نه هم د حقائقو انعکاس کوی. ډیرى ولسوالیانې، بندرونه،  حتى ګمرکات د طالبانو له ولقې لاندې دی. د سقوط لړئ دوام لری. ادارات په ژور فساد اخته دی. په حکومت کې د ننه اختلافات د حکومت ریښې وچوی. علمی کدرونه، مسلکی افراد، زده کړى ځوان نسل او پانګه وال د هیواد د پرېښودو ته ملاتړلی ده.د ولسمشر لخوا له وخته مخکې ټاکنو وړاندیز نه وزن لری، نه د اهمیت وړ دى او نه هم ورباندی باور کیداى شی. د نوموړی د ټاکنو  تیر دواړه دورونه د تقلب او درغلیو له امله جنجالی او نوموړی دوه ځله د غیر قانونی معاملې له امله د ټاکنو اهمیت ته په خپله په صفر کې ضرب ورکړ. د ولسمشر تر مشرى لاندې ټاکنې به طالب خو څه چې خپله په حکومتی چوکاټ کې شاملو ډلو ته هم د قبول وړ نه وی.ستر بدلون اړین دى خو د نظام د نسکوریدو د مخنیوی لپاره باید هر قدم په احتیاط پورته شی. اوس هغه شېبې رارسیدلی دی چې بربنډ او په زغرده وغږیږو. له ابهاماتو ډکې څرګندونې وخت ضائع کوی. سوله باید تضمین، د ولسمشر عزت او ابرو خوندی په  بدلونونو کې یې هوکړه ترلاسه شی. نړیوال د بدلونونو تر شا په سیاسی او اقتصادی ډګر کې کلک ودریږی او د یوه منظم پلان له مخې ولسمشر راتلونکې موقتې یا عبوری ادارې ته واک وسپاری.دواړه خواوې باید دقیقاً پوه شی چې فرصتونه بیا بیا نه راځی. وخت د هغوى په لاسونو کې نه دى او د هغوى په اشارو نه چلیږی.  زمونږ ولسونه سولې ته ارجحیت ورکوی.  د جګړو له وېرې د کورونو  پریښودو ته اړ او په خورا بد حالت کې ژوند کوی. نړیوال هم د دواړو خواوو له جنګی جنون څخه تنګ شوی دی.
په دواړو خواوو کې هغه خلک د سولې په وړاندې خنډونه جوړوی چې جګړه یې خپل او اولادونو ژوند نه ګواښی او یا هم هغه ځوانان د روان ترینګلی وضعیت ملاتړ کوی چې د تبلیغاتو ښکار شوی دی او د نوییمې لسیزې د فاجعې په تړاو غلطه انګیرنه لری.د دواړو خواوو ترمنځ جګړو څخه ګټو اخیستونکو ته خو هسې هم جګړه د عوائد سرچینه ده. په لسګونه او سلګونه ملینونو ډالرو پانګه، ښه پرمختللى ژوند او د ژوند ټولې اسانتیاوې د هغوى لپاره د روانې جګړې محصول دى.البته زه پوښتنه له هغو خلکو کوم چې یوازې د تبلیغاتو ښکار شوی او اوریدلی یې دی چې د نوییمې لسیزې د فاجعې د تکرار د مخنیوی لپاره همدغه سرټمبه توب او شله توب ښه تګلاره ده  تر څو د نجیب د مستعفی کیدو په پایله کې په هیواد باندې د راغلې فاجعې د تکرار شاهدان نشو. دغه احساساتی ځوانان باید پوه شی چې نجیب د ملګرو ملتونو استازی د پلان له مخې نه، بلکې هغه مهال یې خپل د بهرنیو چارو وزیر عبدالوکیل ته استعفا وسپارله کله چې په شمال کې  دوستم مؤمن بابه جان اصف دلاور او ځینو وزیرانو له احمد شاه مسعود سره ایتلاف وکړ، شمال عملاً سقوط کړى وو، کابل ته هم د دوستم ملیشې رارسیدلى وې. نجیب له بینن سیوان سره هند ته د تېښتې تابیا وکړه خو اوبه له ورخه تېرې وې.زمونږ احساساتی دوستان ولې د سولې په ارزښت نه پوهېږی؟ له هغوى څخه مو پوښتنه داده چې تاسو په جګړه کې د وژل شوی زوى د بورې مورکئ په سترګو کې پراته سوالونه لوستلاى شئ؟

تاسو د یتیم په چیغو کې د محرومیت د سُر د درک وړتیا لرئ؟تاسو په جګړه کې د وژل شوی ځوان د کونډې په ستونی کې د ایسارې کړاى شوې ژړا په لامل پوهیږئ؟تاسو په جګړه کې د وژل شوی زوى د مجبور پلار د ارمانونو په هکله څومره معلومات لرئ؟راځه چې زه درته ووایم تاسو په پورته مواردو کې هیڅ نه پوهیږئ ځکه خو د جګړو د دوام سندرې غږوئ!په جګړو کې د ښکیلو اړخونو مټکور منطق، د یو بل پړ ګڼلو، پردیو ته د ښکنځلو، له ځانونو څخه د پریښتو جوړولو بانو، یو بل ته د جګړه ایزو ګواښونو او د واک جنون زمونږ  ټولنه تر سپږمو پورې راوستلې ده. اوس مو ولس پوهیږی چې ستونځه د ښکیلو خواو تر زنې لاندې ده خو هغوى یې نه وینی، د خپلو نیمګړتیاو په پړه نور خلک ګرم ګڼی او جګړو ته دوام ورکوی.زمونږ ولس اوس هغه شېبې شماری چې نړیواله ټولنه د څار دنده پریږدی، په دواړو غاړو باندی د فشار ترڅنګ  منځګړتوب ته رامخکې شی او په زغرده ووایی، چې د افغانستان ولس او نړیوال پوهیږی چې د ښکیلو اړخونو ترمنځ د جګړې لامل واک او نور امتیازات دی او دا چې هغوى د ستونځې برخه دی. په هر حال د هر اړخ د جنګی جنون حوصله باید ماته شی. کورنى جنګ باید په هیڅ وخت او په هیڅ صورت د بریا لاره او د اتلولی نښه نه وی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا