لکه څنګه چی خبریاست افغانستان په لومړي ځل د اسټرالیا لوبډلې ته ماتې ورکړه. د افغانستان او سټرالیا لوبډلو تر منځ د نړېوال جام د اته غوره پړاو سیالیو کې افغان لوبډلې د اسټرالیا لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپير ماتې ورکړه د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغان پیلیز توپ وهونکو رحمن الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د ښې ملګرتیا په مټ اسټرالیا لوبډلې ته ۱۴۹ منډو هدف ورکړ. د اسټرالیا لوبډلې له لورې د افغانستان د ورکړل شوي هدف د پوره کېدو لپاره میکسویل ۵۹ منډې جوړې کړې او پاتې نور لوبغاړي یې د ډیرو کمو منډو جوړولو وروسته وسوځیدل.په دغې لوبه کې ګلبدین نایب د څلورو اورو په لوبولو سره د اسټرالیا څلور، نوین الحق درې، راشد خان او محمد نبي یو یو لوبغاړي وسوځول، او د اسټرالیا لوبډله یې پرینښودله چې د افغانستان له لوري ورکړل شوی هدف پوره کړي نواندیشی تربیون په داسی حال کی چی د افغانستان خلک او اولس له ګڼ شمیر ستونځو او کړاؤنو سره لاس او ګریوان دی او دماتم په تورو شپو کی ژوند کوی د افغانستان د کرکټ د اتلانو اتلی چی زموږ د کړیدلی اولس پرسترګو او شونډو کی یی د خوشحالی څړیکی را خوری کړی دافغانستان کړیدلی اولس او د لوبو مینوالو ته مبارکی وایو